د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

زلینسکي د روسي ځواکونو پر وړاندې د جګړې له کبله خپل وګړي وستایل


د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي د روسي ځواکونو پر وړاندې د جګړې له کبله د خپلو وګړو هوډ وستایه.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي پرون ناوخته وویل، د اوکراین وګړي دې وویاړي چې پر دغه هېواد د روسیې د حملو که څه هم ۵۰ ورځې تېرې شوي او پر دوی هر ډول فشارونه راوستل شوي، خو دوی بیا هم ژوندي پاتې دي.

زلینسکي د مسکوا په نوم د روسیې هغې کښتۍ ته هم په خپلو خبرو کې اشاره وکړه، چې د میزائیلو د لېږدولو توان یې درلود او په سمندرګي کې ډوبه شوه.

د کښتۍ د ډوبېدو د علت په اړه هر لوري ضد و نقیض څرګندونې کړې دي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، دغه کښتۍ یې د توفان پر مهال بندر ته پر لار تر اور اخیستو وروسته سخته زیانمنه او بیا ډوبه شوه.

خو د اوکراین چارواکي وايي، د دوی ځواکونو پرون یوه کښتۍ د نپتون په نوم په کښتۍ ضد توغندي ویشتلې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، په دې اړه چې د مسکوا په نوم د روسیې کښتۍ دې په توغندي ویشتل شوې وي، اطلاعات نه لري.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، خو دا چې پېښه هر ډول شوې، د روسیې لپاره یوه لویه ضربه ګڼل کېږي.

د روسیې دغه کښتۍ په داسې حال کې ډوبېږي، چې پر اوکراین د روسیې د ۵۰ ورځو یرغل پر مهال د روسیې سمندري ځواک د تور سمندرګي په شا و خوا کې د اوکراییني ښارونو بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.

د اوکراین د محلي رسنیو د راپورونو له مخې، نن سهار هم په پلازمېنه کییف کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي او د دغه هېواد په ختیځ کې جګړه سخته شوې ده.

رسنیو راپور ورکړی، چې په جنوبي ښار خرسون، ختیځ ښار خارکیف او لوېدیځ ښار ایوانو فرانکیفسک کې هم د چاودنو اوازونه اورېدل شوي دي.

په همدې حال کې د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر، ویلیم برنز ویلي، په اوکراین کې د روسیې له خوا د کیمیاوي وسلو د کارونې خطر باید کم ارزښته ونه ګڼل شي.

د ده په وینا د ده ادارې د روسي ځواکونو د داسې استحکاماتو په اړه شواهد نه دي لیدلي چې د اندېښنې وړ وي.

XS
SM
MD
LG