د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

ځينې افغانان د ملي ټلوېزيون د ارشيف خونديتوب په اړه اندېښمن دي


د افغانستان د ملي ټلوېزيون د ارشيف يو انځور
د افغانستان د ملي ټلوېزيون د ارشيف يو انځور

د طالبانو په مشرۍ د ملي راډیو ټلویزیون مشر احمدالله وثیق بیا ازادي راډیو ته وویل، چې دا ارشیف په بشپړ ډول خوندي دی او دوی پلان لري چې را روان اختر کې به یې له موادو په ځینو خپرونو کې استفاده هم وکړي.

ډېرې سندرې، مشاعرې، تمثیلي ټوټې ،هنري فلمونه، سریالونه، خپرونې، د تېروحکومتونو د ولسمشرانو، ویناوې، کنفرانسونه، د پوځیانو د فراغت مراسم او ډېر نور معلومات او نشراتي مواد چې شاوخوا څلور لسیزې او ان تر هغه زیاته موده مخینه لري، د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون په ارشیف کې موجود دي.

د دې موادو يې ډېری هغه څه دي چې طالبان په ښکاره ورسره مخالفت لري.

په تېرو کلونو کې د مجاهدینو د کورنیو جګړو پر مهال که څه هم ملي راډیو ټلویزیون په بشپړ ډول تخریب شوی و خو ارشیف ته یې زیات زیان نه و اوښتی.

اوس یو شمېر عام افغانان او فعالان اندېښمن دي چې طالبان د ملي راډیو ټلویزیون هغه مواد له منځه یونسي چې دوی ورسره مخالفت لري.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي بادام احمدزي وویل: “یو لامل د دې له منځه وړولو دا دی چې په دې ارشیف کې د تېرو داسې دورو مواد شته، چې دوی ( طالبان) ورسره مخالف دي،دوی به هغه څه پرېږدي چې د دوی په ګټه وي، خو دا باید ټول وساتل شي تر څو د هېڅ چا تاریخ محوه نه شي، ولس یې باید ښه ته ښه او بد ته بد ووایي نه څوک چې په راس کې وي.”

ښاغلی احمدزی وایي، همدا ارشیف کولای شي راتلونکو نسلونو ته د افغانستان د لرغوني او معاصر تاریخ پېښې او معلومات ور انتقال کړي.

د کابل ښار اوسېدونکې فروزان داوودزۍ بیا له طالبانو غواړي، نه یوازې دا چې د ارشیف په خوندي ساتلو کې دې هڅې وکړي بلکې په خپلو نشراتو کې دې هم د دې ارشیف له موادو هم استفاده وکړي:

آغلې داودزۍ وويل: “زموږ هیله دا ده چې د دې ارشیف د ساتلو او تر څنګ یې د تېرو پېښو او تاریخ ژوندي ساتلو کې هڅه وشي.”

دا اندېښنې نه یوازې له عامو خلکو سره دي، بلکې د محمد اشرف غني د حکومت پر مهال د دغه راډیو ټلویزیون ځینو چارواکو سره هم شته.

د دې ټلویزیون یو پخواني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دی ځکه په دې اړه اندېښمن دی چې طالبانو په خپلووروستیو اقداماتو کې د کابل پوهنتون د ښکلي هنرونو د موسیقۍ دیپارنمنت وتړه، د امر بالمعروف وزارت کسانو له دغه پوهنتونه د محصلینو په لاس جوړه شوې مجسمه باندې پرده ولګوله او په خبره یې په ځلونو یې په ښکاره له هنري مسایلو او موسیقۍ همدارنګه د تېرونظامونو د چارواکو د کړو وړو مخالفت کړی.

خو د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي راډیو ټلویزیون مرستیال عبدالغني مدقق وایي، دی خوشبینه دی چې طالبان دې په اوسنۍ دوره کې داسې څه وکړي چې هغه دې ارشیف ته زیان ورسېږي.

ښاغلي وثيق وويل: “اوس چې طالبان راغلي ما خپله داسې ذهنت نه دی محسوس کړی چې دوی دې د ارشیف د تخریب هوډ ولري، ما چې څومره موده داسلامي امارت همکارانو سره ټلویزیون کې کار وکړ او اوس چې کوم معلومات لرم ارشیف خوندي دی یوازې د موسیقي او فلمونو نشر ته په ټلویزیون او راډیو کې اجازه نشته.”

ښاغلی مدقق وایي، د دوی د مدیریت پر مهال هم د ټلویزیون او هم د راډیو برخې د ارشیف اکثره مواد د فیتو له زوړ سیستم نه ډیجیټالي سیستم ته اړول شوی او په سرور کې په خوندوي توګه ساتل کېږي - هغه څه چې طالبان هم پرې ټینګار کوي.

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون مشر احمدالله وثیق د دغو اندېښنو او غوښتنو په اړه ازادي راډیو ته وویل، چې هېڅوک دې په دې اړه اندېښنه نه لري او دوی یاد ارشیف په پوره توګه خوندي ساتلی او د لا غنامندۍ لپاره یې هڅې کوي.

نوموړي وايي: “د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون په ارشیف کې د تېرو نظامونو ډېر مهم او زیات مواد شته، موږ تر اوسه دې ارشیف کې د بدلون کوم پلان نه لرو، او هڅه مو هم همدا ده چې نور هم د ارشیف د کیفیت او ظرفیت لوړولو لپاره جدي ګامونه واخلو.”

ښاغلی وثیق وایي دوی په راروان اختر کې پلان لري چې د دې ارشیف له موادو په خپرونو کې استفاده وکړي، هغه مواد چې د ده په خبره، د طالبانو د حکومت د پالیسیو خلاف نه وي.

د یادونې ده، چې د افغانستان ملي راډیو ټلویزون په ارشیف کې د نور محمد تره کي د حکومتولۍ پر مهال د تاریخ د بېلابېلو پړاونو د پېښو معلومات، ویډیوګانې او غږونه، لیکنې راټول او تر اوسه پورې په کې ساتل کېږي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي راډیو ټلویزیون پر ارشیف زیات کار وشو او له پخواني سیسټم نه یې پرمختللي ډیجیټالي سیسټم ته واړول شو چې د هغه مهال د چارواکو د څرګندونو او معلوماتو پر بنسټ په دې اقدام نږدې یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی و.

XS
SM
MD
LG