د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

مسکو کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت استازي ته وسپارل شو


سفارت افغانستان در مسکو
سفارت افغانستان در مسکو

د طالبانو حکومت په مسکو کې د دوی لېږل شوي ډیپلومات ته د افغانستان سفارت د سپارلو موضوع د کابل او مسکو ترمنځ د ښو ډیپلوماتیکو اړیکو لپاره د زمینې برابرولو پر لار ښه ګام بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي دوی حق لري چې له هېواده بهر د افغانستان د سیاسي استازولیو مدیریت په خپل لاس واخلي.

دغه وزارت پرون اعلان وکړ چې په مسکو کې د دوی لېږل شوي ډیپلومات ته چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی، سفارت رسماً سپارل شوی دی.

طالبانو د روسیې مننه کړې چې د دوی د ډیپلومات باورلیک‌یې منلی دی.

روسیې په دې اړه تازه عکس‌العمل نه‌دی ښوولی، خو ۱۲ ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي و، مسکو د طالبانو د حکومت د لومړني ډیپلومات ګمارلو ته رسماً اعتبارلیک ورکړی دی.

خو ځیني شنونکي په دې باور دي چې په مسکو کې د طالبانو استازي ته د افغانستان د سفارت سپارل د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په معنی نه‌دي.

چین کې د روسیې، چین، پاکستان، طالبانو او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو ناسته
چین کې د روسیې، چین، پاکستان، طالبانو او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو ناسته

په روسیه کې مېشت د پوهنتون استاد او د سیاسي مسایلو شنونکی ډاکټر شېر حسن حسن په دې باور دی او وايي: "روسیه له شک پرته له طالبانو سره د ښو اړیکو هڅه کوي. دا تلاش د نوي سرپرست سفیر په راتګ سره نه‌دی پیل شوی. دا هڅه له پخوا روانه ده. فکر نه‌کوم چې دغه تلاش دې د رسمیت پېژندنې لپاره کومه بهانه جوړه شي. ځکه دوی له دې پرته هم کولای شوای چې د رسمیت پېژندنې موضوع په اجنډا کې شامله کړي."

ښاغلی حسن وايي فکر نه‌کوي چې روسیه دې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو کې بېړه وکړي، ځکه د ده په وینا که روسیه یا هم چین داسې کار وکړي، ممکن د لوېدیځ له‌خوا د بندیزونو لړۍ ښايي نوره هم ورباندې سخته شي.

تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو طالبانو تل ټینګار کړی چې د رسمیت پېژندنې لپاره‌یې ټول شرایط پوره کړي دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د وري/حمل پر څلورمه کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره خبرې کړې وې، په هغه ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هم کابل ته په نااعلان شوي سفر تللی و.

XS
SM
MD
LG