د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۵

کابل کې د چاودنو زیاتوالی؛ خلک: طالبان هم د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي

ارشیف، د کابل ایمرجنسي روغتون مخ ته یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، د کابل ایمرجنسي روغتون مخ ته یو شمېر وسله‌وال طالبان

د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو ترڅنګ د کابل ښار په شهزاده سرای او پل‌خشتي جومات کې د روانې اوونۍ چاودنو د دغه ښار اوسېدونکي د امنیت په اړه اندېښنن کړي دي.

دوی وایي، سره له دې چې طالبانو خلکو ته د امنیت په اړه بشپړ ډاډ ورکړی و، خو وروستي بریدونه ښیي چې دوی هم د خلکو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي دي.

دوی طالبان د امنیت د ټینګښت په برخه کې په بې‌غورۍ تورنوي او وایي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، یوازنۍ خوشبیني یې امنیت ته وه چې هغه هم دا شپې ورځې ښه نه‌دی.

د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي نوید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ ډېر خوشحاله و چې که بې‌کاري شته، بې‌وزلي شته، خو زموږ امنیت خوندي دی، خو وروستیو چاودنو ډېر اندېښمن کړو چې امنیت بیا مخ په خرابېدو دی."

زرفشان د کابل ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکې له طالبانو غواړي چې د خلکو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي: "طالبانو د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره ډاډ ورکړی و، اوس نو دا چاودنې څه دي؟ اسلامي امارت باید د خلکو امنیت خوندي کړي."

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د خلکو د اندېښنو په ځواب کې وایي چې دوی دې د امنیت د خوندیتابه په اړه ډاډه واوسي.

د دغه وزارت ویاند عبداالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل: "یو شمېر غله او فرصت‌طلبه کسان غواړي چې د وېرې فضا جوړه کړي او له لارې یې خپلو موخو ته ورسېږي، خلک دې د خپل امنیت په اړه ډاډه اوسي دا ډول پېښې د نړۍ په سترو هېوادونو کې هم کېږي، خو کومه ستره ستونزه نه‌شته."

د کابل ښار په شهزاده سرای کې چې د کابل د صرافۍ تر ټولو لوی مرکز دی، د تېرې یکشنبې په ورځ تر هغې درې ورځې وروسته بیا پرون چهارشنبه د کابل په پل‌خشتي جومات کې د لاسي بمونو چاودنې وشوې.

طالبانو د دغو دوو بریدونو د ټپیانو شمېر ۱۶ تنه ښودلی، خو د کابل د ایمرجنسي روغتون د معلوماتو په حواله د شهزاده سرای په برید کې دغه روغتون ته یو وژل شوی او ۵۸ ټپیان او د پل‌خشتي جومات له پېښې ۱۱ ټپیان وروړل شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG