د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۰

د کابل پل خشتي جومات کې چاودنې ۱۱ تنه ټپيان کړي

ارشیف، د کابل یوه جومات کې چاودنه
ارشیف، د کابل یوه جومات کې چاودنه

د کابل په پل‌خشتي جومات کې چاودنې ۱۱ تنه ټپیان کړي دي، پېښه نن له غرمې وروسته د ماسپښین د لمانځه پر مهال شوې ده.

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په کابل ښار کې د نن ورځې د چاودنې له ځایه دغه روغتون ته ۱۱ ټپیان وروړل شوي چې څلور يې تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي او اووه نور بستر شوي دي.

خو د طالبانو امنیتي چارواکو بیا د ټپیانو شمېر شپږ تنه ښودلی، دوی ویلي چې د یو تن روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۱ کال د وري ۱۷» د پل‌خشتي په جومات کې له غرمې وروسته د ماسپښین د لمانځه پر مهال یو کس پر لمونځ کوونکو لاسي بم غورځولی دی.

ښاغلی ځدراڼ زیاتوي: "په پل‌خشتي جومات کې له لمانځه وروسته د دعا پر مهال یو چا لاسي بم غورځولی چې له امله‌يې شپږ تنه ټپيان دي او د پېښې په تور شکمن کس هم نیول شوی دی."

خالد ځدارڼ وايي له دغه کس اوس‌مهال پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو حکومت ویاند خالد ځدراڼ
د کابل امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو حکومت ویاند خالد ځدراڼ

د پېښې یو عیني شاهد نور ساپي ازادي راډيو ته وویل د لمانځه له پای ته رسېدو سره سم د جومات دننه درنه چاودنه وشوه او په جومات کې د لمونځ کوونکو ترمنځ ګډوډي جوړه شوه.

دی وايي: "څنګه چې فرض لمونځ وشو او امام دعا پای ته ورسوله یو ناڅاپه درز شو، چاودنه په لومړیو قطارونو کې وشوه او سخته ګډوډي جوړه شوه."

د پېښې له سیمې پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو وېډيوګانو کې ښکاري چې یو شمېر ټپيان د خلکو له‌خوا په لاسي کراچیو کې روغتونونو ته انتقالېږي.

تر دې دمه د پېښې مسؤلیت کوم چا یا کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د پل‌خشتي جومات ته څېرمه د اسعارو د بدلېدو په تر ټولو لوی مرکز شهزاده سرای کې هم ورته چاودنه شوې وه چې د ایمرجنسي روغتون د مسؤلینو په وینا له امله‌يې ۵۸ کسان ټپیان او یو تن ووژل شو، خو د طالبانو حکومت په هغه پېښه کې د ټپیانو شمېر ۱۰ تنه یاد کړی و.

دا خبره په همغه ورځ ایمرجنسي روغتون په خپله ټویټرپاڼه لیکلې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي و، یو کس چې غوښتل‌یې له صرافانو څخه پیسې غلا کړي په شهزاده سرای کې لاس بم غورځولی و.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG