د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

د کابل شهزاده سرای کې چاودنې '۲۰ تنه' ټپيان کړل


ارشیف، په کابل کې د شهزاده په نوم د صرافۍ سرای
ارشیف، په کابل کې د شهزاده په نوم د صرافۍ سرای

نن له غرمې مخکې د کابل په شهزاده سرای کې یوه چاودنه وشوه.

په کابل کې د شهزاده په نوم د صرافۍ سرای مسؤلان وايي، په دغه سرای کې یوې چاودنې ۲۰ تنه ټپیان کړي دي.

د دغه سرای د صرافانو ټولنې مرستیال حاجي داد ګل ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه د یو لاسي بم د غورځولو له امله رامنځته شوې ده.

دی زیاتوي: "چاودنه د ګډوډۍ رامنځته کولو په هدف شوې، وژل شوي نه‌لرو، خو ۲۰ تنه ټپیان دي چې د پنځو تنو وضعیت ښه نه‌دی."

نوموړي وویل چې دا بم نن سهار نږدې ۱۰ بجې د یاد سرای له درېیم پوړ څخه غورځول شوی دی.

د نوموړي په خبره په ټپیانو کې ښځې هم شته او د پنځو تنو وضعیت ښه نه‌دی.

د حاجي داد ګل په خبره د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ امنیتي مسؤلین سیمې ته رسېدلي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د دغه پېښې یو شاهد حمیدالله ابراهیم‌خېل ازادي راډیو ته وویل: "زه همغلته وم چې یو وار د چاودنې غږ شو، څوک وژل شوي نه‌و، خو د ټپیانو شمېر زیات و."

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یو ټویټ کې د ټپیانو شمېر ۱۰ تنه ښودلی دی.

په توېټ کې ویل شوي، دا کار د یو غله و چې هدف‌یې د خلکو د پیسو غلا کول و.

شهزاده سرای په کابل کې د صرافۍ تر ټولو لوی بازار دی چې په ورځني ډول سلګونه کسان ورته تګ راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG