د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

بامیانو کې لسګونه ښځو د طالبانو له‌خوا یوه جوړه شوې غونډه ګډه وډه کړه


بامیان کې د ښځو له لوري د طالبانو د غونډې ګډوډول
بامیان کې د ښځو له لوري د طالبانو د غونډې ګډوډول

په بامیانو کې لسګونه ښځو د طالبانو د چارواکو له‌خوا یوه جوړه شوې غونډه ګډه وډه کړه.

په خواله رسنیو د دې غونډې وېډیوګانې خپرې شوي چې ښيي څو ښځې د طالبانو د ملاتړ په نوم بنرونه څیرې کوي.

د راپورونو په اساس طالبانو د بامیان ولایت د پوهنتون په تالار کې دا غونډه د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون په تړاو نیولې وه.

عنوان‌یې "د افغانستان اسلامي امارت د نظام څخه د بامیانو د خلکو ملاتړ" بللی و.

په خواله رسنیو د دې غونډې د ګډوډېدو لسګونه وېډيوګانې خپرې شوي.

په وېډیوګانو کې ښکاري چې څو ښځې د سټېج سر ته پورته کېږي او د طالبانو د ملاتړ په نوم لګېدلي بنرونه څیرې کوي او ښکته‌یې اچوي.

لاندې تالار کې ناستې ښځې هم ټولې د طالبانو ضد شعارونه ورکوي.

د بامیانو دغو ښځو داسې وخت د طالبانو غونډه ګډه وډه کړه چې طالبانو د افغان ښځو په تعلیم او کار باندې یو لړ بندیزونه لګولي او د نړیوالو او کورنیو فشارونو سربېره‌یې په دې برخه کې څه نرمښت نه‌دی راوستی.

د طالبانو چارواکو د بامیانو د غونډې د ګډوډېدو په تړاو لا کومه تبصره نه‌ده کړې.

دا لومړی وار و چې په یوه ولایت کې د طالبانو له‌خوا ترتیب شوې غونډه د ښځو له‌خوا ګډوډېږي.

تر دې مخکې یوازې په کابل کې لسګونه ښځې مظاهرې ته وتلې او د طالبانو له‌خوا د ښځو په تعلیم او کار باندې د محدودیتونو غندنه‌یې کوله.

XS
SM
MD
LG