د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

بریتانیا: اوکراین کې دې جګړه ختمه شي څو پر بډایه روسانو بندیزونه لیرې کړو


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لیز تراس
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لیز تراس

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې پر بډایه روسانو لګول شوي بندیزونه په هغه صورت کې لیرې کېدای شي چې پوتین په اوکراین کې جکړه پای ته ورسوي او ژمنه وکړي چې نور به يرغل نه کوي.

د لیز ترَاس دا خبرې پوتین ته یوه نوې بلنه ګڼل کېږي چې پر اوکراین د یرغل په غبرګون کې د نړیوالو بندیزونو له کبله روسیې ته د اووښتونکي زیان مخه ونیسي.

تراس د سنډې ټلګراف سره په مرکه کې چې د مارچ په ۲۷مه خپره شوه وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د سولې د احتمالي خبرو اترو لپاره د "مذاکراتو واحد" رامنځته کړی دی.

د بریتانیا صدراعظم خبرداری ورکړی چې لندن او متحدین به‌یې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه پر ملاتړو بندیزونه «په پرله‌پسې ډول» زیات کړي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

تراس وویل: "دا بندیزونه به د بشپړ اوربند او وتلو سره پای ته ورسېږي، خو روسیه باید دا ژمنه هم وکړي چې نور به هېڅ ډول تېری نه‌کوي."

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي بیا بیا له پوتین څخه غوښتي چې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي خبرو ته کېني.

ولادیمیر پوتین څه باندې یوه میاشت مخکې پر اوکراین د بشپړ یرغل اعلان وکړ او دا اقدام‌یې د نړیوالو له غبرګون سره مخامخ شو.

XS
SM
MD
LG