د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

د اوکراین ولسمشر: د روسیې د یرغل راهیسې شااوخوا ۱،۳۰۰ اوکرایني سرتېري وژل شوي


یو شمېر اوکرایني سرتېري
یو شمېر اوکرایني سرتېري

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پرون شنبه په کیف کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د روسیې د یرغل راهیسې شااوخوا ۱۳ سوه اوکرایني سرتېري او څو زره روسي سرتېري وژل شوي دي.

زلنسکي وویل، روسي ځواکونه به ښایي ډېرې سیمې ونیسي، خو د اوکراینیانو په منځ کې به هېڅکله هم دوستان پیدا نه‌کړي.

ښاغلی زلنسکي وايي: "که په سلګونو، زرګونو یا لسګونو زره روسي سرتېري له په زرګونو ټانکونو سره راشي، هغوی به کیف ته ننوځي. دا موږ درک کوو. که بمباري وکړي او تصمیم ونیسي چې د دې سیمې تاریخي حافظه پاکه کړي، کیف ته به داخل شي. که هدف دا وي نو اجازه راکړئ چې کیف ته داخل شي، خو هغوی باید په دغه خاوره کې، قطعاً له موږ پرته یوازې ژوند وکړي. دوی به زموږ په منځ کې دوستان پیدا نه‌کړي."

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

په عین حال کې د فرانسې د ولسمشر د دفتر یوه چارواکي ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون او د جرمني له صدراعظم اولاف شولتز سره پرون شنبه په خبرو کې پر اوکراین د یرغل د پای ته رسېدو لپاره د لېوالتیا هیڅ نښه ښکاره نه‌کړه.

د فرانسې او جرمني مشران چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل راهیسې له پوتین سره خبرې مخ ته وړي، پرون‌یې هم له هغه د سمدستي اوربند د ټینګېدو غوښتنه وکړه.

روسي ځواکونو چې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل کړی، تر اوسه‌یې د یوه زېږنتون په ګډون پر ډېرو ملکي تأسیساتو بمباري کړې چې په نتیجه کې یې ډېر بې‌ګناه خلک وژل شوي دي.

له بلې خوا بریتانیا ویلي چې د روسیې دفاع وزارت تأیید کړې چې د اوکراین په جګړه کې یې له ترموباریک توغندیو څخه کار اخیستی دی.

ترموباریک وسله چې ځیني وختونه د خلا بمونه ورته ویل کېږي، د چاودنې په ځای کې شاوخوا اکسیجن زبېښي تر څو د عادي بمونو په نسبت قوي چاودنه رامنځته کړي.

د ترموباریک توغندي ویشتونکی سیستم
د ترموباریک توغندي ویشتونکی سیستم

که څه هم دغه وسله غیر قانوني نه‌ده، خو استفاده‌یې د بحث وړ ځکه ده چې هغه ډېره ورانوونکې ده او پر هغو کسانو چې د چاودنې په دایره کې قرار ولري، ویجاړوونکې اغېزې شیندي.

د امریکا متحده ایالاتو له دغو وسلو د ویتنام په جګړه او په وروستیو کې د افغانستان په جګړه کې د هغو غرنیو سمڅو د تخریب لپاره کار اخیستی چې وسله‌وال مخالفین به په‌کې پټېدل.

روسیې له دغه وسلې په ۱۹۹۹ کال د چچنیا په جګړه کې هم کار اخیستی و چې ملګرو ملتونو د روسیې دغه عمل غندلی و.

د راپورونو له مخې له روسي ساخت دغو وسلو څخه د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد رژیم هم استفاده کړې ده.

XS
SM
MD
LG