د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

ملګرو ملتونه: اوکراین کې د بیالوژیکي وسلو د پروګرام په اړه خبر نه‌يو


د ملګرو ملتونو او اوکراین بيرغونه
د ملګرو ملتونو او اوکراین بيرغونه

ملګرو ملتونو په اوکراین کې د بیالوژیکي وسلو د پروګرام په اړه بې‌خبري ښودلې.

واشنګټن اندېښنه ښودلې چې روسیه په اوکراین کې د بې‌بنسټه ادعاوو له لارې په دې هېواد کې د خپلو بیالوژیکي یا کیمیاوي وسلو حملو ته پلمې لټوي.

مسکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه څو په اوکراین کې د امریکا د بیالوژیکي وسلو د ادعاوو په اړه بحث وکړي، خو په دې برخه کې یې هېڅ راز شواهد نه‌دي وړاندې کړي او یوازې دومره‌یې ویلي چې په اوکراین کې د بیالوژیکي وسلو لابراتوارونه شته چې د امریکا دفاع وزارت یې ملاتړ کوي.کیف او واشنګټن دواړو دا ادعاوې رد کړې دي.

د بې وسلې کولو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ایزومي ناکامیڅو په امنیت شورا کې وویل ملګري ملتونه په اوکراین کې د بیالوژیکي وسلو له داسې یوه پروګرام څخه نه دی خبر.

د هغه تړون له مخې چې په ۲۰۰۵ کال کې لاسلیک شو، پنټاګون په اوکراین کې د عامې روغتیا د یو شمېر څېړنیزو لابراتوارونو ملاتړ کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ وویل چې واشنګټن له دې کبله ژوره اندېښنه لري چې روسیې دا غونډه د بې بنسټه ادعاوو له مخې رابللې ده څو په اوکراین کې د خپلو بیالوژیکي او کیمیاوي وسلو د کارولو د پروګرام لپاره پلمې جوړې کړي.

له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیرې باربارا ووډوارډ د مسکو دا ادعا بې‌معنی بللې ده او ویلي یې دي چې روسیه اوس په ژور تل کې ډوبه شوې ده، خو هغې زیاته کړه چې په دې مسئله کې د امنیت شورا پښه باید دخیله نه شي.

XS
SM
MD
LG