د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

روسیې د اوکراین پر پوځي اډو بریدونه پیل کړل؛ پر ۷ ښارونو یې توغندي لګیدلي


پر اوکراین د روسیې برید
پر اوکراین د روسیې برید

روسیې نن سهار وختي د اوکراین پر خاوره بریدونه پيل کړل او د راپورونو له مخې یې پر لږ تر لږه ۷ ښارونو توغندي لګیدلي دي.

د اوکراین حکومت وایي، لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او نهه تنه ټپیان شوي دي.

له اوکراینه راپورونه ورکول کېږي چې ښوونځي او پوهنتونونه رخصت شوي او دولت خلکو ته سپارښتنه کړې چې کورونو کې پاتې شي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي دغه هېواد کې بېړنی پوځي حالت اعلان کړی او د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره یې پر ټیلیفون خبرې کړي دي.

  • د امریکا متحد ایالات

ټاکل شوې ده چې ولسمشر جو بایډن نن د اوکراین د وضعیت په اړه او پر دغه هېواد د روسیې د برید په ارتباط وینا وکړي.

داسې ویډیوګانې خپروي چې ښيي د اوکراین د مرکز کیف او نورو ښارونو له یو شمېر سیمو څخه لوګي پورته کېږي.
داسې ویډیوګانې خپروي چې ښيي د اوکراین د مرکز کیف او نورو ښارونو له یو شمېر سیمو څخه لوګي پورته کېږي.
  • ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په ټویټر کې له روسیې غوښتي دي چې د "انسانیت په خاطر" له اوکراینه خپل سرتیري وباسي.

ښاغلي ګوترېش زیاته کړې چې دا شخړه باید سمدستي هواره شي او ده پر ولسمشر ولادیمیر پوتین غږ کړی دی چې خپل ځواکونه دې بېرته د روسیې په خوا په شا کړي.

  • فرانسه

د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون د یوه ټویټ په کولو پر اوکراین د روسیې برید غندلی دی.

ښاغلي مکرون ویلي دي چې روسیه باید سمدستي خپل پوځي عملیات ودروي.

مکرون څرګنده کړې چې فرانسه د اوکراین او د اوکراین له خلکو سره ولاړه ده او له خپلو متحدینو او شریکانو سره به کار وکړي چې جګړه پای ته ورسېږي.

  • جرمني

د جرمني دفاعې وزیري ویلي دي چې له روسیې سره لا هم ناوخته نه ده چې خبرې وشي.

دې ټینګار وکړ چې ناټو او اروپايي ټولنه د مسکو له لوري د نړیوالو قوانیو د شدید نقض په خاطر سره یو موټي دي.

د جرمني دفاع وزیرې کرسټین لامبرخت په یوه بیان کې د روسیې له ولسمشره وغوښتل چې ډېر ژر دې له اوکراینه خپل پوځیان وباسي او په ورته وخت کې دې خبرداری ورکړ چې روسیه دې سختو او بې سارو بندیزونو ته چمتو شي.

  • چین

د اوکراین د کړکیچ په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، باور لري چې د ټولو خواوو قانوني امنیتي اندېښنو ته به درناوی وشي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هووا چینینګ د یوه بهرني خبریال دا خبره رد کړه چې په اوکراین کې د روسیې هڅې مداخله ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت دا هم وویل، ټول لوري باید وضعیت پسې کړکېچن نه کړي احتیاط وکړي.

په کیف کې د چین سفارت له خپلو اتباعو غوښتي دي چې له کورونو راونه وځي، که چیرته لکه کورونو راوځي نو پر موټرو دې د احتیاط لپاره بېرغونه نصب کړي.

  • بریتانیا

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وویل، پر ورسیه به په همغږۍ یوځایي بندیزونه ولګوو.

  • جنوبي کوریا

د جنوبي کوریا ولسمشر مون ایي این وویل، د روسیې پر ضد به یې هېواد له نړیوالو سره یوځای پر روسیې بندیزونه ولګوي.

  • اقتصاد

د پولنډ خواته له روسیې د ګازو صادرات دریدلي.

XS
SM
MD
LG