د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

طالبان: پر کونړ د پاکستان بریدونه بې ځوابه نه‌دي پاتي، ورته عمل ورسره شوی


ارشیف، د کونړ غرونه
ارشیف، د کونړ غرونه

د طالبانو د ملي دفاع وزارت وايي، د پاکستان له‌خوا د کونړ ولایت پر ځینو سیمو روانو بریدونو ته یې ځواب ویلی.

د دې وزارت د چارواکو له قوله، که پاکستاني لوري د توپونو مرمۍ راتوغولي، دوی هم ورته عمل کړی دی.

په لاسته راغلې ویډیو کې ښودل کېږي چې ګنې په کونړ کې د طالبانو ځواکونه پر پاکستاني لوري د دیسي توپونو ډزې کوي.

دا ویډیو د خبریالانو اړوند په یوه ګروپ کې د طالبانو د یو شمېر چارواکو له‌خوا خپره شوې ده.

وروستیو اوونیو کې پاکستان یو ځل بیا ډېورنډ کرښې ته نږدې د کونړ ولایت پر ځینو سیمو د توپونو مرمۍ را توغوي.

د سیمې خلک وايي، له پرون راهیسې په سرکاڼو او شلتن ولسوالیو او ځینو نورو سیمو لسګونه د توپونو او هاوان مرمۍ را توغول شوي دي.

د کونړ ولایت
د کونړ ولایت

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی ظفرالله خپل کور ته نږدې د پاکستان د راکټي بریدونو په اړه وايي: "له پرون راهیسې د پاکستان له‌خوا هاوانونه را روان دي او زموږ په سیمو کې لګېږي. دوی 'طالبانو' سره داسې وسلې نه‌شته چې هدف په نښه کړي. میزایل زموږ کورونه له‌منځه وړي، ژر تر ژره یې باید غم وخوړل شي."

د سیمې بل اوسېدونکی عالم ګل بیا وايي، طالبانو هم مقابل بریدونه کړي، خو د پاکستان له‌خوا د را توغوېدونکو هاوانونو او توپونو شمېر زیات دی او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

نوموړی زیاتوي: "طالبان هم موږ ګورو چې ډزې کوي، خو نه معلومېږي چې هاخوا کوم لوری په نښه کوي. د پاکستان له‌خوا مرمۍ راروانې دي او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په کونړ کې له ځايي چارواکو سره د پاکستان له‌خوا د شوېو بریدونو د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو کره معلوماتو واخلي، خو هېڅ یو چارواکی خبرو کولو ته حاضر نه شو.

خو د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت بیا وايي، دا بریدونه یې بې‌ځوابه نه دي پرېښي.

د دې وزارت د چارواکو له قوله، دوی دا خپل مسوولیت بولي چې د پاکستان له‌خوا د شوېو بریدونو پر وړاندې عکس‌العمل وښيي.

د طالبانو د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي ازادي راډیو ته وویل: "که له هغه لوري یو راکټ هم راغلی وي، له دې لوري هم ځواب ورکړل شوی. مطلب دا چې موږ بې‌‌تفاوته نه شوو پاتې کېدلی، ځواب ورکوونکي یوو او ځواب ورکوو."

پرون جمعه (د مرغومي ۳مه) د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح‌الدین هم ننګرهار او کونړ ته تللی و.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له‌خوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه چې پرون خپره شوه، د ښاغلي فصیح‌الدین له قوله لیکل شوي، ښه ګاونډیتوب ته ژمن دي، خو که پر خاوره یې تېری وشي، پر وړاندې یې غلي نه پاتې کېږي.

وروستیو کې په ننګرهار او کونړ کې پر ډېورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ کشمکشونه زیات شوي دي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د ننګرهار ولایت د استخباراتو رییس د لعل پورې ولسوالۍ په پلوڅۍ سیمه کې د پاکستاني عسکرو له‌خوا د اغزن تار د غځولو مخنیوی کړی و.

هاخوا د جمعې په ورځ د پاکستان په پارلمان کې په پیپل ګوند پورې اړوند د پارمان ځینو غړو د بهرنیو چارو وزیر څخه غوښتنه کړې چې د افغان طالبانو له خوا د اغزن تار لېرې کولو په تړاو دې له دوی سره معلومات شریک کړي.

خو د افغانستان پر خاوره د توپ او توغندیو د بریدونو په اړه بیا ډېر ځله د دغه هېواد چارواکي او رسنۍ غلې وي او څه نه وايي.

پر کونړ د هاوان او توپونو بریدونه د پخواني جمهور رییس حامد کرزي له واکمنۍ پیل شوي او تر اوسه روان دي.

له هغه تر نننه پاکستان د دې ستونزې د حل ژمنه کړې، خو تر اوسه دا معلومه نه ده چې د دې بریدونو هدف څه دی؟

د ښاغلي کرزي او ښاغلي اشرف غني حکومتونو هم دا واضحه کړې نه وه چې پاکستان د ولې د کونړ او ننګرهار ولایت په ځینو سیمو د توپونو او توغندیو بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG