د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

پر کونړ د پاکستان تازه بریدونه؛ خلک: طالبانو د ډز ځواب په ډزو ورکړی


ارشیف، د کونړ غرونه
ارشیف، د کونړ غرونه

د کونړ اوسیدونکي او چارواکي وايي، نن یو ځل بیا پاکستانیو ځواکونو د کونړ پر شلتن او سرکاڼو ولسوالیو د توپونو ډزې کړي چې د طالبانو د کلک غبرګون سره مخ شوي او د ډز ځواب يې په ډزو ورکړی دی.

د کونړ پر سرکاڼو او شلتن ولسوالۍ د جمعې ورځې مازدیګر مهال د پاکستان پوځ د توپونو او نورو درنو وسلو ډزې کړي.

د خلکو په وینا چې د توپونو راتوغول شوې ګولۍ د شلتن په سنو، چوګام او د سرکاڼو ولسوالۍ پر ګنجګل او باروګۍ سېمو لګیدلي چې تراوسه يې د ځاني تلفاتو په اړه کوم خبر نشته.

دوي وايي، د پاکستانیو توپچي بریدونو په ځواب کې طالبانو هم له اسمار او سرکاڼو د ډي سي توپونو ډزې کړي او د ډز ځواب یې په ډزو ورکړی.

د کونړ یو تن اوسیدونکی خان محمد وايي: "نن چې د پاکستان له لوري پر شلتن او سرکاڼو د توپونو ډزې وشوې، نو د اسلامي امارت سرتیرو هم پرې له اسمار او سرکاڼو ولسوالیو پر پاکستان د ډي سي توپونو ډزې وکړي. دا زموږ د کونړ د ولسونو غوښتنه وه."

طالب چارواکي هم مني چې د دوی وسله والو د پاکستانيو ځواکونو د توپچي بریدونو ځواب ورکړی، خو د موضوع د حساسوالي له امله د نوم او غږ خپرولو څخه ډډه کوي.

کونړ کې طالبانو پاکستانیو ځواکونو ته په داسې حال کې د ډزو ځواب په ډزو ورکوي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځ د ننګرهار لعل پورې ولسوالۍ اړوند پلوڅۍ کې اغزن سیم غځولو، خو طالبانو يې مخه ونیوله او اغزن سیم يې ترې راوړ.

طالب چارواکي هم مني چې د دوی وسله والو د پاکستانيو ځواکونو د توپچي بریدونو ځواب ورکړی
طالب چارواکي هم مني چې د دوی وسله والو د پاکستانيو ځواکونو د توپچي بریدونو ځواب ورکړی

هغه ویډیوګانې چې ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي په کې د ننګرهار ملي امنیت سرپرست رئیس ډاکټر بشیر ښکاري چې پاکستانیو عسکرو ته تُندې خبرې کوې او ورته وايي، نور باید له وړاندې راتګ ډډه وکړئ.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست رسنیو ته په لېږلي خبرپاڼه کې لیکلي چې د طالبانو د دفاع وزارت لوي درستیز قاري فصیح الدین (فاتح) د ننګرهار لوړ پوړو چارواکو سره دغه سېمې ته تللی او هلته يې ویلي چې اسلامي امارت ټولو ګاونډیو سره ښه ګاونډیتوب غواړي، خو که څوک د افغانستان د ځمکې نیولو او دلته د ستونزو پیدا کولو هڅه کوي، نو دوی هم غلي نه شي پاتې کیدای.

د ښاغلي فاتح دغه خبرې د ټولنیزو رسنیو د یو شمېر کارونکو له خوا ستایل شوي دي.

پاکستان تراوسه د نوو توپچي بریدونو، د هغوی له خوا په لعل پوره کې د اغزن سیم غځولو او د طالب چارواکو د غبرګون په اړه څه نه دي ویلي.

له ۲۰۱۰ زیږدېز کال راپه دېخوا د کونړ او د هېواد په یو شمېر سېمو د پاکستان پوځ توپچي بریدونه کوي.

د سېمې اوسیدونکي وايي، په دغو بریدونو کې تراوسه په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ يې کډوال کړي دي.

د دوی په خبره چې په ډیرو ځایونو کې پاکستانی پوځ له ډیورنډ کرښې وړاندې راغلي ،اغزن سیمونه يې غځولي او د خلکو د تګ راتګ مخه يې نیولې ده.

XS
SM
MD
LG