د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د یو ډالر بیه ۱۱۰ افغانۍ ته ورسېده؛ صرافان وايي طالبان دې نړیوالې غوښتنې ومني


د کابل شهزاده سرای کې یو صراف
د کابل شهزاده سرای کې یو صراف

په هېواد کې د اسعارو د بدلولو تر ټولو ستر مرکز، سرای شهزاده د صرافانو ټولنې غړي وايي، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

د دې ټولنې د رهبرۍ غړی حاجي زیرک ازادي راډیو ته وویل، نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۲۱» یو ډالر په ۱۱۰ افغانۍ تبادله کېږي.

ښاغلي زیرک ازادي راډیو ته وویل: "موږ له دې وړاندې هم له افغانستان بانک سره تماس نیولی و ترڅو هغوی په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. هغوی باید مداخله وکړي او په دې برخه کې د دوی مداخلې ته اړتیا ده. تقاضا زیاته ده، خو په سرای شهزاده مارکېټ کې د ډالرو له کمښت سره مخ یوو او موږ ډالرو ته اړتیا لرو."

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.
د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

د افغانیو په مقابل کې د ډالرو د بیې لوړېدو کابل ښاریان هم اندېښمن کړي دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی سلیمان د ډالرو د بیې لوړېدو په تړاو ازادي راډیو ته وايي: "خلک د خوړو اخیستو لپاره پیسې نه‌لري. د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي. کله چې د ډالرو بیه لوړېږي د خوراکي توکو قیمتونه هم ورسره پورته ځي. د طالبانو له حکومت غواړو چې دغه وضعیت کنټرول کړي، کنه خلک به له لوږې مړه شي."

د کابل ښار اوسېدونکې زرمینه هم ورته خبره کوي: "قیمتي خپل اوج ته رسېدلې ده. سوداګر هم د قیمتۍ لامل د ډالرو لوړوالی یادوي."

د کابل په منډوي کې یو تن دکاندار طلا محمد وايي، د افغانیو مقابل کې د ډالرو لوړوالی د خوراکي توکو په بیو مستقیم اغېز لري.

کابل منډوي
کابل منډوي

د کابل په سرای شهزاده کې یو شمېر صرافان وايي چې د افغانیو مقابل کې د ډالرو د بیې بېرته ټیټېدل د هېواد سیاسي وضعیت پورې تړاو لري او اړتیا ده چې طالبان د مېرمنو او نجونو په شمول د افغانستان د اوسېدونکو د بشري حقونو د تأمین لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

صرافان د طالبانو له حکومت غواړي چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه کنټرول کړي، کنه نو دا وضعیت به د افغانستان اوسېدونکي له یو ستر ناورین سره مخ کړي.

مهدي په کابل او ننګرهار کې صرافان دي.

ده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ډالرو مقابل کې د افغانیو د بیې کنټرول لار، سیاسي حل‌لار ده، ځکه موږ پوهېږو چې سیاست او اقتصاد له یو بل سره مستقیمه اړیکه لري. هغه شرایط چې نړیوالې ټولنې طالبانو ته وړاندې کړي دي، باید د حکومت له‌خوا حل شي او هغوی دې مېرمنو او اقلیتونو ته درنای وکړي. د دې ترڅنګ دې نړیواله ټولنه هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، همدا شان دې افغانستان بانک هم عملي اقدامات وکړي."

د کابل په بازارونو کې یو ډالر په ۱۱۰ افغانۍ بدلېږي
د کابل په بازارونو کې یو ډالر په ۱۱۰ افغانۍ بدلېږي

ازادي راډیو په دې برخه کې د افغانستان بانک او د طالب چارواکو د نظر اخیستو هڅه وکړه، خو د راپور خپرېدو تر وخته بریالۍ نه‌شوه.

په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت راهیسې د افغانیو مقابل کې د ډالرو بیه په بې‌سارې توګه لوړه شوې ده.

که څه هم د افغانستان بانک او طالب چارواکو په وار وار ټینګار کړی چې بازارونو کې د اسعارو بیې کنټرولوي، خو د دغه هېواد اوسېدونکي نیوکه کوي چې ګوندې د طالبانو حکومت د کړکېچ د کنټرول لپاره واضح طرحه نه‌لري.

XS
SM
MD
LG