د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د 'انرژۍ او وسلو د پلور' سرمشریزه کې د ګدون لپاره هند ته د ولادیمیر پوتین سفر


(ښی-کین) د هند صدراعظم نرېندرا مودي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
(ښی-کین) د هند صدراعظم نرېندرا مودي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د ډسمبر په شپږمه نېټه هند ته سفر وکړ. دی به هلته د انرژۍ او وسلو د پلور په برخه کې په سرمشریزه کې ګدون وکړي.

د کرونا وبا له پیل راهیسې دا د پوتین دوهم سفر دی چې له خپل هېواده دباندې يې کوي. لومړی ځل سفر یې په جون میاشت کې د جنیوا په سرمشریزه کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د لیدو لپاره کړی وو.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې هند د ۵،۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د روسیې د پرمختللي «S-400» د توغندیو هوایي دفاعي سیستم عرضه کول پیل کړي چې په احتمالي توګه نوې ډېلي د بندیزونو په چوکاټ کې راولي.

کله چې د ناټو متحد هېواد، ترکیې ورته سیستم وپېره، د امریکا له بندیزونو سره مخامخ شو او د امریکا له مخالفانو سره د مبارزې لپاره د بندیزونو له قانون یا (CAATSA) څخه په استفاده انقره له «F-35» جنګي جېټ پروګرام څخه وایستل شوه.

د امریکا «F-35» جنګي جېټ الوتکې
د امریکا «F-35» جنګي جېټ الوتکې

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د نومبر په ۲۳مه خبریالانو ته وویل، امریکا پرېکړه نه‌ده کړې چې ایا هند ته له «CAATSA» څخه معافیت ورکړي که څنګه.

ده زیاته کړه چې له هند سره دفاعي اړیکې امریکا او هند دواړو ته اهمیت لري او په دې اړه خبرې روانې دي.

هند په دې باور دی چې په دې برخه کې به امریکا ورتېره شي. د هند د دولت په چارو کې دفاع وزیر اجې بهټ تېره اوونۍ پارلمان ته وویل چې حکومت د امریکا له احتمالي بندیزونو خبر دی، خو د خپل هېواد د دفاعي اړتیاوو پر بنسټ به خپلواکې پرېکړې وکړي.

بهټ وویل، «S-400» د خپلې عملیاتي وړتیا له کبله یو پیاوړی سیستم دی چې یوې لویې سیمې ته د دوامداره او اغېزناک هوایي دفاع سیستم برابروي.

ده زیاته کړه چې د دې سیستم په نصبولو سره به د هېواد د هوايي دفاع وړتیا د پام وړ لوړه شي.

د نړۍ تر ټولو لویه ډيموکراسي هند د امریکا، جاپان او استرالیا سره د کواډ ګروپ غړی دی چې دا ګروپ د هند په ارام سمندرګي کې د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره د یوه بلاک په توګه راپورته شوی او نوې ډېلي واشنګټن ته مهم شریک دی.

هند، چین ته له تر ټولو لویو امنیتي تهدیدونو په سترګه ګوري. په ۲۰۲۰م کال کې دواړو اټمي قدرتونو له یو بل سره د همالیه پر جنجالي پوله وړې نښتې وکړې چې په نتیجه کې يې دواړو خواوو ته ګڼ تلفات واوښتل.

د روسیې «S-400» دفاعي سیستم
د روسیې «S-400» دفاعي سیستم

هند په پام کې لري چې په شمال لوېدیځ کې د چین او اټمي قدرت لرونکي سیال پاکستان سره جنجالي پولو ته څېرمه «S-400» دفاعي سیستم ځای پر ځای کړي.

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې «S-400» سیستم به د راتلونکي کال په پیل کې فعال شي.

د ستاکهولم نړیوالې سولې څېړنیز مرکز د معلوماتو له مخې هندوستان تر ټولو زیاتې وسلې له روسیې څخه پېري چې له ۲۰۱۶م څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې په نړۍ کې د مسکو د وسلو د صادراتو ۲۳ فیصده برخه وه.

د همدې راپور له مخې هند غواړي چې نورې د شوروي د وختونو جوړې روسۍ وسلې وانه‌خلي او له همدې کبله‌یې په دفاعي برخه کې له فرانسې، اسرائیل او امریکا څخه وسلې پېرل پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG