د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

افغانستان کې د زعفرانو حاصلات کم، خو بیه‌يې لوړه شوې


هرات کې یو شمېر مېرمنې د زعفرانو له ګلانو د زعفرانو د ترلاسه کولو پر مهال
هرات کې یو شمېر مېرمنې د زعفرانو له ګلانو د زعفرانو د ترلاسه کولو پر مهال

په افغانستان کې د زعفرانو د حاصلاتو په کچه کې ۶۰ سلنه کمښت، خو د هېواد په بازارونو کې يې د بیو لوړوالی.

په افغانستان کې د زعفرانو د کښت ملي ټولنه وايي روان کال د وچکالۍ له امله د زعفرانو په حاصلاتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د دې ټولنې مسؤلین وايي چې په روان کال کې تر دې دمه زعفرانو ۱۰ ټنه حاصل ورکړی په داسې حال کې چې تېر کال‌يې حاصل ۲۲ ټنه وو.

شکور ایثار چې په افغانستان کې د زعفرانو د لومړنیو کروندګرو له ډلې دی ۲۰ کاله وړاندې يې له خپل پلار سره یوځای په هرات کې زعفران وکرل او نور کروندګر يې هم دغه کښت ته وهڅول.

نوموړی چې د زعفرانو د کښت او حاصل په برخه کې پوره تجربه لري وايي وروستیو وچکالیو د زعفرانو کښت سخت ځپلی دی.

هرات کې د زعفرانو یو سوداګر
هرات کې د زعفرانو یو سوداګر

د ښاغلي ایثار په وینا د زعفرانو د حاصل کمښت لامل شوی چې په هېواد کې يې بیې خورا لوړې شي، خو بهر ته د پروازونو د نه‌موجودیت له امله نه‌شي کولای بهرنیو سوداګرو ته د افغانستان زعفران ورسوي.

دی زياتوي: "موږ په بهر کې ډېر پېرېدونکي لرو، خو اوس نه‌شو کولای چې زعفران ورته واستوو، هغه لاملونه چې بهر ته‌يې د زعفرانو د صادراتو مخه نیولې له نورې نړۍ افغانستان ته د پیسو انتقال دی چې نه‌شي ترسره کېدای په همدې خاطر موږ ځیني پېرېدونکي له لاسه ورکړل او قراردادونه مو وځنډېدل."

په تېرو کلونو کې د زعفرانو کرندوګرو د ټيتو بیو له امله شکایت کاوه، خو سږ کال د دغه حاصل د یو کیلو بیه له ۳۰ زرو نه تر ۱۰۰ زره افغانیو لوړه شوې ده.

د سرې طلا د شرکت او د زعفرانو د صادراتو د ملي ټولنې رئیس عبدالشکور احراري که څه هم د زعفرانو د بیو په لوړېدو خوښ دی، خو د زعفرانو د صادروونکو په وړاندې د هوايي دهلېزونو تړل لویه ستونزه یادوي.

امریکا د افغانستان د زعفرانو د پلور له عمده بازارونو ګڼل کېږي، د دې ترڅنګ، استرالیا، سویس، هند او ترکیه نور هغه هېوادونه دي چې د افغانستان زعفران په‌کې پېرېدونکي لري.

د افغانستان د هرات ولایت د زعفرانو حاصل
د افغانستان د هرات ولایت د زعفرانو حاصل

د ښاغلي احراري په خبره د افغانستان زعفران معمولاً د هوايي دهلېزونو له لارې صادرېدل، خو له تېرو څلورو میاشتو له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي او نړیوال پروازونه محدود شوي د زعفرانو صادرات نه‌لري.

ښاغلی احراري وايي: "له بده مرغه تر اوسه هم د زعفرانو د صادراتو په برخه کې ستونزه لرو، ځکه تاسې پوهېږئ چې زعفران د سرې طلا په توګه له یو تر ۵۰، ۱۰۰ سل کیلو صادرېږي چې دا د ځمکې له لارې نه‌وړل کېږي، باید د هوا له لارې یوړل شي، خو دا چې تر اوسه بهرني پروازونه نه‌شته، نو دا یوه لویه ستونزه ده، موږ هیله لرو چې ژر تر ژره بهرني پروازونه خلاص شي چې موږ خپل دا صادرات بهر ته ورسوو."

هڅه مو وکړه د هوايي دهلېزونو د خلاصېدو په اړه د طالبانو حکومت نظر ولرو، خو له ډېرو هڅو سره سره‌يې ویاندویان په دې اړه خبرو کولو ته چمتو نه‌شول.

د زعفرانو د تولید، پروسس او بسته‌بندۍ زیاته برخه مېرمنې پر مخ وړي چې د زعفرانو د ګل کېدو پر مهال په کارونو مشغولې وي.

هرات کې یو شمېر مېرمنې د زعفرانو له ګلانو د زعفرانو د ترلاسه کولو پر مهال
هرات کې یو شمېر مېرمنې د زعفرانو له ګلانو د زعفرانو د ترلاسه کولو پر مهال

جمیله عزیز وايي خوښه ده چې په اوسنیو شرایطو کې چې فقر او بې‌کاري اوج ته رسېدلې د کار کولو فرصت ورته شته.

دا زیاتوي: "فکر کوم د افغانستان اقتصادي وضعیت ډېر ښه نه‌دی، خو د تېرې مودې په خلاف اوس کار کوم او کومې پیسې چې ترلاسه کوم د کورنۍ د نفقې ګوزاره مې پرې کېږي."

سحر بله هغه مېرمن ده چې په هرات ولایت کې د زعفرانو د پروسس په برخه کې کار کوي، وايي دومره پیسې ترلاسه کوي چې د کورنۍ ګوزاره‌يې پرې کېږي.

سحر وايي: "کومې پیسې چې دلته ګټم کور مې پرې چلوم، خوښه یم چې دلته راځم او زعفران پاکوم، دا یو ښه کار دی، دلته نورې ډېرې مېرمنې هم په کار اخته دي او په وړاندې يې هېڅ خنډ نه‌شته."

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د وروستیو شمېر پر بنسټ د دې هېواد د ۳۴ ولایتونو په ۸ زره هکتاره ځمکه کې زعفران کرل کېږي.

هرات کې یو شمېر افغان مېرمنې د زعفرانو د ګلانو د ټولولو پر مهال
هرات کې یو شمېر افغان مېرمنې د زعفرانو د ګلانو د ټولولو پر مهال

له دې ډلې د هرات زعفران په افغانستان کې لومړی مقام لري او د ښه کیفیت له امله د مینه‌والو په منځ کې مشهور دي.

تېر کال د افغانستان زعفرانو په نړیواله کچه د خوند له مخې څلورم مقام خپل کړی و، خو سږ کال چې په دې هېواد کې د وچکالۍ له امله د زعفرانو حاصلات کم شوي او د بهرنیو پروازونو د نه‌موجودیت له امله‌يې بهر ته صادرات هم صفر دي، معلومه نه‌ده چې نړیوال به د افغانستان د زعفرانو له ذایقې برخه‌من شي کنه.

XS
SM
MD
LG