د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

داعش کابل کې د وروستۍ چاودنې مسؤلیت ومانه؛ متقي: دا ډله ورځ تر تر بلې کمزورې کېږي


افغان ټپي ماشوم اېمرجنسي روغتون ته د انتقالولو پر مهال
افغان ټپي ماشوم اېمرجنسي روغتون ته د انتقالولو پر مهال

په داسې حال کې چې داعش ډلې په کابل کې، د شنبې ورځې د ماښام چاودنې مسؤلیت ومانه، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، یاده ډله ورځ تر بلې کمزورې کېږي.

روېټرز خبري اژانس لیکي، دې ډلې په خپل تلګرام د دې پېښې مسؤلیت منلی. طالبانو په دې پېښه کې د یوه تن د وژل کېدو او دوو نورو ټپي کېدل تأیید کړي، خو روېټرز د وژل شویو شمېر ۶ او ټپیان ۷ تنه ښيي.

داعش ډلې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ۵ لویې او یو شمېر وړې حملې کړي چې د طالبانو په ګډون‌یې ملکي وګړي هم هدف ګرځولي.

د داعش له لویو بریدونو ۳ یې په کابل، یو په کندز او یو په کندهار کې شوي، خو وړې حملې یې بیا د افغانستان په ختیځ ننګرهار او پلازمېنه کابل کې دي.

د کندز په یوه مسجد کې د داعش ځانمرګی برید
د کندز په یوه مسجد کې د داعش ځانمرګی برید

دا ټول بریدونه په ډېر شمېر مرګ‌ژوبله لري، خو له دې ټولو سره سره، طالبان د داعش ګواښ جدي نه‌بولي.

یو ځل بیا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان مقتي ویلي، داعش ډله دوی ځپلې او ورځ تر بلې کمزورې کېږي.

ښاغلي مقتي د پاکستان له خېبر نیوز ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، داعش د افغانستان په ۷۰ سلنه خاوره کې بشپړ له‌منځه تللی او په پاتې ۳۰ سلنه خاوره کې یې هم فعالیت ورځ تر بلې کمېږي.

د امیر خان متقي په خبره، داعش په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره هېڅ ډول بهانه او مشروعیت نه‌لري او ښه ده چې له ورانۍ لاس واخلي.

متقي وایي: "په نویو سیمو کې داعش پټ و او راپورته شو. په دې سیمو کې هم د دوی فعالیت زیات شوی نه‌دی، بلکې ورځ تر بلې کمېږي. له دې معلومېږي چې زموږ عملیات، فعالیت او په سیمو زموږ کنټرول ورځ تر بلې ښه کېږي. موږ هیله لرو چې راتلونکې به له دې ستونزې خلاص شو. موږ له داعش هم دا غوښتنه کوو چې ولې جنګ او د څه لپاره جنګ کوي؟"

امیر خان مقتي ویلي، داعش ډله دوی ځپلې او ورځ تر بلې کمزورې کېږي.
امیر خان مقتي ویلي، داعش ډله دوی ځپلې او ورځ تر بلې کمزورې کېږي.

ښاغلی متقي په رسنیو هم نیوکه کوي چې د افغانستان ناسم تصویر خپروي او د دوی د حکومت پر وړاندې جنګي پالېسي پر مخ وړي.

خو شنونکي وايي، د طالبانو حکومت د داعش ګواښ ته په ډېره ټیټه کچه ګوري او دا یې لویه تېروتنه ده.

شنونکي شفیق همدم ازادي راډیو ته وویل: "د مخکېني نظام د نسکورېدو یوه تېروتنه دا وه، لکه د طالبانو په څېر یې حقایق پټول او نه‌یې غوښتل خلک او رسنۍ په امنیتي ګواښونو پوه شي. اوس طالبان همدا تېروتنه تکراروي. دا خبره هم جوته ده چې داعش داسې یو ډول ګواښ دی چې نه‌یوازې طالبان، بلکې د سیمې ګاونډي هېوادونه او د نړۍ ستر ځواکونه لکه امریکا، اروپايي ټولنه، چین او روسیه هم ګواښي."

شفیق همدم وايي، د طالبانو حکومت د داعش ګواښ ته په ډېره ټیټه کچه ګوري او دا یې لویه تېروتنه ده.
شفیق همدم وايي، د طالبانو حکومت د داعش ګواښ ته په ډېره ټیټه کچه ګوري او دا یې لویه تېروتنه ده.

په کابل کې د شنبې د ماښام له چاودنې وړاندې د جمعې په ورځ د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې هم د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې په‌کې ۳ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

دا ډول پېښې په ټوله کې د افغانستان د تل‌پاتې امنیت او ثبات لپاره راټوکېدلې هیلې له ګواښ سره مخ کوي.

هاخوا د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم وروستیو بریدونو ته په اشاره وايي، هېواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره لا ډېر واټن شته.

هاخوا د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزي وايي، هېواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره لا ډېر واټن شته.
هاخوا د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزي وايي، هېواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره لا ډېر واټن شته.

ښاغلي کرزي پرون د افغانستان د نویو بدلونونو په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو په انلاین غونډه کې ویلي، اسلامي ټولنه د سخت‌دریځۍ له ګواښ سره مخ ده او ځیني هڅه کوي چې دین د بدبینۍ او وژنو لپاره وکاروي.

حامد کرزي دې غونډې ته وینا کې داعش هم یوه بهرنۍ وارداتي پدیده وبلله او زیاته‌یې کړه چې دا ډله د افغانستان له تاریخ او کلتور سره هېڅ تړاو نه‌لري.

په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه یوه خوله دریځ نه‌شته. په مخکېني جمهوري نظام کې ان ځینو چارواکو دا ډله د طالبانو همکاره بللې وه چې ورسره نږدې اړیکې لري.

خو طالبان وايي، داعش ته د دښمن په سترګه ګوري او له واکمنېدو وړاندې یې هم ورسره په بېلابېلو ځایونو کې درنې نښتې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG