د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

ټام وېسټ: واشنګټن غواړي چې طالبان د داعش پرضد بریالي شي


د داعش وسله وال
د داعش وسله وال

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، متحد ایالاتونه په افغانستان کې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش د حملو د زیاتېدو په اړه اندېښمن دي او هم په دې هېواد کې د القاعده دوامداره حضور ته ژوره اندېښنه لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ټام وېسټ پرون دوشنبه (د لړم ۱۷مه) له بروکسله د ټیلیفون له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، واشنګټن غواړي چې طالبان د داعش پر ضد بریالي شي.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د القاعده حضور هم د دوی لپاره د اندېښنې وړ ده او دا هغه موضوع ده چې له طالبانو سره په خبرو کې یې تل راپورته کړي.

توماس وېسټ وايي، په افغانستان کې د القاعده حضور هم د دوی لپاره د اندېښنې وړ ده
توماس وېسټ وايي، په افغانستان کې د القاعده حضور هم د دوی لپاره د اندېښنې وړ ده

د رویټرز د راپور له مخې طالبان هم په دې وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له مخ په زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دي.

د امریکایي چارواکو په باور د اسلامي دولت سخت دریځه ډله یا داعش به وتوانیږي چې د شپږو نه تر دولسو میاشتو پورې له افغانستانه بهر بریدونه وکړي او القاعده به هم له یوه کال نه تر دوو کلونو پورې ورته وړتیا پیدا کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو نوي استازي همدا راز وویل، واشنګټن له طالبانو سره د خپلو استخباراتي ادارو د خبرو بل پړاو ته تیاری نیسي.

ده وویل چې له طالبانو سره د امریکایي لوري بل پړاو خبرې به د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشي، خو د نېټې په اړه یې څه ونه ویل.

په پام کې ده ښاغلی وېسټ به چې تېره میاشت یې خپله دغه دنده پیل کړې، روانه اوونۍ پاکستان، هند او روسیې ته هم ولاړ شي.

د رویټرز په لیکنه نوموړي په بروکسل کې په ناټو تړون کې خپلو متحدانو ته له طالبانو سره د خبرو په اړه معلومات ورکړل او له هغوی سره یې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره د لارې نقشې په اړه سلا ومشورې وکړې.

طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمایي کې کابل ونیو او وروسته یې سرپرست حکومت اعلان کړ.

وېسټ وویل، طالبانو ډانګ پیلي او ښکاره ویلي چې غواړي له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې ولري چې بېرته له افغانستان سره د مرستو بهیر پیل شي او د نړیوالو ډپلوماټیکه ټولنه بېرته په کابل کې ولیدل شي او پر دوی لګول شوي بندیزونه لېرې شي، خو د ده په وینا متحده ایالات دا یو شی هم په یوازې توګه نه شي کولی.

تر اوسه هېڅ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

له کله چې طالبان واک ته رسیدلي، په دې هېواد کې اقتصادي او بشري ستونزې لا ډېرې شوي چې د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو لورو یې د ناورینونو خبرداري ورکړي دي.

وېسټ وویل، طالبانو ډانګ پیلي او ښکاره ویلي چې غواړي له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې ولري
وېسټ وویل، طالبانو ډانګ پیلي او ښکاره ویلي چې غواړي له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې ولري

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ داسې مهال د سیمې هېوادونو ته ځي چې روانه اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو به د افغانستان په مساله کې ښکېل د سیمه د دوو لوبغاړیو پاکستان او هند پلازمېنې، د افغانستان په اړه د غونډو کوربنې وې.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د جهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې په جوړېدونکې غونډه کې به د ایران، روسیې او د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو استازي برخه واخلي.

د هند سیال پاکستان ویلي، استازی به یې دې غونډه کې ګډون ونه کړي او د سیمې بل مهم لوبغاړي چین هم تراوسه نه دي ویلي چې ایا خپل استازی دې غونډې ته استوي او که نه؟

د افغانستان په اړه د اسلام اباد په غونډه کې به چې د ترویکا په نوم یادیږي او ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ به ترسره شي، د روسیې، امریکا او پاکستان استازي ګډون وکړي.

د دغو په درشل کې طالبانو هم پرون دوشنبې تایید کړه چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي به د پاکستان په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر وکړي.

د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي صاحب کیدای شي د یوه پلاوي په ملتیا پاکستان ته رسمي سفر وکړي. هغوی دعوت ورکړی دی او طبیعي خبره ده چې هلته به د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا او همداسې د امنیتي او تجارتي مشکلاتو پر سر به خبرې کوي."

ښاغلي وثیق پاکستان ته د ښاغلي متقي د سفر کره نېټه ونه ښوده، خو که نوموړی دغه سفر ترسره کړي دا به له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، اسلام اباد ته په ښکاره د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي لومړنی رسمي سفر وي.

د پاکستان د صدراعظم عمران خان په ګډون د دې هېواد چارواکي ډېره هڅه کوي چې نړیوال د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني او ورسره عادي اړیکې ټینګې کړي.

XS
SM
MD
LG