د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

د امریکا ولسمشر د پولنډ-بېلاروس په پولو کې وضعیت د اندېښنې وړ بللی


د پولنډ – بېلاروس پر پوله د کډوال وضعیت
د پولنډ – بېلاروس پر پوله د کډوال وضعیت

د پولنډ – بېلاروس په پوله کې وضعیت ورځ تر بلې مخ په کړکېچنېدو دی.زرګونه پناه غوښتونکي په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو د عسکرو تر منځ ایسار دي دغې پولې سره دېره شوي او غواړي پولنډ ته ننوځي.

ګڼو رهبرانو په دې وضعیت اندېښنې ښودلي او تازه د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په دې تړاو څرګندونې کړي: "زه فکر کوم دا یوه لویه اندېښنه ده. موږ خپله اندېښنه روسیې سره شریکه کړې ده. موږ همدا راز خپل تشویش بېلاروس ته رسولی دی. زه فکر کوم دا یوه ستونزه ده."

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

بایډن دا عکس العمل سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وکړه.

ولسمشر بایډن د پولنډ – بېلاروس په پوله کې د رامنځته شوي وضعیت په تړاو داسې وخت اندېښنه وښوده چې

مرستیالې یې کمالا هاریس فرانسې ته په سفر کې هم ورته څرګندونې کړې دي.

اغلې هارېس د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره تر لیدنې وروسته یوه کنفرانس کې وویل: "بېلاروس په ډېر لانجمن فعالیت بوخت دی.

ټوله نړۍ او مشران یې هغه څه چې هلته پېښېیږي څاري."

اروپايي ټولنې بېلاروس په دې تورن کړی چې د کډوالو له مسالې د یوه جنګي تکتیک په توګه کار اخلي.

د دوی په خبره مېنسک د جنګ ځپلو او وروسته پاتو هېوادونو پناه غوښتونکو ته لار ورکوي او د سرحد په لور یې ټېل وهي.

د جوبایډن مرستیالې کمالا هاریس وویل، بېلاروس په ډېر لانجمن فعالیت بوخت دی.
د جوبایډن مرستیالې کمالا هاریس وویل، بېلاروس په ډېر لانجمن فعالیت بوخت دی.

د اروپايي ټولنې چارواکي همدا راز وایي، د بېلاروس پالیسیانې ټولې په دې عیارې شوي چې څنګه د مستبد رهبر الکساندر لوکاشینکو په رژيم د لګېدلو بندیزونو غچ واخلي.

لوکاشینکو او رژیم یې د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګسټ تر لانجمنو او کړکېچنو انتخاباتو وروسته د مظاهره چیانو په سختې ځپنې تورن دي او له امله یې د اروپايي ټولنې له خوا پراخ بندیزونه پرې لګېدلي دي.

پولنډ د سرحدي سیمې د امنیت د لا ټینګښت په هدف ۱۲ زره پوځيان ځای پر ځای کړي دي.

بېلاروس هم خپل زرګونه عسکر او تجهیزات سیمه کې ځای پر ځای کړي او هم د خپلې لویې ملاتړې روسیې له هر اړخیزه پوځي حمایته ګټه اخلي.

روسیې د بېلاروس د ملاتړ په هدف خپلې الوتکې هم هوا ته پورته کړي او د راپورونو له مخې دوه عسکر یې د فراشوټ په تمرینونو کې پرون وژل شوي هم دي.

له دې ټولو سره-سره بېلاروس ویلي چې ځینې کډوال یې بېرته د هغوی اصلي هېوادونو ته استولي دي.

ګڼو هوايي شرکتونو هم د نوومبر له دولسمې د ترکیې او بېلاروس ترمنځ د پروازونو شمېر کم کړی څو د کډوالو د ورتګ مخه ډب کړي.

XS
SM
MD
LG