د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

د ځینو ښوونکو اعتصاب؛ شنونکي: د پرانیستو ښوونځیو د تړلو وېره شته


کابل کې یو ښوونځی
کابل کې یو ښوونځی

په کندهار ولایت کې د یو شمېر ښوونکو کاري اعتصاب دا اندېښنې پیدا کړې،که افغان ښوونکو ته د دوی معاشونه ور نه کړل شي، دا وېره شته چې پرانیستې ښوونځي هم وتړل شي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ښوونکي وايي، له څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي او له دې امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د غزني ولایت یو ښوونکی ننګیالی پویا وايي: "زموږ یوازینۍ هیله دا وه چې موږ معاشونه واخلو، څو د خپلې کورنۍ لپاره اړین مواد وپېرو، خو له بده مرغه تراوسه زموږ معاشونه نه دي راکړل شوي او حیران پاتې یو چې څه وکړو؟ اوس له پخواني پس اندازه استفاده کوو چې دا خلاص شي موږ مجبوره یو ښوونځي پرېږدو او د کار لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شو، دا یوازې زه نه یم ټول ښوونکي ورته ستونزې لري."

په ارغنداب کې یو ښوونکی
په ارغنداب کې یو ښوونکی

په ننګرهار ولایت کې ښوونکی سبحان باوري هم له ورته یو وضعیت سره مخ دی: "کابو ۱۲۰ ورځې یعنې څلور میاشتې کېږي چې موږ خپل معاشونه نه دي اخیستي، د کلي هټیوال هم تر دې وروسته موږ سره معامله نه اوږدوي، همدا معاش دی چې موږ د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پرې په ډېر مشکل سره پوره کوو. خدای دې حالت ښه کړي، که ښه نه شي، زه او نور استادان ناچاره یو چې دندې پرېږدو."

د چارو پوهه د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو د ملي ټولنې مشره نعیمه غني هم دې وضعیت ته اندېښمنه ده او وايي، که حالت همداسې دوام وکړي ډېری زده کوونکي به د ښوونکو د نه شتون له امله له زده کړو بې برخې شي.

اغلې غني ازادي راډیو ته وویل، په کار ده چې د ټولو کار کوونکو په ځانګړي ډول د ښوونکو معاشونه په وخت ورکړل شي.

په کندهار ولایت کې یو شمېر ښوونکو د شنبې په ورځ له دې امله کاري اعتصاب کړی چې د دوی په خبره د څلورو میاشتو معاشونه یې نه دي ورکړل شوي.

د کندهار ولایت د ښوونکو ټولنې مسوولانو ګواښ کړی، که ښوونکو معاشونه تر درېیو نورو ورځو هم ورنه کړل شي، د یاد ولایت یو ښوونکی به هم ښوونځي ته ولاړ نه شي.

ځايي مسوولینو بیا ویلي، د ښوونکو معاشونه حواله شوي، خو د بانکي ستونزو له امله یې تر اوسه نه دي اخیستي.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت وايي، دوی د زمري د میاشتې معاشونه ټولو دولتي ادارو ته حواله کړي او د نورو میاشتو معاشونه به هم ورکړل شي.

د دغه وزارت د مطبوعاتو مسوول حامد ارغندیوال ازادي راډیو ته وویل، کومو کار کوونکو چې خپل معاشونه نه دي اخیستي ستونزه یې په خپلو ادارو کې ده: "مالیې وزارت د اسد د میاشتې معاشونه ټولو دولتي ادارو ته حواله کړي، کومو کار کوونکو چې دا معاشونه نه دي اخیستي، ستونزه یې په خپلو ادارو کې ده، کله یې چې د راپور له مالیې وزارت سره شریک شو، د دوی معاشونه به هم ډېر ژر اجرا شي."

مخکې تر دې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونیسف ژمنه کړې وه چې داسې یو سیسټم به جوړ کړي چې افغان ښوونکو ته په مستقیم ډول معاشونه ورکړي.

د افغانستان لپاره د یونیسف د تعلیمي برخې مشرې جینیت فوګلار رویټرز خبري اژانس ته په استولي ایمیل کې ویلي وه چې یونیسیف به په مستقیم ډول افغان ښوونکو ته معاش ورکوي پرته له دې چې دا پیسې د چارواکو له لارې معلمانو ته وسپاري.

ازادي راډیو هڅه وکړه، څو په دې اړه په کابل کې د دغې ادارې له مسوولینو سره خبرې وکړي، خو بریالۍ نه شوه.

XS
SM
MD
LG