د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

یونېسف: د یوه سیسټم له مخې به افغان ښوونکو ته مستقیم معاشونه ورکړو


په هرات کې یو ښوونکې خپلو زده کوونکو ته په درس بوخته ده.
په هرات کې یو ښوونکې خپلو زده کوونکو ته په درس بوخته ده.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ملاتړ صندوق ژمنه کړې ده چې داسې یو سیسټم به جوړ کړي چې افغان ښوونکو ته په مستقیم ډول معاشونه ورکړي.

یونېسف په داسې وخت کې دا ژمنه کړې ده چې نړیوالې ټولنې د طالبانو په مشرۍ له حکومت سره خپلې مرستې درولې دي.

د افغانستان لپاره د یونېسف د تعلیمي برخې مشرې جینیت فوګلار رویټر اژانس ته په استولي ایمیل کې څرګنده کړې ده چې یونېسف به په مستقیم ډول افغان ښوونکو ته معاش ورکوي پرته له دې چې دا پیسې د چارواکو له لارې معلمانو ته وسپاري.

یونېسف په داسې وخت کې دا ژمنه کوي چې افغان ښوونکي له طالبانو غواړي چې دا ستونزه یې ژر تر ژره حل کړي.

په خوست کې د بي بي خدیجې د ښوونځي ښوونکې فاطمې ازادي راډیو ته وویل، که د معاشونو غم ژر ونه خوړل شي، تر شپږمه چې د نجونو کوم ښوونځي پرانیستې دي هغه به هم وتړل شي: "کورني مشکلات د همدغه معاش له لارې حلوو، د خوراکي او غیرخوراکي موادو بیې لوړې شوي دي، نو له مسوولو چارواکو احترامانه هیله لرو چې زموږ ستونزې درک کړي، که په وخت دا مشکل حل نه شي ښایي د مکتبونو د تړلو باعث شي."

د افغانستان لپاره د یونېسف د تعلیمي برخې مشره مېرمن فوګلار په دې نظرده چې د افغان نجونو د زده کړو د ملاتړ تر ټولو غوره لاره دا ده چې د دوی د ښوونځیو او ښوونکو ملاتړ وشي او مرستندویان باید پرې نه ږدي چې د افغانستان ماشومان له زده کړو محرومه شي.

په کونړ کې د ښوونکو د منتخبې شورا مشر حیات الله توحیدي ازادي راډیو ته وویل چې بې معاشه ښوونځي تړل کېږي: "استادان ډېر غریبان دي، په کور کې یې که چرګ چرګوړی و، که مال و هغه یې خرڅ کړی دی نور څه نه لري. ځمکه نه لري، کوټه نه لري، کور نه لري چې خرڅ یې کړي او ځان ته خواړه واخلي، نو که دوی ته معاش ژر ورنه کړي امکان لري چې بیخي مکتبونو ته ولاړ نه شي ځکه چې دوی به مجبوره شي چې چېرته دیاړي وکړي یو څه پیدا کړي چې خپلو بچو ته یې راوړي."

وروسته تردې چې د اګسټ په پنځلسمه طالبانو کابل ونیو په افغانستان کې عامه خدمات په ځانګړي ډول د تعلیم او روغتیا برخې له بحران سره مخامخ شوي دي.

په کونړ کې د ښوونکو د منتخبې شورا مشر حیات الله توحیدي وویل چې بې معاشه ښوونځي تړل کېږي
په کونړ کې د ښوونکو د منتخبې شورا مشر حیات الله توحیدي وویل چې بې معاشه ښوونځي تړل کېږي

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ګڼو بهرنیو حکومتونو له بشري مرستو پرته په خپلو نورو مرستو بندیز لګولی دی.

څو میاشتې کېږي چې په افغانستان کې په عمومي ډول ښوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.

نړیواله ټولنه اندېښمنه ده چې طالبانو د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې پر تعلیم له کندز، بلخ، سمنګان او جوزجان پرته په نور افغانستان کې بندیز لګولی دی، خو روانه اوونۍ د طالبانو یوه چارواکي رویټرز اژانس ته وویل چې د نجونو د ښوونځیو د پرانېستو په برخه کې به ډېر ژر ښه خبر خپور شي.

د افغانستان د پوهنې په وزارت کې د بهرنیو پروګرامونو او مرستو د برخې مسوول وحید الله هاشمي وایي چې دوی د نجونو د ښوونځیو د پرانېستو په برخه کې په ځانګړي ډول له یونیسف او یو شمېر نورو نړیوالو موسسو سره کار کوي چې یوه ښه حل لاره پیدا شي.

د هاشمي په وینا چې دوی هره ورځ له دغو موسسو سره په ارتباط کې دي او غونډې ورسره لري څو دا ښوونځي پرانیزي.

XS
SM
MD
LG