د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

افغان عکاس او خبریال مسعود حسیني د بیان ازادۍ د 'ویلیام روډلف هیرسټ' جایزه وګټله


مسعود حسینی، عکاس مشهور افغانستان
مسعود حسینی، عکاس مشهور افغانستان

افغان عکاس او خبریال مسعود حسیني چې اوس هالنډ کې اوسېږي، د بیان ازادۍ په برخه کې د کالفورنیا سن خوزه پوهنتون د "ویلیام روډلف هیرسټ" جایزه وګتله.

دا جایزه یو ایوارډ او څه اندازه پیسې دي چې هر کال د دې پوهنتون د رسنیو او اړیکو څانګې له‌خوا هغو خبریالانو ته ورکول کېږي چې زړه‌ور کار یې کړی وي.

مسعود حسیني ازادي راډیو ته وویل، دا جایزه‌یې وروستیو کې د افغانستان د جګړې په اړه د خبر جوړونې او عکاسۍ له امله ګټلې ده.

دی زیاتوي: "ما سږ کال د افغانستان د وروستیو جګړو او د طالبانو له‌خوا د نظام د سقوط په اړه د خبري پوښښ په نتیجه کې دا جایزه وګټله. زه د کابل له سقوط وړاندې ولایتونو ته تللم."

د افغانستان دا نوموتی عکاس او خبریال وايي، د دې جایزې ګټل ورته ویاړ دی او په افغانستان کې به د خبریالانو په روحیه مثبت اغېز وکړي.

ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان
ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان

ښاغلی حسیني خپله جایزه هغو خبریالانو ته ډالۍ کوي چې په افغانستان کې یې قرباني ورکړې او یا هم اوس‌مهال هلته خبریالي کوي.

ښاغلی حسیني وايي: "دا جایزه هغو خبریالانو ته ډالۍ کوم چې وروستیو کلونو کې وژل شوي، یا هم افغانستان کې بند پاتې دي. هغه خبریالان چې له افغانستان تبعید شوي او په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو ته چې په افغانستان کې پاتې دي."

مسعود حسیني له یو شمېر نړیوالو معتبر رسنیو سره کار کړی او اوس هم په دنده بوخت دی. هغه مهال چې هغه د فرانسې خبري اژانس سره کار کاوه، په ۲۰۱۲ کال کې یې د پولیتزر جایزه وګټله.

د نوموړي هغه تصویر د دې جایزې ګټونکی شو چې افغانستان کې یې له ځانمرګي برید وروسته، له ځینو خلکو اخیستی و.

د ویلیام روډولف هرسټ جایزه به ۱۹۶۰ کال کې د خبریالانو د هڅونې او له دوی سره د ملاتړ په هدف اعلان شوه.

د امریکا پخوانی جمهور رئیس جان اف کنېډي هم د دې جایزې ګټونکی و.

کنېډي او مېرمن یې
کنېډي او مېرمن یې

مسعود حسیني داسې مهال دا جایزه ګټي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ډېر شمېر خبریالان له دغه هېواد ووتل او ځیني لا هم له ستونزو په ډک حالت کې پاتې او یا هم کار ته دوام ورکوي.

له رسنیو او خبریالانو سره د طالبانو چلند، په افغانستان کې د بیان او رسنیو د ازادۍ د راتلونکې په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

طالبانو که څه هم دا ډاډ هم ورکړی چې د بیان او رسنیو ازادۍ ته ژمن دي، خو تر خوا یې دا هم ویلي چې په دې برخه کې سرې کرښې لري.

د رسنیو او بیان ازادۍ په اړه تر ډېره د طالبانو د حکومت چلند روښانه نه‌دی، ځکه د دوی د واکمنۍ په بیاځلي پیل سره سم، ډېر شمېر ښځینه خبریالانې په کور شوې او یا هم له افغاستان ووتې.

په طالبانو د رسنیو د سانسور تور هم دی، خو دوی یې ردوي.

د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې په دې وروستیو کې ویلي، د طالبانو د واکمنۍ له پیل وروسته، ۷۰ سلنه رسنۍ بندې شوي او له ۳۳ تنو خبریالانو سره تاوتریخوالی شوی چې مسؤلان‌یې طالبان دي.

XS
SM
MD
LG