د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

طالبانو له تور لېست د دوی د چارواکو د ایستلو په اړه د پوتین له څرګندونو هرکلی وکړ


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د طالبانو حکومت له هغې پرېکړې هرکلی کوي چې روسیې ویلي، غواړي د ترهګرۍ له نوملړ د طالبانو نوم وباسي.

طالب چارواکي وايي، دا کار به له روسیې او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې مرسته وکړي.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د مسکو له غونډې وروسته چې د اکټوبر په ۲۰مه وشوه وویل، دولت به‌یې ژر طالبان د خپل هېواد د ترهګرۍ له نوملړ وباسي.

د طالبانو حکومت د ښاغلي پوتین له دې خبرو په هرکلي سره وايي، روسیې وروستیو کلونو کې له دوی سره ښې اړیکې درلودې.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، د نړۍ د یوه پیاوړي حکومت په توګه د روسیې دا پرېکړه به له دې هېواد او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو په ښه کېدو اغېز وکړي.

ښاغلی کریمي زیاتوي: "په ټوله کې موږ د روسیې له دې پرېکړې هرکلی کوو. دا د دواړو هېوادونو او د سیمې له هېوادونو سره په اړیکو ښه اغېز لري."

یک طالب مسلح در شهر کابل
یک طالب مسلح در شهر کابل

ښاغلی کریمي له نورو هېوادونو هم غواړي چې د روسیې په څېر د افغانستان د کنګل شویو پیسو په ازادۍ او تر خوا یې د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره ګامونه واخلي.

د نړیوالو اړیکو پوهان هم د روسیې دا کېدونکې پرېکړه د طالبانو په ګټه بولي.

شنونکي طارق فرهادي ازادي راډیو ته وویل، روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړیتوب لري او دا پرېکړه به‌یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندو سره ډېره مرسته وکړي.

ښاغلی فرهادي زیاتوي: "طالبان اوس‌مهال په افغانستان واکمن دي، دا د افغانستان لپاره یو ښه ګام دی، ځکه په راتلونکي کې افغانستان غواړي ملګرو ملتونو کې د خپل دایمي استازي چوکۍ ترلاسه کړي، دا پرېکړه پرې اغېز لري. روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي او د دې سازمان د اعتبار ورکونې کمېټې دایمي غړیتوب لري چې د افغانستان د چوکۍ په اړه په نومبر میاشت کې پرېکړه کوي."

سهیل شاهین، د طالبانو د قطر دفتر یو غړی چې ملګرو ملتونو ته‌‍یې د خپل دایمي استازي په توګه معرفي کړی.
سهیل شاهین، د طالبانو د قطر دفتر یو غړی چې ملګرو ملتونو ته‌‍یې د خپل دایمي استازي په توګه معرفي کړی.

روسیې په ۲۰۰۳ کال کې طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه وپېژندل او خپل تور نوملړ کې یې ځای کړل، خو دا هېواد وروستیو کلونو کې له طالبانو سره ښې اړیکې لري او څو ځله‌یې د افغانستان د سولې په اړه د طالبانو په ګډون د څو غونډو کوربه‌توب هم کړی.

هاخوا د بریتانیا فایننشل ټایمز ورځپاڼې یوه راپور کې لیکلي، اروپايي ټولنه له طالبانو سره د اړیکو د ډېرېدو په مناسبت غواړي تر راتلونکې یوې میاشتې په کابل کې خپل دفتر بېرته پرانیزي.

د دې ورځپاڼې په راپور کې لیکل شوي، په کابل کې د دې ټولنې د دفتر پرانیستل کېدو هدف دا دی، څو افغانانو ته د مرستو رسولو او له دې هېواده د بهرنیو وګړو د ویستو لپاره همغږي زیاته شي.

راپور زیاتوي، خو اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې په افغانستان کې د دوی د دفتر پرانیستل د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندو په معنی نه‌دي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د کابینې یو داسې نوملړ اعلان کړی چې یو شمېر غړي یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې دي.

د طالبانو د حکومت رئیس‌الوزرا محمد حسن اخند
د طالبانو د حکومت رئیس‌الوزرا محمد حسن اخند

له دې ډلې د طالبانو د حکومت رئیس‌الوزرا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور نوملړ او د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د امریکا د ملي امنیت یا ایف‌بي‌ای د تر تعقیب لاندې کسانو په تور نوملړ کې ځای لري چې په اړه‌یې د معلوماتو ورکول یا یې د نیولو لپاره د ځای ځایګي ښودل ۱۰ ملیونه ډالر جایزه لري.

خو طالبانو ویلي، کابینه‌یې لنډمهالې ده او د بدلون په اړه‌یې بیا فکر کېږي.

امریکا هم د طالبانو له‌خوا د کابینې له اعلان وروسته په دې اړه اندېښنه وښوده او ویې‌ویل، د طالبانو څرګندونو ته نه، بلکې د دوی عمل ته په کتو به پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG