د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

له پاکستان خاورې افغانستان کې د امریکا د احتمالي عملیاتو راپورونو طالبان غوسه کړي


د افغانستان پر فضا د امریکا یوه ډرون الوتکه
د افغانستان پر فضا د امریکا یوه ډرون الوتکه

طالب چارواکي هغه راپورونو غوسه کړي چې ګنې امریکا او پاکستان پر دې هوکړه کوي چې د متحده ایالاتو هوايي او استخباراتي دستګاوې د پاکستان له خاورې په ګټې اخیستنې سره، افغانستان کې عملیات وکولای شي.

د طالبانو حکومت دغو راپورونو ته په اشارې وايي، که داسې یوه هوکړه وشي، پایلې به‌یې د هېڅ‌چا په ګټه نه‌وي. د دوی په وینا، پر افغان خاوره هېڅوک د برید اجازه نه‌لري.

سي‌اېن‌اېن د شنبې په ورځ یوه راپور کې د یو شمېر امریکايي چارواکو له قوله ولیکل، امریکا او پاکستان پر دې موضوع هوکړې ته نږدې شوي چې امریکايي الوتکې د پاکستان له حریم په افغانستان کې هوايي او اطلاعاتي عملیات کولای شي.

هغه څه چې پاکستان هم اوس او هم په تېره کې رد کړي دي.

طالبان وایي، که داسې هوکړه وشي پایلې به‌یې د هېڅ‌چا په ګټه نه‌وي.
طالبان وایي، که داسې هوکړه وشي پایلې به‌یې د هېڅ‌چا په ګټه نه‌وي.

د طالبانو د حکومت د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "فکر کوم دا خبره پاکستاني چارواکو رد کړې، خو که بیا هم داسې کومه خبره وي د هېڅ‌چا په ګټه نه‌ده. افغانستان د افغانانو کور او ملکیت دی، ځمکه او فضا یې د افغانانو ده. که بیا هم په نظر کې نیول کېږي، پایلې به‌یې نه د افغانانو او نه هم د هغه چا په ګټه وي چې تجاوز کوي."

پاکستاني چارواکو هم پرون رسنیو ته وویل، تر اوسه د پاکستان له خاورې په افغانستان پوځي عملیاتو ته د اجازې په اړه هوکړې نه‌ده شوې.

د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر فواد چوهدري له قوله، امریکا د افغانستان په اړه خپله تګلاره لري، خو دوی یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پوره ملګري دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري بیا ویلي امریکا د افغانستان په اړه خپله تګ‌لاره لري،
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري بیا ویلي امریکا د افغانستان په اړه خپله تګ‌لاره لري،

امریکا هم په افغانستان کې هوايي عملیات د ترهګرۍ د ځپلو په هدف کوي.

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکايي چارواکو په ځلونو په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د داعش او القاعده د بیا فعالېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

امریکا اوس‌‌‌مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیات له قطر رهبري کوي چې وروستیو کې یې یو شمېر د بې‌‌پیلوټه الوتکو بریدونه هم کړي.

تر خوا یې د افغانستان په فضا د امریکايي جنګي جېټ الوتکو پروازونه شوي چې د طالبانو غبرګون‌یې هم لاره.

طالبانو نږدې ۳ اوونۍ وړاندې د امریکا هوايي الوتنې د افغانستان په هوايي حریم تېری وباله او د سمدستي بندېدو غوښتنه‌یې وکړه.

په ورته وخت کې یو شمېر شنونکي وايي، پاکستانی حکومت په کور دننه او نړیواله کچه تر سخت فشار لاندې دی او مجبور دی چې د بهرني فشار د کمېدو لپاره د امریکا غوښتنه ومني.

شنونکي شفیق همدم ازادي راډیو ته وویل، پاکستان وړاندې هم خپله خاوره د افغانستان پر ضد کارولې او بیا به هم امریکا ته د دې کار اجازه ورکړي.

افغان کارپوه محمد شفیق همدم
افغان کارپوه محمد شفیق همدم

همدم زیاتوي: "پاکستان ته دا مهمه نه‌ده چې په افغانستان څوک واکمن دي، بلکې دا ورته مهمه ده چې له کومې برخې ګټه ور رسېږي. زما په اند له پاکستان د ښه ګاونډیتوب تمه لوی حماقت دی."

د جون په ۱۸مه د پاکستان صدراعظم عمران خان د اکسیو اېن‌اېچ‌بي‌او ټلوېزیون سره مرکه کې وویل، هېڅکله به په افغانستان کې د عملیاتو لپاره امریکا ته د پاکستان خاوره په واک کې ورنه‌کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په ډېرو مرکو کې دا خبره تکرار کړې ده.

دا په داسې حال ده چې پرون د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب هم وویل، اجازه به ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د چا په ضد وکارول شي، خو له ګاونډیانو هم د ښو اړیکو هیله لري.

XS
SM
MD
LG