له پنځه میاشتو وروسته پاکستان له افغانستان سره هوکړه کړې چې خپل فضايي حریم به د افغان پروازونو پرمخ خلاص کړي.
د افغانستان د هوايي چلند د خپلواکې ادارې رئيس محمد قاسم وفاييزاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان له لوري د ټاکلي وخت له مخې، هغه هېواد باید د جون په ۱۴مه د افغان پروازونو پرمخ خپل فضايي حریم خلاص کړي.
دی وايي: "کومه هوکړه چې د افغانستان د مشرتابه او پاکستان ترمنځ شوې، زموږ تمه دا ده چې د روانې میاشتې په ۱۴مه یعنې دوه ورځې وروسته، پاکستان د افغان پروازونو پر وړاندې د خپل فضايي حریم بندېدل پای ته ورسوي، دغه محدودیت بیا تمدید نهشي او د هوايي ترافیک جریان عادي حالت ته را وګرځي."
د روان میلادي کال د فبروري په ۲۷مه له هغې وروسته چې هندي پوځیانو د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په ځینو سیمو حمله وکړه، پاکستان د کابل او ډهلي په ګډون په بهرنیو پروازونو بندیز ولګاوه.
اوس ډهلي ته د کابل پروازونه د ایران له فضا او د عمان د اوبو پر سر ترسره کېږي چې د هوایي چلند د خپلواکې ادارې د مسؤلینو په خبره، دغه مسیر ډېر وخت او ډېر لګښت غواړي.
دغه اداره وايي، د پاکستان دغه اقدام د افغانستان له فضايي حریم نه د ۹۰ فیصدو پروازونو د کموالي سبب شوی دی.
دغه زیان یوازې افغانستان ته نه، بلکې د سیمې هغو ټولو هېوادونو ته رسیدلی چې د پاکستان له فضايي حریمه یې ګټه اخېستله.
د پاکستان هوايي حریم د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په ځینو سیمو د هند د هوايي حملې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د رامنځته کېدو وروسته وتړل شو.
خو اوس چې د هند او پاکستان ترمنځ دغه کړکېچ پای ته رسېدلی خو، د هوايي ترافیک جریان لا عادي حالت ته نه دی ګرځېدلی.
د افغانستان د هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، د دې له امله ډېر زیان افغانستان ته رسیدلی، خو پر پاکستان هم بې اغیزې نهدی.
پوښتنه دا ده چې:
- پاکستان له دغه کاره څه غواړي؟
- او ایا تر دوو ورځو به خپل فضايي حریم د افغان پروازونو پرمخ خلاص کړي؟
په افغانستان کې د پاکستان سفارت ازادي راډیو ته د دغه کار د دوام دلیل ونه وایه، خو په یاد سفارت کې یوه منبع وايي، د نورو پروازونو پر وړاندې د پاکستان د فضايي حریم د بندېدو د پایته رسولو او یا د بندېدو د دوام پریکړه، د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت تصمیم اړه لري.
د نړیوالو اړیکو پوه خالد سادات وايي، له دې کاره د پاکستان هدف پر افغانستان سیاسي فشار راوړل او له هند سره يې د اړیکو شلول دي: "که له ډیپلوماتیک نظره دغه ستونزه حل نهشوه، نو مذاکرې ته پاتې کېږي او حاکمیت پورې اړه چې څو اړخونه سره یو کېږي. د ملګرو ملتونو سازمان یې یو ادرس دی. افغانستان کولی شي د حقوقو په نړیواله محکمه او نړیوال عدالت کې د دعوې اقامه وکړي او کوم زیان چې له پاکستانه ور رسېدلی، وېې غواړي."
په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، افغانستان د دې له امله هره ورځ یو لک ډالره زیان لیدلی او د تېرو نږدې ۵ میاشتو محاسبې يې ښودلې چې د افغانستان سوداګرۍ ته ۲۵ میلیونه ډالره اقتصادي زیان رسیدلی دی.