د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

د کرکټ د شل اووریزه نړیوال جام لومړی پړاو سیالۍ نن پیلېږي


د متحده عرب اماراتو هوايي ډګر کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
د متحده عرب اماراتو هوايي ډګر کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

له یو کلن ځنډ وروسته د کرکټ د شل اووریزه نړیوالو سیالیو پیل.

د هندوستان په رسمي کوربه‌توب د سیالیو لومړی پړاو په عمان او دوهم پړاو په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.

ټاکل شوې وه چې یادې سترې نړیوالې لوبې په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې وشي، خو د کرونا ویروس خپرېدو اجازه ورنه‌کړه.

د دې سیالیو د پیل په لوبه کې چې نن د عمان په الامارات لوبغالي کې په سیمه‌ییز وخت ۰۲:۳۰ دقیقې پیلېږي عمان او پاپونیوګیني او په دوهمه لوبه کې چې د شپې به ترسره شي بنګله‌دېش او سکاټلنډ د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.

د سیالیو په لومړي پړاو کې اته لوبډلې سیالۍ کوي چې څلور لوبډلې به‌یې بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

افغانستان لا له وړاندې د دې سیالیو لومړي پړاو ته لاره کړې او په بي ګروپ کې د هندوستان، پاکستان، نیوزیلنډ او د لومړي پړاو دوه ګټونکو لوبډلو سره لوبه کوي.

افغان کرکټ بورډ وايي، ملي لوبډلې د دې سیالیو لپاره پراخ تمرینات کړي او هیله شته چې لوبغاړي ښه لاسته راوړنې ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل: "افغان لوبډلې د کرکټ د شل اووریزه نړیوال جام سیالیو لپاره پراخ تمرینات کړي دي، په لومړي سر کې يې په کابل او وروسته‌يې په قطر کې تمرینات وکړل او اوس‌مهال لوبډله متحده عربي اماراتو ته رسېدلې ده."

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د لومړي پړاو د یو بریالي ټیم په وړاندې د اکټوبر په ۲۵مه په شارجه کې لوبه کوي او ورپسې به د اکټوبر په ۲۹مه د پاکستان په وړاندې لوبغالي ته ښکته شي.

په همدې حال کې د کرکټ افغان مینه‌وال هیله لري چې افغان لوبډله به په دې سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

دوی وايي د متحده عربي اماراتو له اب‌وهوا سره د افغان لوبغاړو بلدتیا او د دې هېواد په لوبغالو کې د ورو توپ اچوونکو ښه توپ اچونه به د افغان لوبډلې د قوت برخې وي.

د کرکټ افغان څارونکی قسیم هلال ازادي راډيو ته وویل دغه‌شان په یو شمېر بهرنیو مشهورو لیګونو کې د افغان لوبغاړو لوبېدل او تجربې ترلاسه کول هم په دې سیالیو نېغ په نېغه اغېز لرلای شي.

ښاغلی هلال زیاتوي: "د نړیوال جام لپاره ښه لوبډله انتخاب شوې ده، په ځانګړي ډول د پیل لوبغاړي مو ډېر ښه دي، د دې ترڅنګ زموږ د کرار توپ اچوونکو برخه ډېره پیاوړې ده، د تېزو توپ اچوونکو په برخه کې هم له افغان توپ اچوونکو ښه تمه کېدای شي، زموږ لوبډله به له ټولو لوبډلو سره په ځانګړي ډول له پاکستان او نورو اسیايي لوبډلو سره ډېرې ښې لوبې وکړي او ان‌شاءالله مینه‌وال به نهیلي نه‌کړي."

دی وايي، د افغان لوبډلې جوړښت ته په کتو فکر کوي چې ښايي لوبډله د دې سیالیو تر نیمه پایلوبې لاره پیدا کړي.

متحده عرب اماراتو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
متحده عرب اماراتو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

خو ښاغلی هلال وايي په لوبغالي کې د لوبېدونکو ۱۱ لوبغاړو ښه انتخاب د لوبډلې د مخکې تګ چانس لا ډېرولای شي.

د کرکټ په شل اووریزه نړیوال جام کې اصلي پړاو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په دوه ګروپونو کې ترسره کېږي.

په لومړي ګروپ کې استرالیا، انګلنډ، سوېلي افریقا، وېسټ انډیز او د لومړي پړاو سیالیو د «الف» ګروپ دوه ګټونکې لوبډلې لوبېږي.

دغه‌شان د دې سیالیو په بل ګروپ کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، نیوزیلنډ او د لومړي پړاو د «ب» ګروپ دوه ګټونکې لوبډلې د یو بل په وړاندې د مخکې تګ هڅه کوي.

د کرکټ شل اووریزه سیالیو نړیوال جام سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ میلادي کال کې ترسره شوې چې د هندوستان په بریا پای ته ورسېدې.

په ۲۰۰۹ کې بیا د دې سیالیو جام پاکستان، په ۲۰۱۰ کې انګلنډ، په ۲۰۱۲ کې وېسټ انډیز، په ۲۰۱۴ کې سریلانکا او په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې بیاځلي وېسټ انډیز وګاټه.

XS
SM
MD
LG