د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

فضلي د اسیایي شورا په سرمشریزه کې د کرکټ پر وضعیت غږیدلی


د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس
د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس

د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي د کرکټ د اسیايي شورا په سرمشریزه کې په افغانستان کې د کرکټ پر وروستي وضعیت خبرې کړي.

ښاغلي فضلي تېرماښام ازادي راډیو ته وویل، په دې غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ په دوبۍ کې جوړه شوې وه ده، د افغانستان د کرکټ د وضعیت په اړه غړو هېوادونو ته مفصل معلومات ورکړل.

د کرکټ بورډ مشر زیاته کړه چې د شورا غړو د افغانستان له کرکټ سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

فضلي وویل: "کرکټ د اسیايي شورا مشر او ټولو اسیايي غړو په اتحاد او اتفاق سره وویل چې باید د افغانستان د کرکټ ملاتړ وشي، د دوی کرکټ بورډ د تخنیکي خلکو په لاس کې دی او کرکټ ته هېڅ ډول خطر نه شته."

په افغانستان کې د نجونو کرکټ هغه لانجمنه مسئله ده چې د طالبانو له واکمنېدو سره د نجونو د زده کړې او کار د مخنیوي په برخه کې د نړیوالو له اندېښنو سره په یوه وخت کې رابرسېره شوې، خو د کرکټ بورډ مشر ونه ویل چې په پرونۍ سرمشریزه کې په دې اړه هم خبرې شوې دي که نه.

دا سرمشریزه چې بحثونه یې تر ډېره د کرکټ د اسیايي جام په اړه بحثونو ته ځانګړی وو، داسې مهال جوړېږي چې سبا د اکتوبر په اولسمه نېټه د کرکټ د شل اووریزو لوبو نړیوال جام پیلېږي.

په دې جام کې د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د اکتوبر د ۲۷مې نېټې لپاره پلان شوې ده خو سیاله لوبډله یې تراوسه نه ده معلومه.

XS
SM
MD
LG