د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

د کرکټ لوبې پيلېږي؛ لومړۍ عمان- پاپوا نیوګیني او بیا بنګله دیش-سکاټلنډ


ارشیف، افغان لوبغاړی
ارشیف، افغان لوبغاړی

د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام لوبې نن پيلېږي. لومړۍ لوبه د عمان او پاپوا نیوګیني ترمنځ ده. دوهمه لوبه د بنګله دیش او سکاټلنډ ترمنځ.

ټاکل شوې وه چې د شل اورونو نړیوال جام لوبې په هند کې وشي، خو د کرونا وبا له امله له هغه ځایه متحد عربي اماراتو او عمان ته انتقال شوې.

دا لوبې د متحد عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ، دوبۍ او شارجه کې او د عمان په الامارات کې په دوو پړاوونو کې ترسره کېږي.

په لومړي پړاو کې هغه اته لوبډلې شاملې دي چې سر له نننه به د جمعې تر ورځ په دوو ګروپونو کې لوبې کوي.

په الف ګروپ کې ایرلنډ، نامیبیا، هالنډ او سریلانکا شامل دي. په ب ګروپ کې بنګله دیش، عمان، پاپوانیوګیني او سکاټلنډ سره یوځای شوي دي. له دې هر ګروپه به دوې لوبډلې غوره پړاو ته لاره کوي.

افغان لوبډله په غوره پړاو کې ده. په دې مرحله کې هغه اته ټیمونه یوځای شوي دي چې د شل اورونو له تېر نړیوال جام را وروسته یې د رسمي لوبو پر مهال ډېر امتیازات ترلاسه کړي دي او اړتیا ورته نه وه چې له لومړي پړاوه نړیوال جام ته لاره وکړي.

د غوره پړاو لوبې د راتلونکې شنبې په ورځ پیلیږي او لومړۍ لوبه د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ ده. په همدې ورځ انګلستان او د تېر جام د اتل ویسټ اینډیز ترمنځ هم لوبه کیږي.

په غوره پړاو کې په الف ګروپ کې انګلستان، اسټرالیا، جنوبي افریقا او ویسټ اینډیز یوځای شوي.

په ب ګروپ کې افغانستان، هند، نیوزیلنډ او پاکستان سره لوبې کوي. له دې هر ګروپ سره به د لومړي پړاو د یوه ګروپ او بل ګروپ یو-یو ټیم او له دوهم ګروپ سره د لومړي پړاو د یوه او بل ګروپ یوه یوه لوبډله یوځای شي او دا نړیوال جام به بیا د دې ۱۲ لوبدلو ترمنځ د نوومبر تر ۱۴مه دوام وکړي او په همدې ورځ به پایلوبه په دوبۍ کې ترسره شي.

په دې جام کې محمد نبي د افغانستان لوبډلمشر دی.

د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د اکتوبر په پنځه ویشتمه، دوهمه د اکتوبر په نهه ویشتمه او درېیمه د همدې میاشتې په یو دېرشمه ده. بیا به د راتلونکې میاشتې په درېیمه او اوومه نېټه افغان لوبډله خپلې لوبې وکړي.

XS
SM
MD
LG