د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه؛ د طالبانو کابینې ډېری غړي 'تور لېست' کې دي


د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا ملا برادر په شمول د دوی د کابینې یو شمېر غړي
د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا ملا برادر په شمول د دوی د کابینې یو شمېر غړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په دې اندېښنه وښوده چې د طالبانو د حکومت د مشر رئيس‌الوزرا په شمول د دوی د موقت حکومت د کابینې ډېری غړي د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دي.

دیبرا لاینز تېره شپه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته دا خبره وکړه.

د امنیت شورا دا غونډه د افغانستان په وخت د تېرې شپې په ۱۱ نیمې بجې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې دایره شوه.

اغلې لاینز همداراز وویل، هغوی چې د ټول‌شموله حکومت غوښتونکي او ورته منتظره وو، د طالبانو د کابینې د غړو د لېست له اعلانه وروسته نهیلي شول.

اغلې لاینز زیاتوي: "په هغو نومونو کې چې په دې لېست کې شامل دي، ښځې نه‌شته، له طالبانو پرته د پخواني حکومت غړي او د اقلیتونو مشران نه‌شته. د دې پر ځای هغه کسان شامل دي چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د طالبانو غړي وو. څه چې د دې مېز شااوخوا ته د ناستو کسانو لپاره مهم دي دا دي چې د ۳۳ وړاندې شویو نومونو له‌منځه د صدراعظم، د دوو مرستیالانو او بهرنیو چارو وزیر په ګډون اکثره د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامل دي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې زیاته کړه، باید په دې اړه پرېکړه وشي، خو دا یې ونه‌ویل چې څه ډول اقدامات باید وشي.

طالبانو ویلي چې له امریکا سره د دوی د موافقې پر اساس، باید د طالبانو د غړو نومونه د امریکا او ملګرو ملتونو له تورو لېستونو وایستل شي.

تر دې وړاندې اروپايي اتحادیې ویلي و چې د طالبانو حکومت پراخ‌بنسټه نه‌دی او د ټولو خلکو استازیتوب نه‌کوي.

دې اتحادیې همداراز ویلي چې د طالبانو له لوري د سرپرست حکومت اعلان په حکومت کې بېلابېلو ډلو ته د برخې ورکولو په اړه د دوی د ناکامۍ ښودنه کوي.

خو طالبانو ویلي چې اعلان شوی حکومت‌یې موقت دی او ځینې چوکۍ یې تشې پرېښې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د حکومت د ځینو غړو د سابقې او اړیکو په اړه اندېښمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې تېره شپه امنیت شورا ته په وینا کې په افغانستان کې بشري وضعیت ناوړه وباله.

دیبرا لاینز وویل: "ملیونونه عادي افغانان سختې بشري مرستې ته اړتیا لري. بشري مرستې باید د ملګرو ملتونو او غیر حکومتي مؤسسو له لوري برابرې شي. باید لازم مېکانیزمونه وسنجول شي چې د ملګرو ملتونو ادارې او غیر حکومتي مؤسسې ضروري بشري مرستې برابرې کړي."

ټاکل شوې ده چې ملګري ملتونه له افغانستان سره د بشري مرستو د ټولولو لپاره د راتلونکې دوشنبې په ورځ په جنوا کې یو کنفرانس دایر کړي.

XS
SM
MD
LG