د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

د اروپا د پارلمان اندېښنه: افغان مېرمنې کرار کرار له خپلو حقونو بې برخې کېږي


د طالبانو په وړاندې راوتلې افغان مېرمنې
د طالبانو په وړاندې راوتلې افغان مېرمنې

اروپايي پارلمان د طالبانو له راواکمنېدو وروسته د افغان ښځو په وضعیت باندې بحث وکړ.

د بحث ګډونوالو چې د پارلمان د ښځو د ډلګۍ په نوښت بلل شوي وو اندېښنه وښوده چې که څه هم طالبان وعدې کوي خو په حقیقت کې افغان ښځې کرار کرار له خپلو اساسي حقونو بې برخې ګرځول کېږي.

د بحث یوه ګډونواله د بشري حقونو فعاله شهرزاد اکبر وه.

شهرزاد اکبر د طالبانو له واکمنۍ دمخه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وه.

نوموړې وویل: "څه باندې ۳۵ میلیونه افغانان پاتې دي. څه باندې نیمايي یې ښځې او نجونې دي له لوږې، اساسي خدماتو له لاسرسي او د خپلو اساسي بشري حقونو یوې تتې راتلونکې سره مخ دي. دوی ستاسو ملاتړ ته اړتیا لري. لکه څنګه چې طالبان د واک د ټینګولو حال کې دي ټول ګورو چې له لویدیځو هېوادونو او رسنیو سره وعدې کوي. په عین حال کې په سیمه کې د خپلو اړیکو په اساس له ناقانونه نیونو، وژنو، کور په کور تلاشۍ، په ښځو باندې له بندیزونه او په پنجشیر باندې د طالبانو د بریدونو په سبب د ملکیانو له زیانمنېدو خبریږو. د طالبانو کړنې د هغوی له ژمنو سره مطابقت نه لري."

شهرزاد اکبر وویل، څه باندې ۳۵ میلیونه افغانان پاتې چې څه باندې نیمايي یې ښځې او نجونې دي
شهرزاد اکبر وویل، څه باندې ۳۵ میلیونه افغانان پاتې چې څه باندې نیمايي یې ښځې او نجونې دي

مېرمن اکبر زیاته کړه، افغان ښځې فکر کوي چې نړیوالې ټولنې یوازې پرېښي او د دوی د برخلیک په اړه کوټلي ګامونه نه پورته کوي.

هغې وړاندیز وکړ چې طالبان دې باید مسوول وګرځول شوي او نړیواله ټولنه باید د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د بشري حقونو دې فعالې داسې وخت د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا د خنډونو د رامنځته کېدو خبره پورته کړه چې په کابل، بلخ او هرات کې ګڼو ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ښځې د مظاهرو حق لري، خو دم ګړۍ چې نظام لا په پښو نه دی دریدلی دوی دې صبر وکړي.

هغه وویل چې د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې تامینیږي: "ښځې په کومو برخو کې چې اسلامي شریعت ورته اجازه ورکړې زمینه ورته برابریږي موږ ډاډ ورکوو. اوس هم په عامې روغتیا کې ټولې ښځې راغلي خپل کار یې پيل کړی. همدا راز په تعلیم او تربیې او لوړو زده کړو کې. یو په یو به نورې برخې هم احیا شي. موږ د دې اندېښنه لرو چې د ښځو امنیت باید له روحي او فزیکي پلوه مطمینه شي."

اندېښنې دا دي چې طالبان په ژمنو کې یو څه او په عمل کې بل څه وايي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، ښځې د مظاهرو حق لري، خو لا نظام په پښو نه دی دریدلی..
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، ښځې د مظاهرو حق لري، خو لا نظام په پښو نه دی دریدلی..

د راپورونو له مخې د کابل په مظاهره کې په ګډونوالو ښځو باندې د طالبانو د وسله والو له خوا اوښلن ګاز کارول شوی، لاس پرې پورته شوی او له بد چلند سره مخې شوي دي.

د اروپا په پارلمان کې د افغان ښځو په اړه د بحث ګډونوال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر ون برنټ هم اندېښنه وښوده چې ښځې له محدودیتونو سره مخ دي: "د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی به له طالبانو او نوي حکومت سره د هر ډول سیاسي ډیالوګ شرط وي څو یقیني شي چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې محفوظې پاتې شي."

سفیر ون برنټ د خپلو خبرو په لومړیو برخو کې اندېښنه وښوده چې د ښځو او بشري حقونو د فعالانو په وړاندې د ځینو ځورونو، خنډونو او محدودیتونو راپورونه ور رسېدلي.

هغه وویل که څه هم تر دې دمه ډېر ډراماټیک بدلون نه دی رامنځته شوی ځکه د ده په خبره لا اساسي قانون پر ځای دی خو د دې لپاره چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب تضمین وشي هر څه څارل کېږي.

XS
SM
MD
LG