د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د امریکا د پوځي حضور پای؛ ځیني افغانان وايي افغانستان نوي اقتصادي بحران سره مخ شو


د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د طالبانو د بدري ځانګړې قطعې یو شمېر سرتېري چې د اریانا افغان هوايي شرکت یوې الوتکې ته نږدې ګزمه کوي.
د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د طالبانو د بدري ځانګړې قطعې یو شمېر سرتېري چې د اریانا افغان هوايي شرکت یوې الوتکې ته نږدې ګزمه کوي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ۲۰ کلن پوځي مأموریت نن پای ته ورسېده. تېره شپه د افغانستان په وخت د شپې ۱۲:۰۰ بجې د امریکايي ځواکونو وروستۍ پوځي الوتکه د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه ووته.

یو شمېر ولسي افغانان وايي، سره له دې چې د اکسټ ۳۱مه یوه تاریخي ورځ ده، خو افغانستان د اقتصاد په ډګر کې له یو بل نوي بحران سره مخ شو.

د دوی په باور د امریکا حضور په افغانستان کې پای ته ورسېد، خو بې‌کاري، فقر، لوږه تر هر بل وخته خپل اوج ته رسېدلي او د دې چارې دوام نږدې راتلونکي کې بشري ناورین رامنځته کولای شي.

د کابل ښار اوسېدونکی روح‌الله تلاش وايي: "نن د افغانستان لپاره تاریخي ورځ ده، امریکا وروسته له ۲۰ کلونو ووتله، خو ډېرې ستونزې یې افغانانو ته پرېښودې، ټول سفارتونه وتړل شول، بې‌کاري زیاته شوه، بانکونه بند او نوره بدبختي به راتلونکي کې وینو."

د دې ښار بل اوسېدونکي خالد امیري بیا دې چارې ته خوښي څرګندوي. هغه وايي، افغانستان به نور د پردیو هېوادونو د لوبو میدان نه‌وي.

کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته پر دغه ډګر د وسله‌والو طالبانو ولکه
کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته پر دغه ډګر د وسله‌والو طالبانو ولکه

ښاغلی امیري وايي: "د امریکا له وتلو سره ډېر خلک خوشحاله دي، د دې لپاره چې نور به افغانستان کې خپلمنځي جګړې نه‌وي، د پردیو هېوادونو لاسوهنه به نه‌وي، اشغال پای ته ورسېد او دا دې ټولو غوښتنه وه."

د دوی په باور، امریکا یوازې ونه‌وته، بلکې د دوی له وتو سره ټول سفارتونه، نړیوال سازمانونه او همداراز اقتصادي او ټولنیزې مؤسسې چې د افغانستان لپاره‌یې کار کاوه، ووتل.

له دې سره هم‌مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې سفارت به‌یې په افغانستان کې تړلی وي او ورسته له دې به د افغانستان اړوند مسایل له قطره پر مخ بیايي.

په ورته وخت په کابل کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د امریکا له وتلو سره په افغانستان کې اشغال پای ته ورسېد او افغانستان خپله خپلواکي ترلاسه کړه.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې طالب جنګیالیو ته د خبرو پر مهال
طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې طالب جنګیالیو ته د خبرو پر مهال

نوموړي ويلي چې له دې وروسته اسلامي امارت د راتلونکي نظام د جوړېدو لپاره خپلې ټولې هڅې په کار اچوي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا له نن څخه ۲۰ کاله وړاندې افغانستان ته د یو قوي ځواک سره د ترورېزم د ځپلو په هدف راغله.

اوس د امریکا د تګ په اړه دوه باورونه موجود دي، یو یې دا چې امریکا خپل اهداف ترلاسه کړل او بریالۍ ووته، خو بل باور بیا دا دی چې امریکا په افغانستان کې له یوې سختې ناکامۍ وروسته خپل کور ته ستنه شوه.

XS
SM
MD
LG