د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

یونیسف: ۶۹ افغان ماشومان له مور او پلار پرته بهر ته لېږدول شوي


د کابل هوايي ډګر کې افغان ماشومان
د کابل هوايي ډګر کې افغان ماشومان

له افغانستانه د خلکو د ایستلو د عملیاتو په لړ کې چې امریکا بې ساري بللي لسګونه افغان ماشومان هم بهر وړل شوي.

په افغانستان کې د یونېسف ادارې مشر ویلي، ستونزمنه ده چې د ټولو لېږدول شوېو افغانانو شمېر وړاندې شي، خو دوی تر دې دمه د ۶۹ افغان ماشومانو درک لګولی چې له والدینو پرته بهر انتقال شوي.

د یونېسف افغانستان څانګې مشر هرو دو لیس Hervé De Lys په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د مطبوعاتو څانګې له خوا جوړ شوي کنفرانس ته له کابله په دې اړه معلومات ورکول.

نوموړي وویل: "موږ له افغانستانه بهر ۶۹ ماشومان تعقیب کړي او په لټه کې یو چې بېرته له خپلو والدینو سره یوځای کړو. دا یوه پېچلې پروسه ده." ښاغلي هرو دو لیس زیاته کړه چې د یونېسف کار کوونکي د دغو بې سرپرسته انتقال شوېو ماشومانو د موندلو او بېرته له خپلو کورنیو سره د یوځایولو ماموریت ته دوام ورکوي.

افغان ماشومان
افغان ماشومان

هغه وویل، د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د دغو ماشومانو د رسېدو راپورونه ور رسیدلي او هڅه کېږي چې د ماشومانو لپاره په مشخصو خوندي سیمو کې وساتل شی.

دی زیاتوي: "په کابل کې زموږ د ماشومانو د ساتنې ټیم د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې نیولي چې دغو ماشومانو ته یې ځای ورکړی. دا کار د دې لپاره کوو چې د ماشومانو د پتې لګولو پروسه پیل شوې او هڅه کېږي چې دا ماشومان بېرته له خپلو والدینو سره یوځای شي دا یوه دوامداره پروسه ده."

په دې وروستیو کې امریکايي رسنیو هم د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ۳۴ افغان ماشومانو ځانونه امریکا ته رسولي.

د امریکا د روغتیا او بشري خدماتو وزارت ویلي، یو شمېر افغان ماشومان چې له والدینو پاتې دي یا څوک ورسره نه و د کډوالۍ او بیا هستوګنې ادارې ته معرفي شوي، څو لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د اګسټ له نیمايي راهیسې له کله چې طالبانو په کابل ولکه ټینګه کړه بهرنیو هېوادونو په سر کې امریکا متحده ایالاتونو د خپلو اتباعو، پوځیانو، افغان همکارانو، بشرپالانو، مدني فعالانو او خبریالانو د ایستلو بهیر پیل کړ.

د خلکو دې بې ساري ایستلو بهیر ګڼ هغه کسان هم په هوايي ډګر ور مات کړل چې د بهر تلو لپاره یې اسناد نه لرل.

ځینو چې په خواله رسنیو یې د ګڼو پام ور اړولی یوازې په تذکرو، د بهرنیانو په کارتونو او بې ویزې پاسپورټونو ځانونه هوايي ډګر ته ورسول او د راپورونو له مخې لسګونه یې په دې بریالي شول چې په بېلابېلو پروازونو کې له افغانستان ووځي.

XS
SM
MD
LG