د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

«جي۷» له افغانستانه د وتلو د نېټې د ځنډولو په اړه د بایډن په قانع کولو سلا نه‌شوه


ارشیف، د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران
ارشیف، د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران د افغانستان په اړه په خپله بېړنۍ غونډه کې پر دې سلا نه‌شول چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر قانع کړي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو نېټه وځنډوي، خو دا مشران پر دې سلا شول چې په کومو شرطونو د طالبانو په مشرۍ حکومت په رسمیت وپېژني.

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا «جي اووه» اکثر مشران شک لري چې د اګسټ تر ۳۱مې به په لسګونه زره امریکایان، اروپایان، د نورو هېوادونو یو شمېر اتباع او هغه افغانان له افغانستانه وباسي چې ژوند یې په خطر کې دی.

د «جي اووه» تر انلاین بېړنۍ غونډې وروسته د سې شنبې په ورځ، د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او د امریکا متحده ایالاتو مشرانو په ګډه اعلامیه کې وویل چې لومړیتوب له افغانستانه د خپلو هېوادونو خلکو او د هغو افغانانو ایستلو ته ورکوي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له دوی سره مرسته کړې ده.

په دې اعلامیه کې دا نه‌دي ویل شوي، که بهرني ځواکونه نه‌وي دوی به څرنګه په خوندي توګه له افغانستانه ایستل کېږي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل وویل د امریکا متحده ایالات دلته مشري په غاړه لري او له متحده ایالاتو پرته موږ نور هېوادونه نه‌شو کولای چې له افغانستانه د خلکو د ایستلو بهیر ته ادامه ورکړو.

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل «جي اووه» غونډه کې د خبرو پر مهال
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل «جي اووه» غونډه کې د خبرو پر مهال

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې د اګسټ له ۳۱مې وروسته به خپل ځواکونه په افغانستان کې نه‌پرېږدي.

اسوشیټډ پرس اژانس څرګندوي چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي‌ای‌اې) رئیس ویلیم برنز په کابل کې د طالبانو له مهم مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل او د دې خبرو پر مهال طالبانو ټینګار وکړ چې د اګسټ له ۳۱مې وروسته د کابل په هوایي ډګر کې د امریکایانو حضور نه‌منو.

دې نېټې ته لا نږدې اوونۍ پاتې ده، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌اله مجاهد پرون په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د هوایي ډګر په لور یې د افغانانو د تګ مخه نیولې ده.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: "د هوایي ډګر په لور چې کومه لاره ده چې خلک ځي. هغه لار تړل شوې ده. افغانان نه‌پرېښودل کېږي چې له هغې لارې ولاړ شي. بهرني اتباع کولای شي چې میدان ته لاړ شي او هغه ټول خلک چې په میدان کې راغوڼد دي هغوی ته ستاسو له لارې ډاډ ورکوو چې راشي خپلو کورونو ته او خپل عادي ژوند وکړي هېڅ ډول خطر چاته متوجې نه‌دی، موږ بشپړ اطمینان او ډاډ ورکوو."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

طالبانو ویلي دي چې دوی بشري حقونو ته درناوی کوي خو د جي اووه هیوادو مشرانو په خپله پرونۍ غونډه کې وویل چې دوی په افغانستان کې د واکمنو عملونو ته ګوري د دوی ویناو ته نه ګوري.

نړیوالې ټولنې طالبانو ته خبرداری ورکړی دی چې د خپلې تیرې واکمنۍ په څیر دې سخت اسلامي اصول نه پلې کوي. طالبان له نولس سوه شپږ نویمه تر دوه زره لومړي کال پورې واکمنان و چې بیا یې حکومت د امریکا په مشرۍ د عملیاتو پرمهال نسکور شو.

XS
SM
MD
LG