د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

د طالبانو له خوا د افغانستان د چټک لاندې کولو پر وړاندې د نړیوالو غبرګونونه


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

نړیوالو د طالبانو له خوا د افغانستان د چټک لاندې کولو په وړاندې بېلابېل غبرګونونه ښودلي.

  • بریتانیا

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب وویل، بریتانیا به له ټولو امکاناتو کار واخلي چې طالبان د افغانستان لپاره حساب ورکړي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن پرون د افغانستان د وضعیت په اړه د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي اووه د ډلې د یوې سرمشریزې د رابللو غوښتنه وکړه.

جانسن چې هېواد یې په اوس وخت کې د جي اووه د ډلې مشري کوي دغه غوښتنه پرون له خپل فرانسوي ساري ولسمشر ایمانوئل مکرون سره په خبرو کې مطرح کړه او ویې ویل مشرانو ته پکار ده چې د افغانستان د وضعیت او د طالبانو له خوا واک ته د رسېدو په ترڅ کې د یوه بشري بحران د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې د رامنځته شوي وضعیت پر وړاندې ټول یو ګډ دریځ غوره کړي.

  • فرانسه

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون وویل، په افغانستان کې بې ثباتي به د دې سبب شي چې اروپا ته له دې هېواده د کډوالو یوه بله څپه پیل شي.

هغه وویل، فرانسه به له نورو اروپایي هېوادونو او امریکا او روسیې سره په اغېزمن ډول د افغانستان د روان بحران د هواري لپاره کار وکړي.

  • اروپايي ټولنه

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل په یوه ټویټ کې ویلي چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به نن سې شنبه د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه وکړي.

هغه زیاته کړه، افغانستان اوس په یوه څلورلاره کې دی او د نړیوالې ټولنې همکاري ته اړتیا لري.

  • ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډې ته وویل، له ټولو امکاناتو به کار واخلي چې افغانستان بیا نړۍ ته د ترهګرۍ پر ګواښ بدل نه شي او په دې هېواد کې د بشري اساسي حقونو د درناوي مساله یقیني شي.

  • امریکا

امریکایي جمهوریپال مخکښ سناتور لینډسي ګراهام وویل، که د امریکا ولسمشر جو بایډڼ په رښتیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه پښیمانه نه وي نو به په افغانستان کې د رامنځته شوي وضعیت له حقایقو لېرې وي.

د امریکا د استازیو جرګې جمهوریپال غړي جیم بنکس ویلي، تر اوسه یې د جو بایډن په څېر هېڅکله هم بل امریکایي مشر نه دی لیدلی چې له خپلو مسولیتونو او مشرتابه یې اوږه خالي کړې وي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولېوان وویل، ولسمشر بایدن د بشري حقونو موضوع ته ډېر اهمیت ورکوي
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولېوان وویل، ولسمشر بایدن د بشري حقونو موضوع ته ډېر اهمیت ورکوي

هغه په کمپ ډیوېډ کې د بایډن اوسېدو ته په اشاره ویلي چې سپینه ماڼۍ رڼا ده، خو څوک په کې نشته.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولېوان وویل، ولسمشر بایدن د بشري حقونو موضوع ته ډېر اهمیت ورکوي او په دې اړه د نړیوالې ټولنې د یوې اجماع د جوړولو لپاره تیاری نیسي.

خو ښاغلي سولیوان ویلي چې دا د دې دلیل نه شوای کیدای چې متحده ایالات د درېیمې لسیزې لپاره د افغانستان په جګړه کې ښکېل پاتې شي.

  • ایران

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماتې او له دې هېواده وتل یې باید په دې هېواد کې د عادي ژوند، امنیت او تلپاتې سولې پر فرصت بدل شي.

ولسمشر رییسي ویلي چې ایران په خپل ګاونډ، افغانستان کې د ثبات د ټینګښت ملاتړ کوي
ولسمشر رییسي ویلي چې ایران په خپل ګاونډ، افغانستان کې د ثبات د ټینګښت ملاتړ کوي

هغه ویلي ایران په خپل ګاونډ، افغانستان کې د ثبات د ټینګښت ملاتړ کوي او له ټولو ډلو غواړي چې یوه ملي جوړجاړي ته ورسیږي.

  • قطر

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني چې هېواد یې د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولی، ویلي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې چټکو پرمختګونو ته اندېښنه لري او قطر به ډېره هڅه وکړي چې په دې هېواد کې په تېره اوس چې یوه خلا رامنځته شوې، ډېر ژر سوله ییز انتقال ته لاره هواره شي.

  • اسټرالیا

د اسټرالیا صدراعظم سکاټ موریسن ویلي، د افغانستان د یوې ښې راتلونکې لپاره هڅو کې د یوه شریک په توګه په دې هېواد کې د خلکو نورو وژنو او کړاوونو ته اندېښنه لري.

هغه ویلي، طالبان به په راتلونکي کې د افغان امنیتي ځواکونو د هر هغه غړي د وژلو یا ورسره د بد چلند مسول وي چې ورته تسلیم شوي یا یې د جګړې په مهال نیولي دي.

  • نیوزیلانډ

د نیوزیلانډ صدراعظمې جسیندا اردرین ویلي، هغه څه چې موږ یې غواړو ووینو دا دي چې ایا ښځې او نجونې به کار او تعلیم ته پریښودل شي؟

هغه څه چې دوی په دودیز ډول په هغو سیمو کې چې طالبان پرې واکمن وو، ترې بې برخې وې.

XS
SM
MD
LG