د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته د یو شمېر رسنیو د خپرونو درېدل او بدلون


ارشیف، کابل کې د یوې خصوصي ټلوېزیوني شبکې یوه څانګه
ارشیف، کابل کې د یوې خصوصي ټلوېزیوني شبکې یوه څانګه

کابل ته د طالبانو له ننوتو ۹ ورځې وروسته لا هم چاپي رسنۍ فعالیت نه‌لري او غږیزو او تصویري رسنیو خپلو پروګرامونو کې بدلون راوستی.

د چاپي رسنیو ځیني مسولین چې نه‌غواړي غږ او نوم‌یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، د دوی خپرونې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دوی که څه هم د ستونزو جزئیات نه‌شریکوي، خو وايي اوس انلاین خپرونې لري.

خو د تصویري رسنیو په برخه کې، د شمشاد ټلوېزیون د خبر برخې مسؤل مدیر عابد احساس ازادي راډیو ته وویل چې د خپرونو په برخه کې ځانګړی محدویت نه‌شته.

ښاغلی احساس زیاتوي: "د طالبانو له لوري په موږ د نشراتو کوم محدودیت نه‌شته او نه‌یې هم وضع کړی، خو موږ د عمومي اعلامیې پر بنسټ چې خپره کړې یې ده، ویلي دي چې رسنۍ باید په خپرونو کې بدلون راولي، تر اوسه وضعیت عادی دی، وزارت‌خانې او ادارې مشخصې شوې نه‌دي، نو له همدې امله اداراتو ته لاسرسی ستونزمن شوی."

ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

طالبان د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ کابل ته ننوتل، د چاپي رسنیو خپرونې بندې شوې او غږیزو او تصویري رسنیو په نشراتو کې لکه په موسیقي او د سریالونو په خپرولو کې بدلون راوستی، خو نورو برخو کې یې عادي کار ته دوام ورکړی دی.

یو شمېر کابل ښاریان بیا د رسنیو په فعالیت کې بدلون او د چاپي رسنیو بندېدو ته اندېښمن دي.

د کابل اوسېدونکي ډاکتر نقیب‌الله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو له رهبرانو په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه تمه دا ده چې د چاپي رسنیو ستونزې هوارې کړي چې دغه رسنۍ یو ځل بیا ژر په نشراتو پيل وکړي او د غږیزو او تصویري رسنیو د نشراتو محتوا ته هم پام وکړي."

خو طالبان دغو اندېښنو ته څه ځواب لري؟

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې د چاپي رسنیو د یو ځل بیا فعالیت لپاره هڅې روانې دي.

ښاغلی مجاهد وايي: "د دغې ستونزې هواري لپاره هلې ځلې روانې دي، ان‌شاءالله په نږدې راتلونکي کې به چاپي رسنۍ په خپلو کارونو یو ځل بیا پيل وکړي او په دې اړه کار روان دی."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

له دې وړاندې ښاغلي مجاهد په کابل کې په لومړنۍ خبري ناسته کې ویلي و چې ټولې خصوصي رسنۍ د بیان ازادي لري، خو په خبره‌یې دا ازادي باید د اسلام او د خلکو د عقیدې خلاف نه‌وي.

XS
SM
MD
LG