د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

د افغانستان پر رسنیو د وروستيو سیاسي بدلونونو اغېزې


ارشیف
ارشیف

له کابل نه له تېرې یکشنبې راهیسې د ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ د ګڼو سیاسي چارواکو له وتلو سره پر رسنیو کې هم د پام وړ بدلون راغلی.

‎په یو شمېر رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی او ځیني سریالونه هم بند شوي دي.

د کابل ښار یو اوسېدونکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "له هغې ورځې چې طالبان کابل ته ننوتلي دي، موږ ګورو د ښځو حضور کم شوی دی، د ښځینه ویاندې او خبریالې حضور مخکې ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات وو، د موږ غوښتنه دا ده چې ښځو ته دې اجازه ورکړي چې رسنیو کې کار وکړي، هغه رژیم جوت کړي چې خلک راضي، دا موضوع باید واضح وي، ایا طالبان د رسنیو د فعالیت مخنیوی کوي که دوی خپله دا سانسور کوي؟"

‎چاپي رسنۍ هم له تېرو دوو ورځو خپل مطالب نوي کړي نه‌دي.

چاپي رسنۍ
چاپي رسنۍ

د اطلاعات روز ورځپاڼې د انلاین برخې مسؤل الیاس نواندېش ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دوی خپل کار ته په عادي توګه دوام ورکړی: "کابل ته د طالبانو په راتګ اطلاعات روز ورځپاڼې د تېر په څېر خپل کار ته دوام ورکړی او همداسې به له وېرې پرته دوام ورکوي، زموږ ټول همکاران په دفتر کې شته، دا چې زموږ چاپي مطالب نه‌دي چاپ شوي د دولتي ادارو نشتوالي له امله دي."

‎خو د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د فرهنګي برخې مشر صدیق‌الله توحیدي وویل چې طالبانو ورته ویلي چې رسنۍ دې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ښاغلی توحیدي زیاتوي: "په تېرو ۴۰ ساعتونو کې چې کومې پېښې وشوې، د رسنیو ‌‌‌‌‌‌ډېری کارکوونکي یې کور کې کېنولي، خو تصویري رسنۍ یو څه خپل فعالیتونه لري. پرون او نن ښځینه ویاندویانې هم خپلو کارونو ته راغلي، وېره په یو ‌‌‌‌‌‌ډول سانسور رامنځته کوي، خو تر دې دمه هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول رسمي یا غیر رسمي خبرپاڼه نه‌ده خپره شوې."

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د فرهنګي برخې مشر صدیق‌الله توحیدي
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د فرهنګي برخې مشر صدیق‌الله توحیدي

‎بل‌خوا طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د ازادو رسنیو د فعالیتونو مخه به ونه‌نیول شي: "موږ تر دې دمه هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مخینوی نه‌دی کړی له ازادو رسنیو مو غوښتنه دا ده چې خپل نشرات ولري همدارنګه راډیویي او چاپي رسنۍ دې هم خلک له پېښو خبر کړي."

‎دا په داسې حال کې ده چې طالبانو کابل ته د ننوتلو وړاندې د مذاکراتو پر مهال ‌‌‌‌‌‌ډېری ښځې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې وې.

XS
SM
MD
LG