د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د نړۍ ګڼ شمېر رسنیو د مینه پال پر ترور راپورونه خپاره کړي


 د افغانستان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز ريیس دواخان مینه پال
د افغانستان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز ريیس دواخان مینه پال

د نړۍ ګڼ شمېر چاپي او الکترونیکي رسنیو د افغانستان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز د ريیس دواخان مینه پال پر وژل کېدو راپورونه خپاره کړي دي.

مینه پال چې له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۰ پورې د ازادي راډیو خبریال و، پرون په کابل کې ووژل شو او مسوولیت یې طالبانو په غاړه واخیست.

  • انډپېنډنټ

انډپېنډنټ ورځپاڼې او د ازادو مطبوعاتو ژورنال د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندونې رااخیستي چې د مینه پال په وژلو کې یې د خپلې ډلې لاس لرل تایید کړي دي.

  • فري پرېس ژورنال

فري پرېس ژورنال یا د ازادو مطبوعاتو ژورنال د مینه پال ترور ته په اشارې لیکلي چې افغانستان د ژورنالېستانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک هېواد دی.

په وروستیو کې د طالبانو او داعش له لوري په دغه هېواد کې پر ګڼ شمېر خبریالانو او نورو ملکیانو بریدونه شوي دي.

  • ایرش ټایمز

ایرش ټایمز ورځپاڼې هم په دې موضوع لیکنه خپره کړې.

دې ورځپاڼې لیکلي، په وروستیو کې د ډېرو حملو مسوولیت طالبان په غاړه نه اخلي، خو حکومت دا ډله په دا ډول بریدونو کې په لاس لرلو تورنوي.

دا ورځپاڼه د مینه پال ترور په وروستیو میاشتو کې پر ژورنالیستانو او د بشري حقونو پر فعالانو د حملو دوام بولي.

  • ډپلوماټ مجله

ډپلوماټ مجلې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر څرګندونو لیکنه خپره کړې ده.

یوه ورځ وروسته له دې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان وویل چې د طالبانو ویاند نه دی، قریشي څرګنده کړه چې طالبان په افغانستان کې داعش ډلې ته اجازه نه ورکوي.

په دې لیکنه کې وړاندې راغلي، د قریشي دا خبره په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر خلکو له انتقادونو او ملنډو سره مخامخ شوه.

ځینو پوښتنه کړې چې قریشي په دې څنګه پوهېږي او ولې پر طالبانو دومره ډاډه دی، ځینو نورو بیا لیکلي چې قریشي د طالبانو په استازیتوب خبرې کوي.

خو د پاکستان حکومت ژر په دې موضوع عکس العمل وښود او ویې ویل چې د قریشي خبرې پاکستاني او افغان رسنیو تحریف کړي دي.

د پاکستان حکومت وضاحت ورکړ چې قریشي په اصل کې ویلي و چې هېڅوک نه غواړي چې داعش ډلې ته وده وکړي.

د افغانستان حکومت یې نه غواړي، طالبان یې نه غواړي او ایران یې هم نه غواړي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې دوی د افغانستان حکومت ته د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره د فوري اقدام وړاندیز کړی دی.

د دې ټولنې په وینا په افغانستان کې په وروستیو ورځو کې تر ۵۰ د زیاتو راډیوګانو او ټلوېزیونونو فعالیت درول شوی او یوه نیمه رسنۍ چې د دغو ۵۰ رسنیو په منځ کې خپرونې کوي هغه هم یوازې د طالبانو تبلیغات خپروي.

XS
SM
MD
LG