د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

افغاني رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو نامعلوم برخلیک؛ دا به طالب مشران ټاکي


ارشیف، د طلوع نیوز سټوډیو
ارشیف، د طلوع نیوز سټوډیو

د طالبانو له راتګ سره اوس د افغانستان په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او کار کوونکو برخلیک نامعلوم دی او دغه برخلیک به د طالبانو مشران معلوموي.

سره له دې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل لومړني کنفرانس کې د رسنیو د فعالیت په اړه وویل چې دغه برخه به په ازاد ډول فعالیت کوي، خو د ښځينه خبریالانو او کارکوونکو په اړه یې څه ونه ویل.

د ښاغلي مجاهد له دې څرګندونو وروسته د ځینو رسنیو ښځینه خبریالانې او کار کوونکې د ټلوېزیون په پردو راڅرګندې شوې، خو له تېرو دوو ورځو راهیسې دغه چاره بیرته کمرنګه شوې.

د کابل نیوز خصوصی ټلوېزیون مدیر احسان الله سهاک وايي، هیله مندي شته چې د تېرو شلو کلنو لاسته راوړنې وساتل شي: "پرته له شکه رسنۍ د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې دي او په دې برخه کې یې زیاتې قربانۍ ورکړي، د طالبانو له راتک سره د ښځینه خبریالانو حضور په رسنیو کې کمرنګه شوی دی، موږ هیله لرو چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې وساتل شي."

دیانا صمدي چې د اریانا نیوز خبریاله ده د روانو حالاتو څخه سخته وېره لري: "کله چې طالبان راغلي موږ ته ویل شوي چې خپلو کارونو ته مو دوام ورکړئ، خو وېره لرم، کله چې بهر وځم، نو ویره لرم هغه روحي ارامښت هم نه لرم."

له بلې خوا لیدا نورزي چې د روانو حالاتو په وېره کې یې خپله دنده پرېښودلې وايي، د ځان او مال د خوندیتوب احساس یې نه کاوه: "زه د یوې مېرمنې په توګه خپل کارته په راتلونکي کې دوام ورکوم خو وېره لرم، هلته موږ ته وايي چې ستونزه نشته خو تاسو باور وکړئ چې زیاتې ستونزې دي موږ ته، کله چې مرکه کوې، نو طالب دې راشي په کار کې دې مداخله وکړي."

طالبانو له ۱۳۷۵ څخه ۱۳۸۰ کال پورې د خپل حاکمیت په وخت کې ټولې خصوصي رسنۍ تړلې وې او ښځینه کار کوونکو ته یې د فعالیت اجازه نه ورکوله.

اوس چې طالبانو د افغانستان ډېره جغرافیه تر خپل کنټرول لاندې راوستې خو د رسنیو د فعالیت په اړه یې تراوسه خپل ښکاره تګلاره نه ده ښودلې.

رسنیو په تېرو شلو کلونو کې زیات پرمختګ وکړ او د دې برخې زیاتې وده د تېرو دوو لسیزو ستره لاسته راوړنه ښودل کېږي.

XS
SM
MD
LG