د ملګرو ملتونو په یوه پټ سند کې راغلي چې طالبانو له دې سره-سره چې ویلي یې دي له خپلو مخالفانو غچ نه اخلي، د هغو کسانو لټون زیات کړی چې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره یې کار کړی دی.
دا راپور- چې د ملګرو ملتونو د ګواښ د ارزونې سلاکارانو چمتو کړی او فرانس پرېس خبري اژانس لیدلی وايي، طالبان یو لېست لري چې د هغه پر اساس هغه کسان په کې په نښه شوي چې باید لومړی ونیول شي.
د ملګرو ملتونو د سند له مخې، تر ټولو ډېر هغه کسان په خطر کې دي چې د افغانستان په اردو، پولیسو او استخباراتي قطعو کې یې رول درلود.
په راپور کې دغه راز ویل شوي، طالبان د مطلوبو کسانو او د هغو د کورنۍ د غړیو د نیولو لپاره کور په کور تلاشي اخلي.
راپور زیاتوي، طالبانو د کابل هوايي ډګر ته په لاره او همدا راز د جلال اباد په شمول په نورو لویو ښارونو کې د تلاشۍ پوستې جوړې کړي او هغه کسان لټوي چې د دوی له لېست سره سم باید ونیول شي.
د ملګروملتونو دا سند چې د چهارشنبې په ورځ چمتو شوی، د ناروې د نړیوال مرکز له لوري لیکل شوی دی. دا مرکز د ملګرو ملتونو ادارو ته استخباراتي معلومات ورکوي.
د دې مرکز اجراییه ريیسې کرستیان نیلیمان فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي: "طالبان هغه کورنۍ په نښه کوي چې ځانونه نه تسلیموي، هغوی تعقیبوي او سزا ورکوي."
دې دغه راز وویل، اټکل کوي هغه کسان به چې له ناټو او امریکايي پوځیانو سره یې کار کړی دی د کورنیو له غړیو سره شکنجه او ووژني.
د ملګرو ملتونو په سند کې دا هم ویل شوي چې طالبان نوي جاسوسان ګوماري او له دې سره به د دوی د مطلوبو کسانو لېست نور هم لوی شي.
طالبانو د یکشنبې له ورځې چې کابل یې نیولی، خلکو ته ډاډ ورکوي چې له چا به انتقام نه اخیستل کېږي او ټولو ته عمومي عفوه ده.
دې ډلې تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په اړه څه نه دي ویلي.
اروپايي اتحادیې په یوه ګډه اعلامیه کې د افغان ښځو او نجونو په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړه.
اروپايي اتحادیې دا اعلامیه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له ۱۹ نورو هېوادونو سره په ګډه خپره کړې ده.
البانیا، ارجنټاین، برازیل، کاناډا، چیلي، کولمبیا، کوسټاریکا، ایکوادور، السلوادور، هندو راس، ګواتیمالا، شمالي مقدونیا، نیوزیلنډ، ناروې، پاراګوې، سنیګال، سویس، بریتانیا او د امریکا متحدو ایالاتونو د افغان ښځو او نجونو او د هغوی د زده کړو، کار او ازاد تګ راتګ د حق په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي، پرهغو کسانو غږ کوي چې پر افغانستان ولکه لري چې په دغه هېواد کې د ۱۴ میلیونو مېشتو ښځو ساتنه وکړي.
د ملي ټلوېزیون یوې ویاندې شبنم دوران په ټولنیزو رسنیو کې په خپره کړې ویډیو کې ویلي چې ورته ویل شوي چې نظام بدل شو او نور ښځې ټلوېزیون ته ورتلای نه شي.
اغلې دوران زیاته کړه: "زه شبنم دوران یم، له تېرو ۶ کلونو راهیسې دلته په افغانستان کې د خبریالې یا د خبرڅانګې د ویاندې په توګه دنده ترسره کوم. وروستنۍ دنده مې په ار ټي اې کې وه هلته مې هم د ویاندې په توګه کار کاوه. کله چې نظام بدل شو، ما وغوښتل چې دندې ته لاړه شم او خپل شهامت مې له لاسه ورنه کړ، خو له بده مرغه چې ما ته اجازه را نه کړل شوه. سربېره پر دې چې ما کارت هم درلود، نارینه کار کوونکو چې کارت یې درلود بریالي شول چې دفتر ته ننوځي، خو ما ته یې ګواښ وکړ چې خپلې دندې ته دوام نه شئ ورکولی ځکه چې نظام بدل شوی. نړیوال او مرستندوی که زما غږ اوري زموږ سره دې مرسته وکړي چې زموږ ژوند له ګواښ سره مخامخ دی."
په نویمه لسیزه کې طالبانو د خپلې واکمنۍ په موده کې افغان ښځې له لومړنیو بشري حقونو لکه تعلیم څخه بې برخې کړې وې، خو روانه اوونۍ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې ژمنه وکړه چې دوی به د ښځو حقونو ته درناوی وکړي، اجازه به ورکړل شي چې د شریعت په چوکاټ کې تعلیم وکړي او کار وکړي.
اروپايي اتحادیه وايي چې راپورونه یې ترلاسه کړي چې طالبانو هغو ښځو ته چې په بانکونو کې یې کار کاوه، ویلي چې نور کار ته ورنه شي.
هندي رسنۍ وايي، له افغانستانه د وارداتو د ځنډېدو له کبله په ډیلي او نورو ښارونو کې د وچې مېوې بیه لوړه شوې ده.
په ډیلي کې د بادامو بیه هره کیلو له ۵۰۰ هندي روپیو زر هندي روپیو ته لوړه شوې ده.
د پېستې او انځرو بیه هم ختلې ده.
د نوي ډیلی د وچې مېوې پلورونکي وايي، هغه مېوې چې له افغانستانه دې ښار ته راوړل کېدې، بیه یې له ۲۰ تر ۲۵ سلنې پورې لوړه شوې ده، خو په دې منځ کې تر ټولو د بادامو بیه ډېره لوړه شوې ده.
په افغانستان کې له وروستیو پېښو وروسته د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان پرونپ نجشنبه د خپلواکۍ د یوسلو دوهمې کالیزې په مناسبت د افغانستان لپاره د سولې او سوکالۍ هیله وکړه.
راشد خان ویلي، هیله لري او دعا کوي چې په افغانستان کې دایمي سوله ټینګه شي او پرمختګ ته لاره هواره شي.
تر دې څو ورځې مخکې راشدخان د افغانستان پر وضعیت د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ له نړیوالو غوښتنه کړې وه چې په روانه ګډوډۍ او جګړه کې افغانانو ته شا وانه ړوي.