له یوې تازه نظرپوښتنې سره سم، د امریکایانو اکثریت وايي چې د افغانستان جګړه په دې نه ارزېده چې امریکا هلته وجنګېږي.
د اسوشیټېډ پرېس او د عامه چارو د څېړنې مرکز له لوري په دې نظرپوښتنه کې په درېيو کې دوو برخو پوښتل شوېو امریکایانو ویلي چې د امریکا دا تر ټولو اوږده جګړه په دې نه ارزېده چې امریکا پرې دومره وخت لګولی وای.
په دې نظرپوښتنه کې ۴۷ سلنه امریکایانو د ولسمشر جوبایډن د نړیوالو چارو مدیرت تایید کړی خو په سلو کې ۵۲ نورو د بایډن د ملي امنیت مدیریت نه دی تایید کړی.
دا نظرپوښتنه د اګسټ د ۱۲ او ۱۶ ترمنځ شوې ده.
په افغانستان کې یوازینی پاتې یهود وايي چې د طالبانو له واکمنېدو سره-سره به له خپل هېواده ونه وځي.
د نیوزویک د راپور له مخې، ۶۲ کلن زیبولون سیمنتوف (Zebulon Simentov) مخکې ویلي و چې که بیا طالبان واک ته ورسېدل له افغانستانه به ووځي.
ده اوس ویلي چې له دې سره-سره چې مېرمن او ماشومان یې په ۱۹۹۸ میلادي کال اسراییل ته لاړل، په کابل کې پاتې کېږي.
د ناټو پوځي کمېټې د غوڅ ملاتړ ماموریت له خپلو شریکانو سره د افغانستان د روانو حالاتو او د خپل منځي همغږیو په اړه ځانګړې غونډه وکړه.
د ناټو له اعلامیې سره سم، په دې فوق العاده غونډه کې همدا راز له افغانستانه د تخلیې په اړه هم خبرې وشوې.
له کله چې طالبانو کابل نیولی، ناټو او متحدان یې د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د عملیاتو د جاري ساتلو او د ناټو، د دې تړون د متحدانو او نورو د ایستلو په اړه هره ورځ غونډې کوي.
د ناټو پر اساس، دا تړون او متحد هېوادونه یې د وروستیو پېښو پر وړاندې د ګډ ځواب لپاره پر همږغۍ کار کوي.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن جمعه یوه فوق العاده غونډه لري.
چک جمهوریت اعلان وکړ چې له افغانستانه یې خپل ټول خلک را ایستلي دي.
دا خبره د چک صدراعظم اندرې بابېش پرون یوه کنفرانس ته وکړه: "د ژغورنې عملیات سر ته ورسېدل. په دې معنی چې چک جمهوریت ټول هغه کسان راوستل چې غوښتل یې. په کابل کې د چک د سفارت او پوځ له غوښتنو سره سم."
د راپورونو له مخې چک جمهوریت په درېیو پروازونو کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګره د چک د سفارت ټول کار کوونکي او د یاد سفارت افغان همکاران او د هغوی د کورنۍ غړي را ایستلي.
د چک پوځ هم په یوه ټویټري بیان کې لیکلي چې زموږ افغان همکاران او کورنۍ یې چک ته را انتقال شوي او اوس خوندي دي.
لویدیځو هېوادونو له کله چې طالبانو په افغانستان ولکه ټینګه کړه له کابله د خپلو اتباعو او افغان همکارانو د رایستلو لړۍ چټکه کړې ده.