د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي وايي، که له هغو افغانان سره چې غواړي له افغانستانه ووځي مرستې وشي نو فکر نه کوي چې له دې هېواده به په زیات شمېر خلک اروپا ته کډوال شي.
د جرمني خبري اژانس ډي پي اې راپور ورکوي چې ښاغلي ګراندې پرون د اګسټ په شلمه ایټالوۍ ورځپاڼې کورېرا دېلا سېرا Corriere della Sera ته ویلي، له افغانستانه د خلکو د وتلو کچه به په دې پورې اړه ولري چې طالبان په څومره بې رحمۍ سره حکومت کوي.
له بلې خوا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند شبیا مانتو پرون جمعه په جنیوا کې په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د روان بشري حالت په اړه د ملګروملتونو اندېښنه څرګنده کړه: "د ملګروملتونو د کډوالو اداره په افغانستان کې د روانو بشري اړتیاوو په خاطر اندېښنه لري او غواړي دا یقین ترلاسه کړي چې ټول هغه کسان چې اړ دي باید هېر نه شي."
مېرمن مانتو زیاته کړه چې د ټول افغانستان وضعیت د بدلون په حال کې دی. هغې وویل، که څه هم د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په ټول هېواد کې په جګړو کې د پام وړ کموالی راغلی، خو وايي وضعیت روښانه نه دی او ډېری افغانان د راتلونکي په خاطر اندېښمن دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر له ایټالوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې همدا راز ویلي، یوازې په هغه صورت کې اروپايي ټولنې ته د ګواښ احتمال شته چې له افغان کډوالو سره سمدستي مرستې ونه شي او هغوی اروپا ته د تللو پرېکړه وکړي.
ښاغلي ګراندي ویلي چې ښايي په غالب ګومان په لومړي ګام کې دا کډوال د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په تېره پاکستان او ایران او تر یوه حده تاجکستان ته ولاړ شي.
د اګسټ په پنځلسمه کابل ته د طالبانو له ننوتو وروسته د افغانستان ګاونډیو او نورو هېوادونو ته د افغان کډوالو د پراخې څپې د وتلو په اړه اندېښنې هم په سیمه او هم د اروپا په ګډون په نور نړۍ کې په زیاتېد دي.
د راپورونو له مخې زیات شمېر افغان کډوال همدا اوس هم ترکیې ته رسېدلي او په دې هېواد کې له دې کبله د خلکو نارضایتي زیاته شوې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د ځینو اروپايي هېوادونو له خوا د کډوالو د مخنیوي لپاره په سرحدونو کې اقدامات له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.
اردوغان همدا راز ویلي دي چې انقره په پام کې لري غیرقانوني کډوال خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه کړي.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې د یونان دفاع وزیر هم پرون د دې هېواد دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د یونان وسله وال ځواکونه غواړي چې له ترکیې سره په سرحد کې د افغان کډوالو د اوښتو مخه ونیسي.
میکالیس کریسکو ییدیس د اوروس سمندرګي له هغې سیمې څخه چې د اروپايي ټولنې بهرنۍ سرحد ګڼل کېږي، د لیدنې پر مهال وویل، یونان پرېکړه کړې ده چې د خپل ځان او اروپا د سرحدونو امنیت به خوندي کوي.
اوس مهال تر ټولو زیات افغان کډوال په ایران او پاکستان کې دېره دي.
نن شپږمه ورځ ده چې طالبانو کابل نیولی، خو په افغانستان کې عملاً حکومت او اداره نه شته.
د ازادي راډیو خبریال په دې موضوع له افغان ژورنالیست او شناند سمیع یوسفزي سره مرکه کړې او لومړی یې ورڅخه پوښتلي چې د حکومت او حکومت مشر نشتوالی د هېواد لپاره څه اغېز لري؟
دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:
امریکا او ناټو له افغانستانه خپل اتباع او دغه راز هغه افغانان باسي چې له دوی سره یې کار کړی دی، خو ډېر افغانان فکر کوي چې بې اسنادو بهر ته تللی شي او له همدې امله یې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته هجوم ور وړی دی.
محمود نورزی، یو له هغو زرګونو کسانو څخه دی چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته په ننوتو بریالی شوی دی.
ازادي راډیو له نوموړي سره چې لا هم په هوايي ډګر کې دی، څو شېبې وړاندې د هوايي ډګر او هلته د بې ساري ګڼې ګوڼې په اړه خبرې وکړې.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ، داسې حکومت چې ټولې خواوې په کې ځانونه وویني.
انتونیو ګوترش د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبرې غونډې ته وویل چې دا د طالبانو په ګټه ده: "نړیوالې ټولنې ته دا ډېره مهمه ده چې یو موټی وي، د امنیت شورا ټولو غړیو ته، خو په عمومي توګه نړیوالې ټولنې ته په کار دي چې په یوه خوله له خپل نفوذه استفاده وکړي او دا د طالبانو په ګټه هم ده چې په رسمیت وپیژندل شي او دا ممکنه ده."
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه چې په ځانګړي ډول د ښځو حقوق ډېر مهم دي او باید له کابله د هغو افغانانو د ایستلو چارې اسانې شي چې په دغه هېواد کې یې اوس ژوند په خطر کې دی.
له تېرې یکشنبې راهیسې چې طالبانو کابل نیولی دی شااوخوا اتلس زره کسان د حامد کرزي هوایي ډګر له لارې ایستل شوي دي چې له درېیو دوې برخې یې افغانان دي.