د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲
یو طالب وسله وال
یو طالب وسله وال

د افغانستان اوسنی روان سیاسي وضعیت او حقوقي خلا

په افغانستان کې د راتلونکي حکومت د جوړښت په اړه لا هم خبرې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي او حقوقي او سیاسي خلا پرځای ده.

‏‎که څه هم له تېرو دوو ورځو را په دې خوا په هېواد کې دننه او بهر د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه د طالب مشرانو او افغان سیاستوالو تر منځ لیده کاته او خبرې روانې دي، خو ځینو سیاسي څېرو او چارواکو ته نږدې کسانو ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې تردې دمه دغو خبر اترو کومه ښکاره پایله نه ده ورکړې. ‏‎

د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې مشر عبدالهادي مسلمیار او د طالبانو د سیاسي دفتر غړي انس حقاني ترمنځ په کابل کې لیدنه شوې ده، همدارنګه د کریم خلیلي، محمد محقق، یونس قانوني، صلاح الدین رباني په ګډون یو پلاوی پاکستان ته تللی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د راتلونکي حکومت جوړولو لپاره د پام را اړولو په هدف خبرې کړې دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته د یوې پوښتنې په ځواب کې په یو پیغام کې لیکلي چې خبرې روانې دي، خو تردې دمه د راتلونکي حکومت د جوړښت لپاره د ناستې د اجنډا، د موضوع څرنګوالي، وخت او ګډونوالو په لا بحث نه دی شوی.

‏‎دا په داسې حال کې ده چې له قطره د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی کندهار ته رسیدلی دی.

‏‎ویل شوي چې دغه طالب پلاوی به کابل ته هم سفر وکړي.

ازادي راډیو ‏‎هڅه وکړه چې په دې اړه د طالب ویاندویانو معلومات هم واخلو، خو دوی ددې راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده چې تازه تېره ورځ ناوخته محمد اشرف غني له متحده عربي اماراتو نه په یوه تازه ویډیوي بیان کې د طالبانو او افغان سیاستوالو تر منځ د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه د پیل شوېو خبرو نه ملاتړ وکړ.

د طالبانو له راتګ سره اوس د افغانستان په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او کار کوونکو برخلیک نامعلوم دی او دغه برخلیک به د طالبانو مشران معلوموي.

سره له دې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل لومړني کنفرانس کې د رسنیو د فعالیت په اړه وویل چې دغه برخه به په ازاد ډول فعالیت کوي، خو د ښځينه خبریالانو او کارکوونکو په اړه یې څه ونه ویل.

د ښاغلي مجاهد له دې څرګندونو وروسته د ځینو رسنیو ښځینه خبریالانې او کار کوونکې د ټلوېزیون په پردو راڅرګندې شوې، خو له تېرو دوو ورځو راهیسې دغه چاره بیرته کمرنګه شوې.

د کابل نیوز خصوصی ټلوېزیون مدیر احسان الله سهاک وايي، هیله مندي شته چې د تېرو شلو کلنو لاسته راوړنې وساتل شي: "پرته له شکه رسنۍ د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې دي او په دې برخه کې یې زیاتې قربانۍ ورکړي، د طالبانو له راتک سره د ښځینه خبریالانو حضور په رسنیو کې کمرنګه شوی دی، موږ هیله لرو چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې وساتل شي."

دیانا صمدي چې د اریانا نیوز خبریاله ده د روانو حالاتو څخه سخته وېره لري: "کله چې طالبان راغلي موږ ته ویل شوي چې خپلو کارونو ته مو دوام ورکړئ، خو وېره لرم، کله چې بهر وځم، نو ویره لرم هغه روحي ارامښت هم نه لرم."

له بلې خوا لیدا نورزي چې د روانو حالاتو په وېره کې یې خپله دنده پرېښودلې وايي، د ځان او مال د خوندیتوب احساس یې نه کاوه: "زه د یوې مېرمنې په توګه خپل کارته په راتلونکي کې دوام ورکوم خو وېره لرم، هلته موږ ته وايي چې ستونزه نشته خو تاسو باور وکړئ چې زیاتې ستونزې دي موږ ته، کله چې مرکه کوې، نو طالب دې راشي په کار کې دې مداخله وکړي."

طالبانو له ۱۳۷۵ څخه ۱۳۸۰ کال پورې د خپل حاکمیت په وخت کې ټولې خصوصي رسنۍ تړلې وې او ښځینه کار کوونکو ته یې د فعالیت اجازه نه ورکوله.

اوس چې طالبانو د افغانستان ډېره جغرافیه تر خپل کنټرول لاندې راوستې خو د رسنیو د فعالیت په اړه یې تراوسه خپل ښکاره تګلاره نه ده ښودلې.

رسنیو په تېرو شلو کلونو کې زیات پرمختګ وکړ او د دې برخې زیاتې وده د تېرو دوو لسیزو ستره لاسته راوړنه ښودل کېږي.

ناټو نن په خپله بېړنۍ غونډه کې له افغانستانه د یو شمېر خلکو د ایستلو او له طالبانو سره د خپلو راتلونکو اړیکو په اړه غونډه کوي.

تمه ده چې دې انلاین غونډې ته د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن چې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو په خاطر له سختو انتقادونو سره مخامخ دی، وینا وکړي.

ولسمشر بایډن به له افغانستانه د زرګونو افغانانو د ایستلو په اړه خبرې وکړي. دا هغه افغانان دي چې له ناټو سره یې د تیرو دوو لسیزو په ترڅ کې کار کړی دی.

طالبانو د یکشنبې په ورځ کابل ونیو، ژمنه یې وکړه چې چا ته به څه نه وایي او پراخ بنسټه حکومت به د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې جوړ کړي، خو د دې سربېره دا اندېښنې په زیاتیدو دي چې د طالبانو ژمنه او عمل سره ورته نه دی.

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې چې پرون خپور شو، وویل چې طالبان د هغو خلکو په پلټنه بوخت دي چې له امریکایانو، ناټو او د ولسمشر غني له حکومت سره یې کار کړی دی.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې ویل شوي دي چې دا کسان او د دوی د کورنۍ غړي له خطر سره مخامخ دي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن د افغانستان پر وضعیت بیړنۍ غونډه کوي.

دا غونډه به د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په ټویټر کې لیکلي دي چې د جمعې په ورځ یې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې غوښتنه کړې ده، څو د افغانستان په اړه د ناټو غړي هېوادونه خپل ګډ دریځ بیان کړي.

د سې شنبې په ورځ هم ناټو د افغانستان په اړه یوه بیړنۍ غونډه لرله چې په کې ښاغلي سټولتنبرګ خپله حیرانتیا څرګنده کړه چې څرنګه طالبانو کابل داسې ژر ونیو.

د اسلامي دولت، داعش ډلې ویلي دي طالبان بریالي شوي نه دي، امریکا راوستي دي.

وروسته تر دې چې د یکشنبې په ورځ طالبانو کابل ښار ونیو دا لومړی ځل دی چې داعش د افغانستان د پېښو په اړه خپل نظر څرګند کړی دی.

داعش د الانباء په نوم په خپلې اونیزې کې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو له لوري د کابل د نیولو په اړه ویلي دي چې د دوی بریا د اسلام لپاره نه ده دا د سولې لپاره ده، د خبرو لپاره ده، د جهاد لپاره نه ده.

داعش تور پورې کړی دی چې امریکا له دې طالبانو د یوې وسیلې په توګه د اسلام تر سیوري لاندې، د مسلمانانو د بې لارې کولو او د داعش د حضور پرضد په سیمه کې استفاده کوي.

په افغانستان کې له څو کلونو راهیسې په مختلفو سیمو کې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ جګړې شوي دي او د یوه بل کسان یې وژلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG