د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰
یو طالب وسله وال
یو طالب وسله وال

د افغانستان اوسنی روان سیاسي وضعیت او حقوقي خلا

په افغانستان کې د راتلونکي حکومت د جوړښت په اړه لا هم خبرې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي او حقوقي او سیاسي خلا پرځای ده.

‏‎که څه هم له تېرو دوو ورځو را په دې خوا په هېواد کې دننه او بهر د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه د طالب مشرانو او افغان سیاستوالو تر منځ لیده کاته او خبرې روانې دي، خو ځینو سیاسي څېرو او چارواکو ته نږدې کسانو ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې تردې دمه دغو خبر اترو کومه ښکاره پایله نه ده ورکړې. ‏‎

د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې مشر عبدالهادي مسلمیار او د طالبانو د سیاسي دفتر غړي انس حقاني ترمنځ په کابل کې لیدنه شوې ده، همدارنګه د کریم خلیلي، محمد محقق، یونس قانوني، صلاح الدین رباني په ګډون یو پلاوی پاکستان ته تللی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د راتلونکي حکومت جوړولو لپاره د پام را اړولو په هدف خبرې کړې دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته د یوې پوښتنې په ځواب کې په یو پیغام کې لیکلي چې خبرې روانې دي، خو تردې دمه د راتلونکي حکومت د جوړښت لپاره د ناستې د اجنډا، د موضوع څرنګوالي، وخت او ګډونوالو په لا بحث نه دی شوی.

‏‎دا په داسې حال کې ده چې له قطره د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی کندهار ته رسیدلی دی.

‏‎ویل شوي چې دغه طالب پلاوی به کابل ته هم سفر وکړي.

ازادي راډیو ‏‎هڅه وکړه چې په دې اړه د طالب ویاندویانو معلومات هم واخلو، خو دوی ددې راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده چې تازه تېره ورځ ناوخته محمد اشرف غني له متحده عربي اماراتو نه په یوه تازه ویډیوي بیان کې د طالبانو او افغان سیاستوالو تر منځ د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه د پیل شوېو خبرو نه ملاتړ وکړ.

نن د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده. دا ورځ په داسې وخت کې یو شمېر خلک نمانځي چې په کابل کې د واک خلا ده.

طالبانو دا ښار د یکشنبې په ورځ ونیو، ولسمشراشرف غني په پټه له افغانستانه ووت او پرون د متحد عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ یې ښاغلي غني ته په خپل هېواد کې ځای ورکړی دی.

ښاغلي غني څو ساعته وروسته له یاد اعلان څخه وروسته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې پر دې کار کوي چې بېرته هېواد ته ستون شي.

نوموړي وویل: "زه د تېښتې او جلا وطنۍ قصد نه لرم. اوس په اماراتو کې یم څو د وینو د بهیدو او ناورین مخه نیول شوي وي. په مشورو بوخت یم چې افغانستان ته ستون شم او خپلو هڅو ته چې د عدالت د تامین، زموږ په هېواد کې د افغانانو د حاکمیت، د ارزښتونو د بیا ستنېدو او د واقعي اسلامي او د افغانستان د خلکو د ملي ارزښتونو لپاره دي، په ګډه مبارزه وکړو."

ښاغلي غني زیاته کړه چې په تاریخ کې پخوا ملا محمد عمر، عبدالرحمان خان، امیر دوست محمد خان، امیر شېر علي خان او یو شمېر نور مشران وتلي وو، بیا بېرته د ولس خدمت ته حاضر شول.

ولسمشر غني په خپل ویډیویي پيغام چې تېره شپه یې خپور کړ په کابل کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ وکړ: "زه له روانو مذاکراتو چې د حکومت له لوري پيل شوي او اوس یې ډاکټرصاحب عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزي مخته وړي، حمایت کوم. دا پروسه باید بریالۍ شي."

په کابل کې پرون د حقاني شبکې یوه مشر انس حقاني له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې د عالي شورا له مشرعبدالله عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نورو چارواکو سره وکتل.

د طالبانو نوراکثر مشران په کندهار کې دي چې د سې شنبې په ورځ د قطر د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره دغه ښار ته ورسېدل.

د افغانستان د خپلواکۍ د یو سل او دوهم کال په درشل کې روانه اوونۍ په جلال اباد، خوست، اسعد اباد او ځینو نورو سیمو کې یو شمېر افغانانو د درې رنګه بیرغ په ملاتړ اعتراضونه وکړل.

طالبانو له اکثرو دولتي ودانیو درې رنګه بیرغ لېرې کړی دی او خپل سپین بیرغ یې د هغه پرځای درولی، خو یو شمېرافغانانو له دې سره مخالفت کړی دی.

د دې مخالفتونو په ترڅ کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ په کابل کې د خپل لومړي خبرې کنفرانس په ترڅ کې وویل چې راتلونکی حکومت به د بیرغ په اړه پریکړه وکړي.

ایراني چارواکي له افغانستان سره تر وروستیو بدلونونو راورسته، پر خپلو اړیکو غور کوي.

دغه هېواد چې شااوخوا نهه سوه کیلومتره ګډه پوله له افغانستان سره لري د څه باندې درې میلیونه افغان کډوالو کوربه دی او اوس پرکابل د طالبانو برلاسي ته په فکر کې دی.

پرافغانستان د طالبانو له ناببره او ژر برلاسۍ وروسته ایراني چارواکي بې ثباتۍ ته وېره لري چې افغان کډوال ورمات نه شي او افراطي ډلې لکه داعش نور فعاله نه شي.

د ازادي راډیو د خبرڅانګه په یوه راپور کې څرګندوي چې تهران په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره کمزوري اړیکې ټینګ کړل او د دې ډلې استازیو ته یې بلنه ورکړه چې هلته د سولې خبرې وکړي، خو وروسته تردې چې دې ډلې د افغانستان ډېری سیمې ونیولې او بیا د اګسټ په پنځلسمه کابل ته داخله شوه له دې ډلې سره یې ښکاره تماس نه دی نیولی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د ایران د بهرنیو چارو وزیرمحمد جواد ظریف چې د وزارت له مقامه په لېرې کېدو دی، د کابل تر سقوط وروسته په لنډو د طالبانو نوم یاد کړی دی.

د ښاغلي رییسي په وینا د سې شنبې په ورځ وویل شول چې جواد ظریف ته یې ویلي دي چې د امریکا د متحد ایالاتونو پوځي ماتې باید په افغانستان کې د هوسا ژوند، امنیت او تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره کړي.

څو ساعته وروسته تردې جواد ظریف په ټویټر کې ولیکل چې شخړې او جنګ لکه اشغال کله هم ستونزې نه هواروي.

د ده په وینا ایران د پخواني ولسمشر حامد کرزي د بیان هرکلی کوي چې د ستونزو د حل لپاره یې د افغان چارواکو د همږغۍ شورا جوړه کړې ده.

ښاغلي ظریف روانه اوونۍ په یوه بل ټویټ کې ولیکل چې ایرانیان هیله مند دي چې وروستي تحولات به په افغانستان کې خبرو او د واک سوله ییز لېږد ته زمینه برابره کړي، ده دا هم لیکلي دي چې ایران د سولې هڅو ته ادامه ورکوي.

ایران دا منلې ده چې طالبان د افغانستان د نن ورځې یو واقعیت دی چې د دې جګړه ځپلي هېواد د راتلونکي حل لارې یوه برخه وي.

د اسټرالیا په دیکین پوهنتون کې د ختیځي او منځني اسیا د برخې استاد شهرام اکبرزاده ازادي راډیو ته وویل چې د ایران د چارواکو تصویر زړور تصویر دی چې د امریکا وتل یې د افغانستان د خلکو بریا بللې ده او دا په ضمني ډول د طالبانو د تایید په معنی دی.

د ښاغلي اکبرزاده په وینا، تهران دې ته اندېښمن دی چې طالبان د شیعه و ضد دي، هزاره څاري او ایراني ضد سیاستونه مخته وړي، خو په ورته وخت کې غواړي چې د افغانستان له راتلونکي حکومت سره حرفه اي روابط ولري، صمیمانه روابط نه.

د ایران رسمي اژانس ایرنا په افغانستان کې د ایران د پخواني شارژدافیر عبدالمحمد طاهري خبرې رااخیستي دي چې پرون یې وویل، تهران د افغانستان پر مختلفو ډلو یا نفوذ لري یا د اړیکو تجربه ورسره لري چې پرطالبانو فشار رااړوی شي چې د ایران امنیت ته پام وکړي او د افغانستان خلک له نورو ستونزو سره مخامخ نه شي.

د ښاغلي طاهري په وینا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل ایران ته د اندېښنې دي؛ داسې چې هلته به ناامنۍ ډېرې شي او افغان کډوال به چې په دوی کې کیدای شی چې د داعش او القاعده غړي هم وي، ایران ته مخه کړي.

د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو وروسته ملګري ملتونو له دې هېواده د درې سوه بهرنیو کارکوونکو درېیمه برخه په موقت ډول قزاقستان ته لېږدوي.

د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریچ پرون چهارشنبه (د زمري په ۲۷مه) وویل چې شااوخوا سل بهرني کار کوونکي به په موقت ډول د قزاقستان لوی ښارالماتي ته ولېږدول شي.

نوموړي خبریالانو ته وویل، دا موقتي اقدام دی او هدف دا دی چې ملګري ملتونه له زیات خنډ پرته وکولای شي په افغانستان کې بشري مرستوته دوام ورکړي او هم د خپلو کار کوونکو پر وړاندې خطرونه کم کړي.

دوجاریچ ټېنګار وکړ چې ملګري ملتونه ژمن دي چې له افغانستان سره به پردې هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم بشري مرستو ته دوام ورکړي.

طالبانو ویلي چې د ډیپلوماټانو او د ملګروملتونو د کار کوونکو ژوند به خوندي کوي.

ملګري ملتونه او مرستندویه ټولنې یې په افغانستان کې پر بهرنیو کارکوونکو سربېره شااوخوا درې زره افغان کارکوونکي هم لري.

د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند دغه راز وویل، د دغو افغان کار کوونکو د امنیت د خوندي کولو لپاره یې مهم اقدامات کړي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، ترهغو به امریکایي ځواکونه په افغانستان کې وساتي چې له دې هېواده د ټولو امریکایانو ایستل بشپړ شوي نه وي.

بایډن وویل، ان که اړتیا وي، د اګسټ له ۳۱مې چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې، په دې هېواد کې پوځي حضور ته دوام ورکړي.

ولسمشربایډن له امریکایي اې بي سي نیوز ټلوېزیون سره پرون چهارشنبه په یوه مرکه کې هغه انتقادونه چې وایي، له افغانستانه باید د خلکو او ځواکونو د ایستلو لپاره پر پلان ښه کار شوی وای، رد کړل.

دغه انتقادونه وروسته له هغې زیات شول چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره د تاوتریخوالي او ګډوډیو صحنې چې په زرګونو کسانو د کابل هوایي ډګر ته مخه کړې، خپرې شوې.

ولسمشر بایډن وویل، متحده ایالات به له ټولو امکاناتو کار واخلي چې د اګسټ تر ۳۱مې پورې له افغانستانه د ټولو امریکایانو او افغان همکارانو ایستل بشپړ شي.

بایډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې که تر ټاکلي نېټې وروسته بیا هم یو شمېر امریکایان هلته پاتې شي، اداره به یې په ایستلو کې مرسته وکړي وویل، که امریکایي تبعه هلته پاتې وي، نو به موږ هم هلته حضور ولرو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG