وروسته له هغې چې په خوست کې طالبان په سوله ییز ډول واک ته ورسېدل، لا هم طالبان په بشپړ ډول د ښار د وضعیت په کابو کولو نه دي بریالي شوي.
تازه طالب چارواکو په ښار کې د خلکو پر ګرځېدو کلک بندیز لګولی او له دوی یې غوښتي چې تر دوهم امر پورې له خپلو کورنو بهر نه شي.
هغه اعلامیه چې رسنیو ته د دې ولایت ځایي طالب چارواکو د ځانګړو نظامي قطعاتو د عملیاتو د پیل تر عنوان لاندې لېږلې، په کی راغلي چې دغه ځواکونه په بېړني ډول ښار ته داخل شوي، څو په ښار کې د ګډوډیو د رامنځته کېدو او د بشپړ امنیت د ټېنګښت په موخه جدي عملیات ترسره کړي.
دوی له خلکو غوښتي چې تر دوهم امر پورې له خپلو کورونو، دفترونو او استوګن ځایونو و نه وځي او روغتونونو ته د بېړنیو ناروغانو د لېږد پر مهال له امنیتي چارواکو سره تماس کې شي.
دا اعلامیه په داسې مهال خپریږي چې ټاکل شوي نن د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خلک د خپلواکۍ د ۱۰۲ یمې کلیزې په ویاړ د خوشالۍ جشنونه ونمانځي.
د بریتانیا صدراعظم وایي، نړۍ دې ته ګوري چې د طالبانو ژمنې به د دوی له عمل سره ورته وي که نه وي؟
بورېس جانسن دا خبره وروسته تردې کوي چې طالبانو ویلي دي دوی له خپلو مخالفانوغچ نه اخلي او د ښځو حقوق به د دوی په حکومت کې د دوې لسیزې مخکې په پرتله متفاوته وي.
بورېس جانس پرون د خپل هېواد د پارلمان غونډې ته چې د افغانستان د وضعیت لپاره ځانګړې شوې وه له رخصتۍ راغوښتل شوی و.
ده وویل، بریتانیا به د طالبانو چلند ته ګوري چې د ترهګرۍ په برخه کې، له مخدر موادو سره د مبارزې په برخه کې او د ښځو د زده کړو د حقونو په برخه کې څه کوي.
د بریتانیا صدراعظم دا هم وویل چې د اګسټ له ۱۵مې چې طالبان کابل ته داخل شول، بریتانیا خپل درې سوه شپږ کسان له افغانستانه ایستلي، همدا راز یې تر دوه زره ډېرافغانان له دې هېواده بهر کړي دي.
په کابل کې امریکایي پوځیان له طالبانو سره په خبرو دي چې د کابل د هوایي ډګر د داخلېدو چارې اسانې شي.
د امریکا د متحد ایالاتونو د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، د هوایي ډګر په لور په لارو کې د طالبانو امنیتي پوستې او بندیزونه د دې باعث شوي دي چې یو شمېرکسان تر میدان پورې ځانونه راونه رسوي.
جان کربي په واشنګټن کې پرون خبریالانو ته وویل: "د طالبانو له قوماندانانو سره د میدان د نظم په خاطر په منظم ډول په ارتباط کې یوو څو له موږ سره مرسته وکړي."
سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ ویلي و چې طالبانو له دې سره موافقه کړې ده چې د هغو ملکي افغانانو مخه به نه نیسي چې د طالبانو تر راتګ وروسته له افغانستانه وځي.
د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره وایي چې دا ټولنه باید د طالبانو تر بریالیتوب را وروسته د هغو افغانانو غم وخوري چې تر سمدستي ګواښ لاندې دي.
ایلوا جانسن پرون په بروکسل کې د اروپایي هېوادونو د کورنیو چارو د وزیرانو تر غونډې وروسته انلاین خبري غونډې ته وویل: "موږ باید د غیرقانوني لارو مخه ونیسو، د خطرناکو لارو چې د قاچاق وړونکو لارې دي. د دې پر ځای موږ باید خلکو ته د قانوني لارو غم وکړو چې هغه خلک چې په نړیواله کچه یې حمایت ضروري دی د اروپایي ټولنې هېوادونو ته راشي."
مېرمن جانسن زیاته کړه چې اروپایي ټولنه به له پاکستان، ایران او تاجکستان سره همکاري وکړي چې افغان کډوال ومني.
په پرونۍ غونډه کې د یو شمېر اروپایي هېوادونو استازیو څرګنده کړه چې دوی نه غواړي د دوه زره پنځلسم کال د کډوالو ناورین تکرار شي.