د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۵
یو طالب وسله وال
یو طالب وسله وال

د افغانستان اوسنی روان سیاسي وضعیت او حقوقي خلا

په افغانستان کې د راتلونکي حکومت د جوړښت په اړه لا هم خبرې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي او حقوقي او سیاسي خلا پرځای ده.

‏‎که څه هم له تېرو دوو ورځو را په دې خوا په هېواد کې دننه او بهر د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه د طالب مشرانو او افغان سیاستوالو تر منځ لیده کاته او خبرې روانې دي، خو ځینو سیاسي څېرو او چارواکو ته نږدې کسانو ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې تردې دمه دغو خبر اترو کومه ښکاره پایله نه ده ورکړې. ‏‎

د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې مشر عبدالهادي مسلمیار او د طالبانو د سیاسي دفتر غړي انس حقاني ترمنځ په کابل کې لیدنه شوې ده، همدارنګه د کریم خلیلي، محمد محقق، یونس قانوني، صلاح الدین رباني په ګډون یو پلاوی پاکستان ته تللی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د راتلونکي حکومت جوړولو لپاره د پام را اړولو په هدف خبرې کړې دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته د یوې پوښتنې په ځواب کې په یو پیغام کې لیکلي چې خبرې روانې دي، خو تردې دمه د راتلونکي حکومت د جوړښت لپاره د ناستې د اجنډا، د موضوع څرنګوالي، وخت او ګډونوالو په لا بحث نه دی شوی.

‏‎دا په داسې حال کې ده چې له قطره د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی کندهار ته رسیدلی دی.

‏‎ویل شوي چې دغه طالب پلاوی به کابل ته هم سفر وکړي.

ازادي راډیو ‏‎هڅه وکړه چې په دې اړه د طالب ویاندویانو معلومات هم واخلو، خو دوی ددې راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده چې تازه تېره ورځ ناوخته محمد اشرف غني له متحده عربي اماراتو نه په یوه تازه ویډیوي بیان کې د طالبانو او افغان سیاستوالو تر منځ د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه د پیل شوېو خبرو نه ملاتړ وکړ.

د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې چهارشنبه ناوخته د امریکا ملکي الوتکو او پیلوټانو ته اجازه ورکړې چې کابل ته پرواز وکړي، څو د زرګونو کسانو د لېږد په برخه کې د هغه هېواد له پوځیانو سره مرسته وکړي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د هوايي چلند د فدرالي ادارې د اعلامیې په حواله راپور ورکړی چې د کابل هوایي ډګر ته ټول مرستندویه پروازونه باید د امریکا د دفاع وزارت په اجازه ترسره شي.

د اعلامیې له مخې دفاع وزارت په خپله له دې امر مستثنا دی.

د پنټاګون چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د کابل له نړیوال هوایي ډګره به د زرګونو کسانو د لېږد لپاره د ملکي برخې له پیلوټانو او الوتکو‌ څخه استفاده وکړي که نه؟

امریکا داسې وخت کابل ته د خپلو ملکي الوتکو د الوتلو اجازه ورکړې چې دا پنځمه ورځ ده طالبانو په پلازمېنې کابل ولکه ټينګه کړې.

ښار ته د طالب وسله والو په راتګ سره لسګونه زره کسانو د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر په لور وخوځېدل او هر یوه هڅه کوله چې په شته الوتکو کې ځانونه له افغانستانه وباسي، خو د راپورونو له مخې امریکا او نورو اروپايي هېوادونو هغو خلکو ته چې تمه ده دوی یې ولېږدوي، مخکې له مخکې احوال ورکړی او بې له سنده څوک په الوتکو کې نه وړي.

د خلکو د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره په هوايي ډګر کې شته امریکايي پوځیانو او طالب وسله والو هوايي ډزې هم کړي دي.

مخکې ورځو کې د یو شمېر خلکو د مرګ ژوبلې راپورونه هم خپاره شوي وو.

تازه ازادي راډیو ته د کابل یوې اوسیدونکې د یوه پیغام په استولو له طالب وسله والو شکایت کړی چې په هوايي ډګر کې په ورټولو عامو خلکو ډېر زور زیاتی کوي.

د خلکو د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره په هوايي ډګر کې شته امریکايي پوځیانو او طالب وسله والو هوايي ډزې هم کړي دي.
د خلکو د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره په هوايي ډګر کې شته امریکايي پوځیانو او طالب وسله والو هوايي ډزې هم کړي دي.

دی وايي: "خلک وهي، ټکوي. چا سره چې اسنادونه دي هغه هم نه پرېږدي چې تېر شي او دا چې خلکو همداسې هجوم ور وړی، څوک چې اسناد نه لري هغه هم هلته ولاړ دي. نو یو ظلم او ستم دی. ښځې وهي، سړیان وهي شلاق ورسره دی. هغه له کوڅو نه راټول شوي چې په هغه پخوانیو به یې ډېر شکر وباسې. دا ذبیح الله مجاهد یا هرڅوک چې دی چې غږېده دا ټولې خبرې یې دروغ دي. باور په خدای وکړئ. داسې بد وضعیت دی. اول خو خلک له ډاره نه ووځي بیا چې وځي طالبان هغه اخلاق ورسره کوي چې څوک یې له ځناورو سره هم نه کوي."

طالبانو لا په خلکو باندې د زور زیاتي د شکایتونو په تړاو کومه تبصره نه ده کړې، خو په خواله رسنیو باندې ګڼو خلکو د هوايي ډګر د نظم په ساتنه کې د امریکایانو او طالبانو د پاتې راتلو تر څنګ هغه کسان هم ملامته کړي چې په هوايي ډګر کې یې ګډوډي رامنځته کړې ده.

د سپینې ماڼۍ چارواکو د چهارشنبې ناوخته د اګسټ په ۱۸مه وویل چې د اګسټ له ۱۴مې څخه تراوسه پورې کابو ۶۰۰۰ کسان له افغانستانه دې هېواد ته لېږدول شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د کابل د نړیوال هوایي ډګر کنټرول په لاس کې واخېست.

د امریکا د ولسمشر د پرېکړې له مخې زرګونه امریکايي پوځیان د عسکرو د خوندي ایستلو د بهیر لپاره په کابل هوایي ډګر کې مېشت شوي او ښايي د اګسټ تر یوې دېرشمې ور هاخوا هم امریکايي ځواکونه هلته پاتې وي څو د وتلو بهیر په بشپړه توګه سرته ورسېږي.

کابل وروسته له کلونو بې واکمنه دی. د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په کندهار کې دی، ولسمشر اشرف غني په متحد عربي اماراتو کې دی، د ده لومړي مرستیال امرالله صالح ځان سرپرست ولسمشر اعلان کړی.

که دا وضعیت دوام کوي منفي اغیزې به یې څه وي؟

دلته بحث اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00
مستقیم لېنک


  • هیل ورځپاڼه

هیل ورځپاڼه لیکي، افغانستان د دوهم ځل لپاره د داسې چا لاسونو ته لویدلی چې د منځنیو پیړیو نظر لري او دا د هغو افغانانو لپاره چې په معاصره نړۍ کې مودرڼ ژوند غواړي یوه تراژیدي ده.

دغه کسان اوس هڅې کوي چې له افغانستانه ووځي.

  • واشنګټن ایګزاماینر

بلې امریکایي ورځپانې واشنګټن ایګزاماینر د دې کسانو په اړه مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې په پیل کې د امریکا د متحد ایالاتونو د دفاع وزیر په وینا راغلي دي چې امریکا په افغانستان کې دومره ځواکونه نه لري چې له هغو امریکایانو او افغانانو سره چې د وتلو جوګه دي، مرسته وکړي.

د ورځپاڼې په باور شااوخوا شپږ زره امریکایي پوځیان په کابل کې د حامد کرزي د هوایي ډګر امنیت ساتي او له افغانستانه د شوې ژمنې له مخې د ټولو امریکایي پوځیانو د وتلو لپاره تر دوو اونیو لږ وخت پاتې دی.

واشنګټن ایګزاماینر وړاندې لیکي:

د حامد کرزي هوایي ډګر ته تللې لار د طالبانو په لاس کې ده او پردې مزدحم سړک هغو خلکو ته چې بیروبار جوړوي ګواښ کوي او وهي یې.

ورځپاڼه بیا لیکي چې د امریکا سفارت هم په کابل کې تر میدان پورې د خلکو د خوندي تګ تضمین نه کوي.

وروسته تردې چې طالبانو د یکشنبې په ورځ کابل ونیو، د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن په خپلې لومړۍ مرکه کې ټینګار وکړ چې د هغو امریکایانو مخه نه ده نیول شوې چې هوایي ډګر ته ولاړ شي چې پاسپورټ لري او په دې برخه کې له طالبانو سره موافقه هم شوې ده.

  • پولیټیکو

پولیټیکو خپرونې هم پر همدې موضوع لیکنه خپره کړې ده او لیکي، جمهوري غوښتونکي د ولسمشر بایډن پر اداره انتقاد کوي چې ولې یې له افغانستانه ځواکونه وایستل؟

د خپرونې په باور جمهوري غوښتونکي په دې برخه کې یوه خوله دي، خو په افغانستان کې د امریکا د متحدانو د پریښودو پرسر د یو شمېر جمهوري غوښتونکو نظر بدل دی.

د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وخت په امریکا کې د کډوالو له زړې پالیسۍ سره مخالفت کېده.

اوس چې د امریکا په زرګونو افغان متحدان د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخامخ شوي دي، د خپرونې په باور دا مساله یې پیچلې کړې ده.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې بیا د ملګرو ملتونو د پخواني مرستیال مارک مالوچ براون لیکنه خپره کړې ده.

د دې مقالې په پیل کې ښاغلی براون لیکي، د نولس سوه اتیایمو کلونو په ترڅ کې چې ده د ملګرو ملتونو د پلان جوړونکي په توګه کار کاوه ورته تراژیدي یې لیدلې وه چې د شوروي اتحاد پوځیان له افغانستانه وتل.

بیا د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د مسوول په صفت د طالبانو تر سقوط وروسته د بیارغاونې د هڅو شاهد و.

دی بیا لیکي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید سمدستي لاس په کار شي، څو په افغانستان کې د یوناما ونډه چې له کابله پرته نورو ولایتونو کې استازي لري، پياوړې شي.

ښاغلی براون په دې مقاله کې دې ته هم اشاره کوي چې افغانستان کې بشري وضعیت ته ژوره اندېښنه لري او لیکي چې په اوړي کې لا د راپورونو له مخې د افغانستان نیمایي خلکو بېړنیو مرستو ته اړتیا لرله، د دغه هېواد له لسو کسانو یو تن له خپله کوره بې ځایه شوی دی.

ښاغلی براون پر دې ټینګار کوي چې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید د ملګرو ملتونو ونډه پراخه شي او دې برخه کې هم د افغانستان دننه واکمنان او هم ټول نړیوال مرسته وکړي.

سږکال د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو ۱۰۲ یمه کالیزه په داسې مهال راځي چې تازه څو ورځې وړاندې طالبانو په افغانستان کې د قدرت چارې په لاس کې واخېستې.

خوست په کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې واک په کې په سوله ییزه توګه طالبانو ته انتقال شو.

د واک د سپارلو څخه یې نن څلورمه ورځ تیریږي، خو لا هم د دې ولایت د طالب چارواکو په وینا ښار په بشپړ ډول نه دی تصفیه شوی او د ښار د خوندیتوب لپاره یې کار پیل کړی.

طالبانو رسنیو ته په استولې یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی اړوند ځانګړي نظامي قطعات تېره شپه ښار ته داخل شوي او د هغو کسانو پر وړاندې عملیات کوي چې په ښار کې د غلاوو او چور تر څنګ ګډوډیو ته لمن واهي.

خوست ښار کې له تیرې شپې راهیسې ګرځبندیز پلی شوی.
خوست ښار کې له تیرې شپې راهیسې ګرځبندیز پلی شوی.

د سوله ییز انتقال او بیا په ښار کې د ګرځ بندیز لګېدو که له یوې خوا د خلکو په کاراوبار اغېز کړی، له بلې خوا یې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د ۱۰۲ یمې کالیزې مراسم هم له خنډ سره مخ کړل.

د راپورونو او مشاهدو له مخې خوست یو له هغو ولایتونو شمېرل کیږي چې په ملي ، مذهبي او نورو ځانګړو ورځو کې د ځایي ادارو تر څنګ د عامو خلکو له لوري جشنونه نیول کېږي او دا ورځې په ډېر جوش سره نمانځي.

خو دا ځل ښار تړلی دی او ښار ته په داخلېدونکو ټولو لارو کې طالبان ولاړ دي، دوی له ناروغانو او ځانګړو کسانو پرته هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د خوست ښار ته داخل شي.

د خپلواکۍ د ورځې د نه نمانځنې تر څنګ سوله ییز انتقال او په ښار کې ګرځبندیز د خلکو ژوند او د سوداګرو کاروباز هم اغېزمن کړی.

رحمت الله په خوست ښار کې د هغې واورې پلورونکی دی چې په ژمي کې یې راټوله کړې او ذخیره کړې وه، څو د اوړي په موسم کې یې په خلکو وپلوري.

دی وایي، د وضعیت په بدلېدو سره یې کاروباز اغېزمن شوی او په ښار کې د ګرځبندیز په لګیدو یې د ورځې ګټه د پام وړ کمه شوې ده: "نن ورځې مې بیخې سودا ونه شوه، ځکه چې ښار مکمل بند شوی دی هېڅوک نشته، بس دا واوره ده همداسې پرته ده، مخکې به دوو یا درېیو ورځو کې مکمل موټر خرڅېده اوس یې دا دی هېڅ شی نه دی خرڅ شوی، نو که همداسې دوام وکړي، کیدای شي یو لس پنځلس زره افغانۍ تاوان وکړي."

امیرګل د هنډوانو بل کاروباري دی چې نن ورځ ېې ګټه وټه کمه وه او لامل یې هم په ښار کې د خلکو په ګرځیدو د بندیز لګیدل په ګوته کوي: "خلک نشته، بس موږ هم ناست یو، مخکې ډېر ښه و دا کاروبار څلور میاشتې کېږي، دا هنډوانې خرڅوم، نن سبا ورځو کې خلک نشته، نو کاروبار هم کمزوری شوی دی."

د خوست په څنګ لوري ولایت پکتیا کې هم نن ورځ ځوانانو د ازادۍ ۱۰۲ یمه کالیزې د نمانځنې لپاره تیاری نیولی و چې د یو شمېر ګډونوالو په وینا د طالبانو له لوري یې د مراسمو د نه ترسره کېدو مخه نېول شوې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG