بهرني حکومتونه له افغانستانه د زرګونو هغو افغانانو د ایستلو هڅې کوي چې په دې هېواد کې یې له دوی سره کار کړی دی، خو په ورته وخت کې طالبانو د کابل د هوایي ډګر په لور لارې بندې کړي دي.
نن دا اندېښنه هم شته چې ښایي د خپلواکۍ د ورځې په خاطر شخړې رامنځته شي.
د اګست له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی دی په زرګونو افغانان هڅې کوي چې له افغانستانه ووځي.
د طالبانو مشرانو ویلي دي چې دوی سوله غواړي او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې پراخ بنسټه حکومت غواړي. طالبانو دا هم ویلي دي چې دوی له خپلو دښمنانو غچ نه اخلي.
خو راپورونه وایي چې طالبانو د کابل د هوایي ډګر شااوخوا پاټکونه جوړ کړي دي او ان هغو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې اسناد لري.
طالبانو او د ناټو چارواکو ویلي دي چې تراوسه په کابل کې د حامد کرزي د هوایي ډګر شااوخوا ۱۲ تنه وژل شوي دي.
دا راپورونه په داسې وخت کې خپاره شوې دي چې نن په افغانستان کې د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د نمانځنې ورځ ده او وضعیت کړکېچن ښکاري، پرون هم په جلال اباد کې د طالبانو پر ضد مظاهره وشوه.
وروسته تردې چې طالبانو کابل نیولی دی دا د دې ډلې پر ضد لومړی ډله ییز غبرګون یاد شوی دی.
د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله لومړۍ مرکه کې پرون وویل چې طالبان مرسته کوي څو امریکایان او د امریکا د متحدانو اتباع له افغانستانه ووځي، خو د ښاغلي بایډن په وینا د هغو افغانانو د ایستلو په برخه کې ستونزې شته چې په افغانستان کې یې له نړیوالو سره کار کړی دی او د دوی ژوند د طالبانو تر واک لاندې له خطره خالي نه دی.
ولسمشربایډن "اې بي سي" ټلوېزیون ته وویل چې امریکایي ځواکونه به ښایي د اګسټ تر یودیرشمې نیټې وروسته هم که د امریکایي اتباعو د ایستلو لپاره اړتیا وه، په کابل کې پاتې شي.
پخوا ښاغلي بایډن ویلي و چې امریکا به خپل ټول پوځیان د اګسټ تر اخره له افغانستانه وباسي.
د امریکا د دفاع وزارت په وینا نژدې څلور نیم زره امریکایي سرتیري په کابل هوایي ډګر کې دي او تراوسه له طالبانو سره د دوی کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.
خو د امریکا دفاع وزارت ویلي دي چې دا امریکایي ځواکونه دا توان نه لري چې د هغو خلکو غم وخوري چې د هوایي ډګر لور ته راځي، ځکه چې دا پوځیان د هوایي ډګر امنیت ساتي.
بل لورته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې وینډي شیرمن په واشنګټن کې وویل چې تمه یې دا ده چې طالبان ټولو امریکایي اتباعو، د نورو هېوادونو خلکو او هغو افغانانو ته چې غواړي خپل هېواد پریږدي له خنډ پرته اجازه ورکړي.
اغلې شیرمن بیا وویل چې داسې راپورونه یې ترلاسه کړې دي چې طالبان د هغو افغانانو مخه نیسي چې له خپل هیواده د وتلو نیت لري.
نن د طالبانو د واکمنۍ څلورمه ورځ ده. په کابل کې لا هم ژوند عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی. بانکونه، هټۍ، سوداګریز مرکزونه او صرافیانو خپل فعالیتونه بند کړي.
د دغه ښار ځینې اوسیدونکي وايي، د روانو حالاتو دوام ناورین زیږونکی دی.
کریم، کتاب پلورنځي لري، هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې روان حالت خواشینونکی ښيي: "له هغه وخت چې مجاهدین راغلي دي په کابل ښار کې ژوند سخت شوی او هېڅ څوک نه شي کولی په ارامه ژوند وکړي، ټول مارکیټونه تړل شوي او حالت غیر نورمال دی."
د دې ښار بل اوسیدونکی فخرالدین بیا د امنیت له اړخ خوښي ښيي، خو د هېواد نامعلوم برخلیک اندېښمن کړی: "په کابل ښار کې امنیت شته خو یوه اندېښنه چې موجوده ده هغه د حکومت د یو مشر نشتوالی دی، که هرکله هم د دې ملک لپاره یو زعیم وټاکل شو، بیا مشکلات تر یو حده حلېږي."
د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ طالبانو د کابل په ګډون د افغانستان د ډېرو ولایتونو واک په لاس کې واخېست. دوی کابل پرته له جګړې ونیوه او خپل جنګیالي یې د دې ښار په ګوټ ګوت کې ځای پرځای کړل.
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې تازه اعلامیه کې ویلي چې طالبان له ټولو خواوو سره د ښو سوداګریزو اړیکو لپاره ژمن دی.
دغې ډلې له دې وړاندې هم په خپلو اعلامیو کې ویلي و چې د خلکو خوندي ساتل یې له هر اړخه لومړیتوب دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ځینو خپاره شوېو راپورونو پر بنسټ طالبانو د کابل ښار په ځینو سیمو کې له خلکو شخصي موټر اخیستي او ان تر دې چې د ځینو کورونه یې هم تلاشي کړي دي چې دغه څه بیا طالبان ردوي.
په کونړ کې د جشن د نمانځنې په مراسم د ډزو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسعداباد اوسیدونکي وايي، پېښه وروسته له هغه د نواباد په سېمه کې وشوه چې یو شمېر ځوانانو غوښتل د افغانستان ملي بیرغ د نو اباد پر پله ولګوي.
دوی دعوه کوي چې طالبانو پرې ډزې کړي، دوه تنه یې وژلي او دري تنه يي ټپیان کړي.
خو کونړ کې د طالبانو د مطبوعاتي دفتر مسول مولوي نجیب الله حنیف ازادي رادیو ته وویل چې یو شمېر کسانو غوښتل د دوی سپین بیرغ کوز کړي چې پرې طالبانو ډزې کړي او په کې درې تنه ټپیان شوي.
حنیف وايي، دوی ډزې کوونکي نيولي او اوس ترې پوښتنې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم په کونړ او جلال اباد کې درېیو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۲مې کلیزې جشن د نورو کلونو پرتله خورا کمرنګه ونمانځل شو.
په کابل او ولایتونو کې یو شمېر افغانانو د افغانستان د ملي بیرغ په پورته کولو سره دا ورځ ونمانځه.
دوی وویل چې دا ورځ ورته با ارزښته ده او هېڅ وخت به یې له یاده ونه باسي.
د کابل ښار اوسېدونکی محمد یوسف په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو له ورځې سره برابره ده چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې نمانځو،له دې ورځې نمانځنه له یو نسله بل نسل ته انتقال شوې، موږ د افغانستان له ملي هویت، ازادیو او له دې خاورې پوره دفاع کوو."
په ورته مهال کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې له دغه هېواده وتلی، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو په مناسبت جوړ شوېو مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې چې یو شمېر پخوانیو چارواکو یې هم ملتیا کوله افغانستان درې رنګه بیرغ پورته شوی و او ملي سرود هم وغږول شو.
همدارنګه د کابل ښار په پښتونستان واټ کې بیا د خپلواکۍد نمانځونکو او طالبانو ترمنځ د اخ و ډب راپور ورکړل شوی او طالبانو هوایي ډزې کړي.
خو په یو شمېر ولایتونو لکه ننګرهار کې بیا د تلفاتو اوښتو راپور ورکړل شوی.
په ورته مهال کې په کابل کې یو شمېر ځوانانو چې د افغانستان درې رنګه بیرغ یې لېږداو وویل چې هېڅوک نه شي کولی د دې ورځې د نمانځلو مخنیوی وکړي.
د دغو ځوانانو له ډلې یو هم مصطفی دی چې له نننه ۱۰۲ کاله وړاندې د افغانستان پاچا غازي امان الله خان د وخت له بریتانوي حکومته خپلواکي بېرته واخیستله او د یوه خپلواکه هېواد په توګه په رسیمت وپيژندل شو.
له هغې ورځې هرکال دا ورځ په بېلابېلو مراسمو، شعارونو او غونډو نمانځل کېږي، خو سږکال دا ورځ داسې مهال ونمانځل شو چې طالبانو په کابل او اکثرو ولایتونو کنټرول ترلاسه کړی او د نورو کلونو په څېر دا ورځ په ارګ کې ونه نمانځل شو.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له دې ورځې یادونه کړې، خو د طالبانو په یاده اعلامیه کې له افغانستانه د امریکا وتل او د متحده ایالاتو پر وړاندې د طالبانو بریا یو ستر ویاړ بلل شوی.