د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

افغان حکومت طالبانو ته د 'جګړې درولو او حکومت کې د لویې برخې اخیستو' وړاندیز کړی


د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر (ښی) د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله (کین)
د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر (ښی) د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله (کین)

د افغانستان حکومت طالبانو ته وړاندیز کړی چې جګړه ودروي او په حکومت کې لویه برخه واخلي.

پرون د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله په قطر کې وویل چې د سولې لپاره‌یې د افغانستان د دولت طرحه قطر ته سپارلې ده.

قطر پر دې سربېره چې د بین‌الافغاني خبرو کوربه‌توب کوي، په وروستیو کې یې د منځګړیتوب هڅې هم ډېرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان حکومت د قطر په وسیله طالبانو ته په حکومت کې د شراکت وړاندیز کړی دی.

ښاغلي عبدالله په دوحه کې په ترویکا یا د امریکا، روسیې، چین او پاکستان په غونډه کې د افغانستان د جګړې د سوله‌ییز حل لپاره دغه پلان وړاندې کړ.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغان دولت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي په قطر کې یوې غونډې ته د تلو پر مهال
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغان دولت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي په قطر کې یوې غونډې ته د تلو پر مهال

ده بې له دې چې طالبانو ته په واک کې د ونډې ورکولو اندازې ته اشاره وکړي وویل، د افغانستان د حکومت د سولې طرحه د قطر له چارواکو سره شریکه شوې ده.

ښاغلي عبدالله وویل چې له طالبانو سره د سیاسي روغې جوړې لپاره د نورو هېوادونو منځګړیتوب ته اړتیا ده.

په همدې حال کې فرانس پرس خبري اژانس وايي، د افغانستان د حکومت یوې سرچینې ورته ویلي چې قطر ته‌یې ویلي که طالبان جګړه ودروي، نو د افغانستان دولت حاضر دی چې طالبان په واک کې شریک کړي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون چې اوس په قطر کې دی، له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا موضوع تأییدوي.

دی وايي: "په دې طرحه کې چې وړاندې شوې ده، که ومنل شي او پرې بحث وشي د افغانستان ستونزه به په اساسي ډول حل شي، دا به تر وخت مخکې وي چې جزئیات‌یې ووایم، خو له سیاسي مشارکته رانیولې تر یوې بشپړې سیاسي موافقې پورې ټول موضوعات په دې کې شامل دي او اوس دا طرحه د کوربه هېواد په لاس کې ده."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

راپورونه وايي چې حکومت طالبانو ته د ۵۰ سلنې واک وړاندیز کړی دی.

د افغانستان حکومت له لوري طالبانو ته دا وړاندیز لږ مخکې تر دې وشو چې طالبانو غزني ښار ونیوه او ورپسې یې په هرات، کندهار او لښکرګاه کې پرمختګونه وکړل.

په همدې منځ کې داسې راپورونه شته چې قطر او ترکیه هڅه کوي چې طالبان اوربند ته وهڅوي، خو طالبان چې اوس ځان په قوي دریځ کې ویني، اوربند او جوړجاړي ته لېوال نه‌ښکاري.

XS
SM
MD
LG