د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

افغانستان کې جګړو او وچکالۍ په خوارځواکۍ اخته ماشومانو شمېر تر '۳ ملیونو' اړولی


ارشیف، په افغانستان کې په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم
ارشیف، په افغانستان کې په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف د جګړو شدت او وچکالۍ ته په پام سره روان وضعیت ویجاړوونکی وباله او وايي چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر یې تر درېیو ملیونو اړولی دی.

د یونېسف د ساحوي عملیاتي چارو لوی مشر مصطفی بن مسعود (Mustapha Ben Messaoud) ازادي راډیو ته وویل، تر ډېره ماشومان اغېزمن شوي دي.

ښاغلی مسعود زیاتوي: "دا یو ویجاړوونکی خبر دی چې له بده مرغه حیرانوونکی نه‌دی. په وروستیو اوونیو کې د جګړو له شدت سره جوخت وچکالۍ هم دا کال لا وژونکي او ویجاړوونکي پړاو ته داخل کړ. ګڼ ماشومان مجبوره شوي چې له خپلو مېنو بې‌ځایه شي او په بېره کې وي. زیات وخت‌یې په تغذیه کې ناغېړي کېږي. دوی حتی نه‌پوهېږي چې بیا به خواړه له کومه کوي."

ښاغلی بن مسعود وايي، د دې بحران په وړاندې د مبارزې لپاره یونېسف په خپلو ۱۱ دفترونو کې د خپلو همکارو ادارو په مرسته د خوړو او نورو اړتیا وړ وسایلو یا موادو په رسولو کې مرسته کوي.

یونېسف وايي دوی په ګڼو ولایتونو کې د (RUTF- Ready-to-Use Therapeutic Food) په نوم چمتو شوي درملوونکي خواړه هم وېشي.

افغانستان کې د روانو جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ
افغانستان کې د روانو جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ

د یونېسف د ساحوي عملیاتي چارو لوی مشر مصطفی بن مسعود اټکل وکړ چې د روان میلادي کال تر پای پورې به په هرو دوو ماشومانو کې یو تن چې عمر یې تر پنځو کلونو کم وي، د لږو خوړو او خوارځواکۍ له کبله سمه ذهني وده ونه‌لري، د ناروغیو په وړاندې به زیانګالي وي، په ښوونځي کې به شا ته پاتې وي او د لوبو لپاره به انرژي ونه‌لري.

بل‌خوا د افغانستان عامې روغتیا وزارت یوې چارواکې پرون ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان نیمايي نفوس د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي چې د وروستیو جګړو او وچکالۍ له کبله دغه ستونزه نوره هم پراخه شوې ده.

د دغه وزارت د تغذيې د چارو رئیسې مرسل مناتي وویل، دغو ستونزو د ماشومانو ژوند تریخ کړی دی.

اغلې مناتي وايي: "په شدیده خوارځواکۍ تر پنځو کلونو د کم عمره اخته ماشومانو شمېر ۸ لکه او ۹۵ زره دی، په متوسطې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲ ملیونو او ۲ لکو ته رسېږي چې په ټوله کې په هېواد کې درې ملیونه او دوه لکه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي. دغه‌راز شااوخوا ۷ لکه او ۲۰ زره امیندوارې یا هغه مېرمنې چې کوچنیانو ته شیدې ورکوي، په خوارځواکۍ اخته دي."

د روغتیا وزارت د تغذیې د چارو رئیسه وايي د دوی د ارزونې له مخې په افغانستان کې هر کال د خوارځواکۍ اندازه ۱۵ فیصده زیاتېږي.

ارشیف، په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان
ارشیف، په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان

اټکل دا دی چې جګړه، سخته وچکالي او اجباري کډه کېدل به دغه ستونزه نوره هم پراخه کړي.

له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز تېره اوونۍ راپور ورکړی و چې په افغانستان کې د جګړو له کبله هره اوونۍ۳۰،۰۰۰ افغانان له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ کېږي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي دوه اوونۍ مخکې په کابل کې یوه کنفرانس ته ویلي و، په افغانستان کې د لوږې د کړکېچ ختمول تر ۲۰۳۰م کاله پورې جدي هڅو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش افغانستان، یمن، سوریه او د ایتوپیا تیګرې سیمه هغه ځایونه بللي چې بشري بحران په‌کې په زیاتېدو دی او ماشومان‌یې زیات اغېزمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG