د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

د بې‌پولې خبریالانو سازمان: افغانستان کې روانې جګړې خبریالانو ته اندېښمن کړي یو


ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان په کابل کې د یوې وسله‌والې حملې د خبري پوښښ پر مهال
ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان په کابل کې د یوې وسله‌والې حملې د خبري پوښښ پر مهال

په افغانستان کې روانو جګړو د بې‌پولې خبریالانو نړیوال سازمان او له رسنیو یو شمېر ملاتړ کوونکې ادارې اندېښمن کړي دي.

د بې‌پولې خبریالانو نړیوال سازمان مسؤلینو د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۸» د یوې ناستې پر مهال وویل چې ممکن روان امنیتي وضعیت په افغانستان کې د بیان ازادي هم زیانمنه کړي.

دغه سازمان له نړیوالې ټولنې وغوښتل څو د جګړې پر ښکېلو غاړو د فشار راوړلو له لارې د خبریالانو امنیت خوندي کړي.

د رسنیو د ملاتړ دغه سازمان وایي، هڅه کوي چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره یوه لار ومومي.

په افغانستان کې د بې‌پولو خبریالانو سازمان مسؤل رضا معیني وايي: "حقیقت دا دی چې سړه او رواني جګړه نه‌یوازې د حکومت پر وړاندې، بلکې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې هم پیل شوې، د بې‌پولې خبریالانو سازمان له خبریالانو د افغانستان د خالي کولو په لټه کې نه‌دی، خو په نړیوالو سازمانونو غږ کوي چې دننه په افغانستان کې د خبریالانو ژوند خوندي کړي."

له بلې خوا د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې مرستیال ضیا بومیا هم په دې برخه کې خپله اندېښنه مطرح کړه.

د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې مرستیال ضیا بومیا
د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې مرستیال ضیا بومیا

ښاغلی بومیا وايي: "دا سمه ده چې د دندې ترسره کول زموږ حق دی او هېڅوک نه حکومت او نه هم بل څوک دا حق لري چې راشي او په خبریالانو فشار راولي چې په هر ډول شرایطو کې کار وکړي او د کار او ژوند ځای چېرته وټاکي ځکه دا یوه شخصي مسئله ده چې خبریال‌یې باید خپله وټاکي."

له دې سره یو شمېر خبریالان او د رسنۍ کارکوونکي هم له امنیتي ستونزو اندېښمن دي.

افغان خبریال محمد فصیح متوکل وايي: "د ګواښونو زیاتېدل او د طالبانو پرمختګ، هدفي وژنې هغه څه دي موږ یې اندېښمن کړي یو، په ټوله کې د خبریالانو ټولنه له ګواښ سره مخ ده، زموږ غوښتنه له نړیوالې ټولنې دا ده چې جدې پام وکړي."

یو بل افغان خبریال جواد دروېش هم د ژوند له نه‌خوندیوب او امنیتي ستونزو څخه اندېښمن دی او وایي کله چې کار ځای ته ځي د بېرته راتلو تمه نه‌لري.

دی زیاتوي: "د هرې ورځې په تېرېدو سره وضعیت خرابېږي او اطلاعات هم محدودېږي،ګواښونه ورځ تر بلې زیاتېږي، دا د اندېښنې وړ ده، موږ له خپلې راتلونکې اندېښمن یو او هره ورځ ژوندي پاتې کېدل دلته یو چانس دی او دا مهال موږ له خپلو کورونو کار کوو."

افغانستان کې د روېټرز خبري اژانس خبریال دانش صدیقي چې څو ورځې وړاندې د کندهار ولایت په سپین بولدک ووژل شو.
افغانستان کې د روېټرز خبري اژانس خبریال دانش صدیقي چې څو ورځې وړاندې د کندهار ولایت په سپین بولدک ووژل شو.

د دغو امنیتي ګواښونو سربېره د بې‌پولې خبریالانو نړیوال سازمان په کندهار کې د ملي امنیت ادارې له لوري د څلورو خبریالانو له نیول کېدو انتقاد کوي او هغه غیر قانوني یادوي.

د رسنیو ملاتړ بنسټونو په وینا څلور تنه هغه خبریالان چې تېره اوونۍ یې غوښتل د طالبانو تر کنټرول لاندې سېمو څخه راپور برابر کړي، د ملي امنیت ځواکونو له لوري نیول شوي چې لا یې هم برخلیک معلوم نه‌دی.

XS
SM
MD
LG