د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د ایران نوی ولسمشر: لویدیځ سره د اټمي خبرو ملاتړ کوم خو بایډن سره نه وګورم


د ایران نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي
د ایران نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي

د ایران نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، له لویدیځ سره د اټمي خبرو ملاتړ کوي،خو نه غواړي له ولسمشر جو بایډن سره وګوري.

هغه دا خبره د ایران د منتخب ولسمشر په توګه پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) په خپل لومړني مطبوعاتي کنفرانس کې وکړه.

رئیسي زیاته کړه: "اروپایی هېوادونه او متحده ایالات باید برجام 'د ایران او اټمي قدرتونو تړون' ته وګوري چې څه یې ورسره وکړل. امریکا سرغړونه وکړه او اروپا خپلې ژمنې پر ځای نه کړې. زه په اروپایانو غږ کوم چې د امریکا فشارونو ته غاړه مه ږدئ په خپلو ژمنو عمل وکړئ."

ابراهیمي رئیسي زیاته کړه چې که واشنګټن ټول بندیزونه لېرې هم کړي، نو د ولسمشر بایډن سره د لیدو نیت نه لري.

د رئیسي دې خبرو ته د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي غبرګون وښود.

هغې وویل، د امریکا د جمهور رییس او دولت له نظره د اټمي چارو په اړه وروستۍ پرېکړه د ایران د رهبر په لاس کې ده، نو ځکه هم ولسمشر بایډن د ایران له نویو مشرانو سره د لیدنې کوم پروګرام نه لري.

جین ساکي وايي بایډن د ایران له نویو مشرانو سره د لیدنې کوم پروګرام نه لري.
جین ساکي وايي بایډن د ایران له نویو مشرانو سره د لیدنې کوم پروګرام نه لري.

د ایران نوي منتخب جمهور رییس ابراهیم رئیسي پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) زیاته کړې له هغو خبرو ملاتړ کوي چې په کې د ایران ملي ګټې تضمین شوي وي.

۶۰ کلن ابراهیم رئیسي د ایران له محافظه کارانو او د دغه هېواد رهبر ایت الله علي خامنه اي ته له ډېرو نږدې کسانو دی.

هغه د تیرې جمعې ولسمشرۍ ټاکنو۶۲ فیصده رایې وګټلې.

د ولسمشرۍ رسمي چارې به د اګست په میاشت کې پیلوي او د حسن روحاني ځای به نیسي.

روحاني چې د ایران د ولسمشر په توګه دوه دورې دنده ترسره کړې، له لویدیځ سره د ایران اټمي تړون له طراحانو بلل کېږي.

د اټمي تړون له مخې تمه وه د ایران پر وړاندې ټول بندیزونه لېرې شي او په بدل کې یې دا هېواد اټمي فعالیتونه سوله ییز کړي او کچه یې له معیار سره برابره کړي.

امریکا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له دې تړونه ووته او له هغه وخته یې په ایران باندې بندیزونه له سره پیل کړل.

ایران هم په کراتو د اټمي تړون له محدودیتونو پښې اوږدې کړې او د یورانیمو بډاینې ته یې دوام ورکړ.

د اټمي تړون پاتې لاسلیکوونکو بریتانیا ، فرانسې، جرمني، چین او روسیې همدغو کړکېچونو ته په کتو بېرته واشنګټن او تهران د اټمي تړون احیا ته وهڅول او په دې تړاو یې په ویانا کې شپږ دورې خبرې هم وکړې چې وروستۍ دوره یې یکشنبه پای ته ورسېده.

رئیسي ولسمشرۍ ته تر رسېدو مخکې د ایران د قضایه قوې مشر پاتې شوی.

ده د یوه قاضي له موقفه په ۱۹۸۰ لسیزه کې په زرهاو مخالفان او سیاسي بندیان په ډله ییزو اعدامونو کې په مرګ محکوم کړل.

هغه د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته د ایران د نوي رژیم پرضد مخالفت کوونکي په خپل قضایې فشار په چټکۍ سره مات کړل.

رئیسي داسې وخت د اټمي تړون په اړه د خبرو ملاتړ ښودلی چې د خلکو په وژنې کې د مهم رول لرلو په خاطر د متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې د بندیزونو په لېست کې شامل دی.

XS
SM
MD
LG